مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: پیام تسلیت و همدردی محترم انجینیر گلبدین حکمتیار امیر عالیقدر ح.ا.ا به خانواده و دوستان شهید مولوي مجیب الرحمن انصاری!
بسم الله الرحمٰن الرحيم
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
مراتب تسليت و تعزيت عميقم را به مناسبت شهادت يكى ديگر از شخصيت هاى مهم و تأثير گذار كشور؛ مرحوم مولوى مجيب الرحمن انصارى و تمامى آنان كه در انفجار وحشيانه روز جمعه در مسجد گازرگاه به شهادت رسيده اند؛ به اعضاء خانواده هاى متألم و دردمند شان و تمامى اهالى مؤمن هرات ابراز داشته؛ از بارگاه الهى براى شهداء راه اسلام علو درجات و براى مجروحين سلامت عاجل و كامل و براى وارثان شان صبر و اجر خواهانم.
يقيناً كه با شهادت مرحوم انصارى؛ ملت شهيد پرور ما؛ از دعوتگر آگاه، عالم مجاهد، سخنور مدبر و متين و شخصيت مهم و تأثير گذار محروم گرديد؛ به بارگاه الهى دعاء مى كنم كه اين خلا بزرگ را با شخصيت هاى صبور و متعهد به اسلام پر كند و آرمان هاى نيك او و تمامى دعوتگران مؤمن را تحقق بخشد.
دوست و دشمن بايد بداند و مطمئن باشد كه جاى هيچ شهيدى در سنگر مبارزه اش خالى نخواهد ماند و دشمنان اسلام؛ با اين ترورهاى سفاكانه و نامردانه نمى توانند صداى حقپرستان مؤمن و مجاهد را خاموش كنند و از پيروزى محتوم حق مانع شوند.
اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ.
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
✒: د کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو یوه حرفوی ډله چې د ډاکټر فواد پیرزاد د تښتونې په ګډون یې د انسان تښتونې په ګڼو قضیو کې لاس درلود په کابل کې نیولې ده.
✒: د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې یوازې پلازمېنه کابل کې تر دې مهاله ۲۳۴۷ سوالګر راټول کړي چې له دې ډلې ۷۸۹ یې مستحق او ۱۵۴۶ یې بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
✒: نصرت حق پرست ورزشکار مبارزات آزاد کشور شب گذشته در برابر حریف کانادایی اش "جان مکدیسی" وارد قفس مبارزه شد و توانست حریف خود را پس از سه روند با امتیاز شکست بدهد.
این مبارزه در سازمان "یو اف سی" و به میزبانی فرانسه برگزار شده بود.
✒: یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې ۸۶ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۸۶ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۳۸۰۹ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې ممیز تشکیلوي.
✒: د مسعود لمر په نوم د ډبرو سکرو د پروسس فابریکې مشر وایي:
درې میاشتې کېږي چې فابریکه مې د افغانستان د ډبرو سکرو نه لرلو له امله فلج ولاړه ده او ژمي ته مو سکاره نه دي تولید کړي.
وایي، د کانونو وزارت دې، د بهر په پرتله ارزانه سکاره راکړي، چې له سقوطه وژغورل شو.
✒: کابل کې د قطر سفارت ګواښ:
افغانستان کې د قطر ویزې یوازې موږ صادروو، هغوی (سیاحتي شرکتونه) چې زموږ د ویزو را ایستلو لپاره خلکو سره وعدې کوي، پر ضد به یې سخت اقدامات وکړو.
✒: پاکستاني رسنۍ:
د افغانستان رومیان د کراچۍ بازارونو ته ورسېدل چې بیه یې کیلو په ۱۵۰ ـ ۱۶۰ کلدارو ده.
وایي، د رومیانو بیه ۳۰۰ نه ۴۰۰ کلدارو ختلې وه.
✒: کرکټ:
بنګله دېشي ویکټ ساتونکي مشفق الرحیم له شل اوریز کرکټ سره مخه ښه وکړه.
وایي، ټېسټ او یو ورځنیو لوبو ته مې ټول پام اړوم.
✒: د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه:
افغانستان د هلمند سیند اوبو کې زموږ حق نه دی راکړی.
وایي، کابل بار ـ بار ژمنه هم راکړې، خو عمل یې نه دی کړی نو مجبور یوو په دې اړه له خپلو نړیوالو ظرفیتونو کار واخلو.
✒: د یوناما مرستیال مارکس پوتزل طلوع نیوز ته:
اوسنی حکومت ټول ګډونه نه دی او نړیوال مشروعیت نه مخکې داخلي مشروعیت ته اړتیا لري.
✒: هند ـ بېهار:
په مزدورکارانو او بزګرو د شپې تندر لویدلی، ۲۳ تنه یې وژلي.
✒: د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېساري:
پاکستان کې وروستیو سېلابونو ۴ لکه ۲۱ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
✒: د بنګله دېش صدراعظمه حسینه واجد:
روهنګیا مسلمان کډوال مو په هېواد دروند بوج دی او نور یې نه شو وړلی.
وایي، نړیوالو ته په قناعت ورکولو بوخت یوو چې دوی میانمار ته بېرته ستانه کړي او د هیواد جوړولو کې برخه واخلي.
✒: هند ـ ایودهیا:
انډو اسلامک کلتوري بنسټ دهني پور کې په ډېره متفاوته بڼه جامع جومات جوړوي چې اسلامي کلتوري کمپلکس او شل زره لمونځ کوونکو ته به ځای ولري.
وایي، له یو نیم کال راهیسې یې نقشه او د جواز کارونه روان وو چې لا نه دي بشپړ شوي.
✒: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اوکراين د زاپوريژيا اټومي بټۍ په لانجه کې د منځګړيتوب وړانديز کړی دی. اروغان دا وړانديز پرون د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو کې کړی دی. انقرې په دې تړاو يوه اعلاميه کې ويلي چې ترکيه د غلو د صادراتو لپاره د هوکړې د رامنځته کولو په څېر د زاپوريژيا اټومي بټۍ د لانجې په هواري کې هم مرسته کولی شي. د اردوغان دا وړانديز په داسې حال کې دی چې داوکراين د انرژۍ د توليد په ستره اټومي بټۍ کې چې دا مهال د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده وضعيت ترينګلی ښودل شوی او د لویو خطرونو د پېښېدو ګواښونه ورکړل شوي دي.
✒: د اسلامي همکاریو نړیوالې ادارې په هرات کې د تېرې جمعې برید غندلی دی. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هرات کې په یوه جومات کې چاودنې ګڼو ملکي لمونځ کوونکو ته زیان اړولی دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.
✒: د کیلفورنیا په بېلو برخو کې اورلګېدنې لسګونه کورونه او ودانۍ سوې دي او سلګونه کسان یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. امریکایي رسنۍ وایي چې په وروستیو څو ورځو کې د امریکا په څو ایالتونو کې طبیعي اورلګېدنې رامنځته شوې او درانه مالي تلفات یې اړولي دي.
✒: شاوخوا ۷۰ زرو کسانو د شنبې په ورځ د چک جمهوریت پلازمینې پراگ کې د تیلو، گازو او بریښنا د بیو د لوړوالي له امله لاریون وکړ.
لاریونکوونکو د اروپایي ټولنې او ناټو ضد شعارونه ورکول او له حکومته یې وغوښتل چې د انرژۍ د بیو په کنټرول کې خپلې هڅې ډیرې کړي.
✒: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان له سېلاب ځپلو څخه د لیدنې په هدف روانه اونۍ دغه هېواد ته سفر کوي.
ګوترېش پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې روانه اونۍ به په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په هدف دغه هېواد ته سفر وکړي.
✒: د ملگرو ملتونو امینت شورا د هرات په گازرگاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
امنیت شورا وایي چې په وروستیو کې په عامو خلکو د داعش بریدونه ډیر شوي او په تیر یوه میاشت کې کې د دې ډلې د بریدونو په پای کې ۲۵۰ تنو مرگ ژوبله اوښتې ده.
✒: د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایدن د څو ورځو مخکې څرگندونو په ځواب کې د جمهوري غوښتونکو یوې غونډې ته وویل چې جو بایډن له خپله واکه ناقانونه استفاده کوي او FBI د وسیلې په توگه کاروي.
ټرمپ د جو بایډن هغو څرگندونو ته په اشارې چې ټرمپ او پلویان یې د امریکا او په دې هیواد گې د دیموکراسي مخالفین بللي وو وویل چې د امریکا اصلي دښمن جوبایډن دی او د امریکا دیموکراسي ته گواښ د دیموکراتانو لخوا متوجه دی.
