محترم مشر ته – محمد اسماعيل ځاځی
دی يو دوست سره می تير کړل ډير کلونه
سره سپينی مو کړی ږيری هم سرونه
درته وايم دی هغه دی ژوند داستان
راته غوږ شه وروسته مه کړه پيغورونه
دی مسکو او واشنګټن خبری پريږده
له هغوی څخه يی وهلي دي سرونه
په دا دومره عاجزی او ملنګی کی
ټول کفار يی کړي دی وينی ارمانونه
تاسو وګوری چه څوک يی دشمنان دي
درته وايم اوس دی څو ډلو نومونه
کمونست،او سيکولر که جمعيتيان دي
په کفارو يی خرڅ کړي عزتونه
له ځوانی دی خدای دی لاری سپاهي وو
شهيد شوی يی هم پلار دی هم دوه ورونه
دی هغوی خلاف يی پورته دی حق غږ کړو
چاچه نه منل دی لوی خدای کتابونه
دی جهاد آواز يی پورته په جهان کړو
دی کفارو څخه خلاص يی کړل ملکونه
قزاقان،که تاجکان که ازبکان دي
له پيړی وروسته يی خلاص شول جوماتونه
بعضو،بعضو ته دی زهرو څخه تريخ دی
خدای پرستو پری بايللی دي سرونه
هم غازي دی هم دی علم خزانه دی
راته ښکاري خړو خاورو کی لعلونه
ای دشمنه ستا دی ژوند سمون لپاره
ده ليکلي دي بی شماره کتابونه
ځاځی پورته له هغو سره يو ځای کړی
چه کفار يی کړي په مرګ باندی جشنونه
2022/9/6
ځاځی
