مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د روسیې سفارت مخې ته چاودنې ۴ عام هېوادوال او دوه روسان وژلي او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ ویلي، چې ځانمرګی بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی و او له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.
✒: د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنگ رییس خالقیار احمدزي کابل نیوز ته ویلي چې په دې ولایت کې له شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.
نوموړي ویلي چې د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د خلکو په غوښتنه له شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.
د پوهنې وزارت چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره د تیلیفوني خبرو له لارې ننني برید کې د روسي دیپلوماتانو په وژل کیدو خواشیني څرگنده کړه.
حامد کرزي په دې تماس کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده او د خپلې ډاډگیرنې مراتب یې د روسیې حکومت، خلکو او د یادو قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړل.
✒: د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د روسیې سفارت د کونسلۍ څانګې دروازې ته څېرمه د چاودنې له امله د روسیې د سفارت دوه کارکوونکو وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل پولیس وایي په دې چاودنه کې یو ملکي وگړی وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
✒: د عدلیې وزارت چارواکي وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې اساسي قانون ته اړتیا نشته.
✒: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال عارفالله عارف د دې وزارت په یوې خبري غونډه کې وویل، د حج پروسې د ښه مدیریت په موخه دا وزارت په پلان کې لري چې د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اټرا) په مرسته د حج پروسه برښنايي کړي.
✒: شب گذشته حوالی ساعت ۰۲:۲۷ یک زمينلرزه نسبتا شديد چندین ولایت افعانستان به شمول کابل را تکان داد.
سازمان زمین شناسی ایالات متحد امریکا گفته است که این زمينلرزه به بزرگی ۵.۳ ریشتر رخ داده است و مرکز آن شهر جلال آباد میباشد.
✒: د کونړ ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدو رییس رسنیو ته وايي، د دې ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې په زلزله کې شپږ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د زلزلې له کبله لسګونه کورونه نړېدلي دي.
✒: افغان حکومت وایي افغانستان د چین په سترو سوداګریزو پروژو کې ګډون ته تیار دی. د افغانستان د اقتصاد وزیر نورالدین عزیزي له یوې چینایي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي چې چین د نړۍ ستر اقتصاد دی او په سیمه کې مهمې سوداګریزې او اقتصادي پروژې لري.
✒: د ا.ا مرکزي ویاند وايي، ا.ا له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي. ا.ا امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونه تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه نه دی.
✒: د کندهار سوداګرۍ خونه:
پاکستاني سوداګر د کندهار د سوداګرو ۲۰ میلیونه ډالر پوروړي دي، خو پیسې یې بیرته نه ورکوي.
وایي، لسګونه زره ټنه پنبه مو پرې خرڅه کړې وه او اوس بانکي ستونزه راته بهانه ګرځوي.
✒: ننګرهار کې د ایران قونسلګري:
ایران د ننګرهار هوایي ډګر رغونه کې همکارۍ او ننګرهارـ ایران تر منځ مستقیمو پروازونو شروع کولو ته چمتو یوو.
✒: سپوږمۍ ته د ناسا ارتمیس( ۱) روان ماموریت بیا هم د تخنیکي ستونزې له امله ناکام شو.
دا په اوونۍ کې دویم ځل دی چې ناسا سپوږمۍ ته د راکټ استول وځنډول.
✒: د سي آی اې پخوانی مشر لیون پنېټا:
افغانستان کې باید د ترهګرۍ ځپلو هڅې غښتلې شي.
وایي، ترهګر لا هم له افعانستانه ګواښ پېښولای شي.
✒: د اسټرالیا خارجه وزیره پیني وونګ:
طالبان د خپلو هېوادوالو ځپل دوه چنده کړي دي، خو هغه لومړني خدمات هم ورته نه شي برابرولی.
✒: ساینس ومنله چې د ترخې خبرې درد تر زورورې څپېړې ډېر دی.
د پروفیسور سټروکسما په مشرۍ د هالنډ یوټریخت پوهنتون پوهان وایي، یوه سروې کې د ۸۰ ښځو په سرونو الکټروډونه ولګول او ویې کتل چې د ترخې خبرې تاثیر په ذهن ډېر ژور وي.
✒: د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د عامه ذهنیت یوه ارزونه ښيي چې لوړه سلنه امریکایان د امریکايي ولسواکۍ پر ماتېدو او شړېدو باوري دي. یوه سروې ښيي چې شاوخوا ۶۷ سلنه امریکایان وایي، ددې احتمال شته چې امریکایي ولسواکي له سقوط سره مخ شي.
✒: نمایندگی سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) در تویتی حمله انتحاری در برابر سفارت روسیه در کابل را محکوم کرده است.
یوناما از مقامهای حکومت سرپرست خواسته است تا در تامین امنیت مردم و نهادهای دیپلوماتیک اقدام کنند.
✒: د پوتین تر ټولو فرمانبردار چیچن رهبر، رمضان قادروف اعلان کړی چې نور له خپلو مسوولیتونو استعفا ورکوي.
وایي، نور یې وخت رارسېدلی چې ګوښه شم.
هغه ویلي وو، له پوتینه به سر هم قربان کړم.
✒: د پاکستان د گمرک یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په تیرو ۴ ورځو کې له افغانستان څخه پاکستان ته په ۲۲۲ لاریو کې ۶ زره ټنه رومیان او په ۳۰۸ لاریو کې ۹ زره ټنه پیاز رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د خپل ضرورت پر اساس له افغانستان څخه پر واردیدونکو روميانو او پیازو گمرکي ټَکس له منځه وړی.
✒: دیمتری پسکوف سخنگوی رییس جمهور روسیه حمله انتحاری در مقابل سفارت روسیه در کابل را محکوم نموده است
در این رویداد دو دیپلومات روسی کشته شده اند.
از سوی دیگر قوماندانی امنیه کابل گفته است که در نتیجه این انفجار یک فرد ملکی کشته و ده تن دیگر زخمی شده است.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په کابل کې د خپل سفارت مخې ته د نننۍ چاودنې په غبرګون کې ویلي، چې د پېښې عاملان به بې ځوابه پاتې نه شي.
هغه په مسکو کې له خپل تاجکستاني سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې له چاودنې وروسته یې په کابل کې د سفارت امنیتي تدابیر تشدید کړي دي.
✒: نن «لیز تراس» د بریتانیا نوې صدراعظمه وټاکل شوه.
تراس خارجه وزیره وه، د ډېوېډ کامرون او تریزامی د کابینې غړې هم وه او د جانسن ځای ته د رایو په اکثریت راپورته شوه.
