مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حزب اسلامي افغانستان د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتيار د جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: تېره ورځ له افغانستان د وروستي امريكايي افسر؛ د وتلو ورځ وه؛ په همدې ورځ د امريكايي ځواكونو قومندان؛ (جنرال کریس داناهیو)؛ له افغانستان ووت؛ او په دې توگه د امريكا شل كلن اشغال پاى ته ورسېدو؛ د دې تاريخي ورځي مباركي تاسو او مجاهدينو او ټول افغانستان ولس ته وايم؛ دا د افغانستان د تاريخ يوه ډېره ستره او ځلانده ورځ ده؛ تل بايد په پرتمينه توگه ولمانځل شي؛ او راتلونكو نسلونو ته د داسي ورځي په توگه په ميراث پاته شي چي قرآن ئې د ايام الله په نامه يادوي.
✒: د حزب اسلامي افغانستان د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتيار د جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د ناټو خلاف جهاد هم خپل ځانگړي بدريان لري؛ بدريان به ئې هم نه يوازي د خپل جهاد ثوابونه تر لاسه كوي، بلكي له پيل تر پاى به د هر چا د جهاد په ثوابونو كي برابر شريك وي؛ بدريان ئې يا هغه دي چي د جهاد بنسټ ئې د شوروي ځواكونو او كمونستانو په خلاف كښېښود؛ او راتلونكو نسلونو ته ئې په ميراث پرېښود؛ او بيا هغه مجاهدين وو چي د ناټو په خلاف ئې په داسي حال كي جهاد پيل كړ چي له الله تعالىٰ پرته ئې هيڅ حامي او مرستندوى نه درلود؛ نږدې ټوله نړۍ؛ زموږ د گاونډيانو په شمول؛ د يرغلگرو مرسته كوله؛ افغان ولس او ټوله نړۍ د همدغو مجاهدينو د سرښندونو مرهون او پوروړي دي؛ الله تعالىٰ دي د دوى سپېڅلي آرمانونه په دنيا او آخرت كي ترسره كړي؛ ستر آرمان ئې دا دئ چي خپلواك، آزاد او اسلامي افغانستان تأسيس او د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت اعاده په خپلو سترگو وگوري؛ خدايه! د دوى دا آرمان تر سره كړې! حتماً به إن شاء الله تر سره كېږي؛ خو دعاء او تمنىّٰ مو دا ده چي الله تعالى ئې پر موږ وگوري.
✒: کابل نیوز: ناتایید شوي راپورونه وایی چې د جمعې ماسختن د دهمزنگ سیمه کې چاودنې د بې پیلوټه الوتکې لخوا د راکټونو د ویشتلو له امله رامنځته شوي او تلفات هم لري. دولتي اړوندو ادارو تر دې دمه پدې هکله څه ندي ویلي.
✒: انجینیر گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان اظهارات مقامات وزارت خارجهٔ چین را که گفته بودند تعداد گروههای تروریستی در افغانستان افزایش یافته رد کرد. نامبرده هنگام نماز جمعه گفت نمیداند بیجنگ این آمار را از کجا بدست آورده است و هدف ازین اظهارات چیست؟
✒: د حزب اسلامي افغانستان د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتيار د جمعې ورځې د خطبې له متن څخه:
اصلي ستونزه دا ده چي ډېرو د افغانستان شتمنيو ته سترگي نيولې؛ د قيمتي معادنو د تصرف لپاره ئې خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او نيابتي جگړه ئې پر افغانانو تپلې.
آبله ورځ د امریکا يوه تحقیقاتي انسټیټیوټ؛ د بروکنگز په نامه؛ د يوې غونډي په ترڅ كي وويل: چین د امریکا له وتلو وروسته د پانگوني په بهانه د افغانستان د درې ټریلیون ډالري لیتیم معادنو باندي ورو ورو خېټه اچوي!! د نوموړي انسټيټوټ ادعاء ښيي چي د غربي ځواكونو او د دوى د أذيالو او أذنابو ستونزه دغه معادن او د افغانستان حساس سټراټيژيك موقعيت دئ؛ ديموكراسي، جمهوريت، مدني حقوق، د تروريزم خلاف جنگ او دې ته ورته شعارونه هسي غولوونكي شعارونه دي چي پر ماهيت ئې افغانان تر بل هر چا زيات پوهېږي.
✒: د افغانستان د کریکټ بورډ اجرائیوي رئیس وايي، چې په تېر یوه کال کې يې د بانکي ستونزو له کبله د کریکټ له نړیوالې شورا یوه روپۍ هم نه ده تر لاسه کې او په خبره یې په کریکټ بورډ کې د پخوا راپاتې پیسو او د اسلامي امارت په مالي امکاناتو یې د کریکټ بورډ چارې پر مخ بیولې دي.
✒: نصرت حق پرست، ورزشکار مبارزات آزاد افغانستان امشب ساعت یازده (به وقت افغانستان) در برابر حریف کانادایی اش وارد قفس مبارزه میشود.
حق پرست این مبارزه را در برابر جان مکدیسی در سازمان "یو اف سی" انجام میدهد.
✒: د کندهار د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته وايي، نن غرمه مهال دوه افغانان چې پلار او زوی و، چمن بازار ته نږدې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي. د ښاغلي زید په وینا، دغه افغانان د سپین بولدک له لارې چمن بازار ته اوښتي وو.
✒: طلوع نیوز: په هرات کې د طلوعنیوز خبریال د روغتیايي مسوولانو په وینا وايي، د ګذرګاه جومات پرونۍ چاودنه کې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښې وړ دی. سیمهییزو مسوولانو پرون (جمعه) د ګذرګاه جومات چاودنه کې د ۲۳ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ و چې اوس د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
✒: د تخار امنیه قومندانۍ ویاند:
دوه نفره د غلا په جرم عام محضر کې په درو ووهل شول.
وایي، د تالقانو بازار اوله ناحیه کې د ساختماني توکو یو دوکان نه غلا کړې وه.
✒: به گزارش شبکه الجزیره، عصر امروز در یک مدرسه دینی در ولسوالی نادعلی ولایت هلمند افغانستان انفجار رخ داد.
یک منبع امنیتی اعلام کرد که در پی انفجار فوق چندین نفر کشته و زخمی شدهاند.
در این گزارش به جزئیات بیشتری اشاره نشده است.
✒: د کېش ائیر په نوم یوه ایراني هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې او له مشهد څخه د یاد شرکت یوې الوتکې پلازمېنې کابل ته لومړنی پرواز تر سره کړ.
د اسلامي امارت او کابل کې د ایران سفارت چارواکو په یوه ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ورته اقدامات کولای شي د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، اجتماعي او همداراز مسافرو ته د تګ راتګ په برخه کې موثر تمام شي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې نیږدې راتلونکې کې د دوبۍ فلای او العربیه په څېر نړیوال شرکت د نړیوالو معیارونو سره سم افغانستان ته پروازونه پيل کړي.
✒: د مولوي مجیب الرحمن انصاري جنازه په هرات ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې لس زره کسانو برخه اخیستې وه او خبرداری یې ورکړ، چې د دیني عالمانو د هدفي وژنو مخه دې ونیول شي.
مولوي انصاري د جمعې په ورځ د هرات په ګازرګاه جومات کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو. په دې پېښه کې د نوموړي د ورور سربېره ۱۸ تنو ژوند بایلود او ۲۳ تنه ټپيان شول.
داعش ددې برید مسوولیت په غاړه واخیست.
✒: هند خپله لومړۍ تر ټولو ستره د جنګي الوتکو انتقالوونکې بېړۍ (وېکرانت) جوړه او افتتاح کړه.
د دې بېړۍ پر سینه به دېرش جنګي جیټ الوتکې کېناستی او الوتی شي.
✒: خلیلزاد طلوع نیوز ته:
واشنګټن او طالبان دې د دوحې د تړون په ناعملي شویو مادو بیا مذاکرات وکړي.
وایي، دا تړون دې عملي شي.
✒: د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټوټ افغانستان پنځم ځل لپاره د ۱۶۳ هیوادونو له منځه تر ټولو ناامن هیواد ونوماوه.
ورپسې د یمن، سوریه، جنوبي سوډان نومونه هم راغلي.
✒: امریکا په تایوان د یو میلیارد او سل میلیونه ډالرو نظامي وسلې، مهمات او دفاعي تجهیزات خرڅوي.
✒: د سریلنکا تبعید شوی ولسمشر راجا پاکسې بیرته له تایلنډ نه خپل هېواد ته ستون شو.
هرکلي ته یې د نوې کابینې وزیران ورغلي وو.
✒: چین د ډارولو په موخه پر تاییوان یو وار بیا ۵۳ جیټ الوتکې او ۸ بحري بېړۍ ور مرش کړي او له چکر وروسته راګرځېدلي.
تاییوان وایي، موږ هم ورته هوایي دفاعي سیسټم تیارسۍ کړی.
✒: ایکانومي ټایمز:
هند برېټانیا هم شاته پرېښوده او د نړۍ پنځم نمبر لوی اقتصادي ځواک شو.
سږ کال تمه ده چې د هند اقتصاد ۷ سلنه نور هم وده وکړي.
✒: د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه غوښتي دي چې له اوکراین سره د ۱۱،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته تصویب کړي. په دې مرسته کې هغه ۴۰ میلیارد ډالر نه دي شامل چې امریکا یې له اوکراین سره مخکې تر دې ژمنه کړې وه.
✒: اتلانتیک نشریه وایي سره له دې چې امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه ډول ډول معلومات ورکول او تل یې ځان بریالی او پیاوړی باله، خو پایلې وښوده چې دغه جنرالانو دروغ ویل او دوی د باور وړ نه دي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر وروستیو پېښو خواشیني څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی دغه ډول بریدونه او د عامو افغانانو وژل بشر ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
✒: پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده. پاکستاني رسنۍ وایي ۱۲۶۵کسان د وروستیو سیلابونو له امله وژل شوي. پاکستاني حکومت یو ځل بیا ویلي چې میلیونونه ډالر اقتصادي زیان هم ورته اوښتی دی. په ورته وخت کې نړیوالې تولنې له پاکستان سره د مرستو ژمنه هم کړې ده.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په هرات کې پرون برید غندلی او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، چې ددې پېښې عاملین باید عدالت ته وسپارل شي.
✒: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتريش د افغانستان لپاره خپله نوې ځانگړې استازه «روزا اوتونباېیوا» ټاکلې ده.
روزا اوتونباېیوا به همداراز د دیبورا لاینز پر ځای په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستندیوه ماموریت یا یوناما مشري هم په غاړه واخلي.
روزا اوتونباېیوا تر دې مخکې د قرغزستان د ولسمشرې او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې په توگه دنده ترسره کړې وه.
✒: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ټول هېواد ته زیان رسوي.
ګوترېش پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې لا هم د نجونو ښووونځي تړلي دي خو زیاته کړې یې ده چې دا د نجونو د حقونو یو نه توجیه کېدونکی نقض دی چې زیان یې ټول هېواد ته رسېږي.
