د پوهنې وزارت له لورې د ښوونځیو بیا پرانیستل کیدو لارښود اعلان شو
دا چې خبر یاست د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د دولتي ښوونځیو یولسم او دولسم ټولګي او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګي به د سنبلې له لومړۍ نېټې حضوري زده کړې پیل کړي.
د پوهنې وزارت د لارښود پر اساس په ګرمو سیمو او سړو سیمو کې به ښوونځي د لاندې میکانیزم پر اساس پرانیستل کیږي:
#روغتیایي لارښوونې:
- ماسک کارول
- د لاسونو مینځل
- د زده کوونکو ترمنځ یو متر واټن ( د اړتیا په صورت کې به ټولګي تجزیه کیږي)
- د لاس او غیږ ورکولو څخه ډده وشي.
- فردي او محیطي حفظ الصحې ته پاملرنه.
#تدریسي لارښوونې:
د ګرمو سیمو دولتي ښوونځي: د سنبلې له لومړۍ نېټې تر ۱۵ به د ۱۰- ۱۱ او ۱۲ او همدارنګه د دارالعلوم او دارالمعلمین ۱۳ او۱۴ ټولګيو د تېر ۱۳۹۸ کال کلنۍ ازموینې واخیستل شي او د سنبلې په ۱۵ نېټه به نوی تعلیمي کال پیل شي.
د ګرمو سیمو خصوصي ښوونځي: د سنبلې له لومړۍ تر ۱۵ نېټې به له لومړي تر دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې واخیستل شي او د سنبلې په ۱۵ به نوی تعلیمي کال پیل شي.
د سړو سیمو ښوونځي: د سړو سیمو د دولتي ښوونځیو یولسم او دولسم ټولګي، د دارالعلوم او دارالمعلمین ۲۳ او ۱۴ ټولګي او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګيو به د سنبلې په لومړۍ نېټه حضوري زده کړې پیل کړي.
دا لارښود د پوهنې وزارت د رهبرې له خوا منظور او ولایتونو ته یې د تطبیق هدایت کړی، چې کتبي بڼه به یې د ښوونځیو له ادارو سره شریکه شي.
