ورور حکمتيار د هېواد له جهادي او قومي مشرانو سره وکتل
سهشنبه د وږي ۱۴مه؛ ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د حاجي محمد طيب په مشرۍ د هلمند ولايت له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو، د قومندان صاحب ګلنظيم په مشرۍ د کاپيسا ولايت له يو شمېر جهادي مخورو، له ښاغلي قاضي حبيب الله او ښاغلي استاد جيلاني يوسفزي، له ښاغليو هر يو ډاکټر صاحب مسلم غزنوي ، د لغمان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي عبدالهادي واحدي، د کونړ ولايت له ديني عالم مولوي صاحب سعدالله، د حا د تعليم او تربيې له رئيس ښاغلي استاد سلطان محمود صلاح، د نورستان ولايت له جهادي شخصیت ښاغلي قاضي جمعه خان او همداراز د غزنی ولایت د قومي مخور مامور صاحب زلمی سره وکتل.
په يادو کتنو کې پر يو لړ بېلابېلو مهمو سياسي، إجتماعي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
