No-IMG

مسیحي إرهاب وحشتونه او مذهبي جنګونه

سلمان افغان

 

په 1570م کال کې د فرانسې بادشاه نهم شارل په فرانسه کې د پروتستانتي مسیحي مذهب لرونکیو د وژلو امر صادر کړ، د دې امر څخه وروسته د پاریس ښار په سرکونو او لویو لارو کې د دې مذهب لرونکو عامه حلاله شروع شوه

په یوه ورځ یې د پاریس ښار په یوه وړه ناحیه کې درې زره کسان په ډېره وحشتناکه طریقه ووژل، داسې چې حاملې ښځې به یې راوړلې خېټې به یې د دوی څیرې کړې، بچي به یې ترې را وویستل، ماشوم به یې په دېوال وویشتلو، د دې سره به د ماشوم سر په منځ وچاودېدو دا د دې لپاره چې د فرانسې په نورو ښارونو او کلیو کې ترې د دې مذهب لرونکي عبرت واخلي

په دې طریقه به دوی هره ورځ د شپږ زرو څخه تر اته زرو پورې کسان وژل، چې په شلو کلونو کې یې څلور ملیونه خلک ووژل

دغه کار د هغه وخت دیارلسم بابا غریغوري یو برکتي کار یاد کړ او ویې ستایلو، د کلیساو په برجونو کې یې د اور په لګولو او زنګ وهلو امر وکړ، د نهم شارل لپاره یې د خوشحالۍ محفلونه جوړ کړل، یوه اونۍ وروسته یې امر وکړ چې په صکې دې د شارل انځور ولګول شي چې په لاس کې یې توره نیولې وي او سر پرې کوي

بیا یې ایټالوي مشهور انځورګر فازای ته امر وکړ چې دغه حالات د فاتیکان د کلیسا پر دېوالونو په یوه لوحه انځور کړي چې دا د خوشحالۍ واقعه د تل لپاره پاتې شي، دغه لوحه تر نن ورځې پورې شته چې د " سانټ پارټیلیمي" په نوم یادېږي.

مذهبي جنګ په نړۍ کې یو بې رحمه جنګ دی، چې جنګیالي یې له کاڼو څخه سخت زړونه لري، یو پر بل ترحم نه کوي

دغه جنګ نن زمونږ ټولنې ته سرایت کړی، د دې جنګ جوړوونکي بې علمه، جاهله اخوندان دي، که د دې جنګه مخه پر وخت ونه نیول شي ټولنه د هلاکت او تباهۍ پر لور روانه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک