حکمتيار: افغانان بايد پوه شي چي زموږ گاونډيان له موږ سره څه كوي؟
د افغانستان له لوري ويل شوي چي ډرون جهازونه د پاكستان له فضاء راتېرېږي!! اسلام آباد دا تور نه مني!! نو پوښتنه دا ده چي دا جهازونه له كوم لوري راځي؟ فقط دوه احتماله شته: 1- له قطر او دوحه كي د امريكا له ستري اډې راځي، د پاكستان له فضاء راتېرېږي، ښايي پاكستان په داسي وضعيت كي دئ چي يا ئې مخنيوى نشي كولى او يا اعتراف نه شي كولى؛ ځكه د پاكستاني ولس غوڅ اكثريت له دې كار سره مخالف دئ؛ نه غواړي د پاكستان زمكه او فضاء د افغانستان خلاف وكارول شي، له امريكا سره مخكنۍ ملگرتيا يوه ترخه تجربه گڼي؛ نه غواړي دا تجربه بيا تكرار شي. مخكنى صدر اعظم او ډله ئې هم د مخالفينو په ډله كي دي؛ 2- يا خو دا ډرون د تاجكستان له لوري راځي؛ تاجكستان د فرخار په نامه يوه زړه هوائي اډه امريكا ته سپارلې؛ د تاجكستاني واكمنو تونده لهجه، د افغانستان په كورنيو چارو كي د دوى مداخله او د وسله والو مخالفينو حمايت، حتىّٰ د تاجك توكم حمايت او دا ويل چي دا توكم د افغانستان د نفوس تر دېرش سلنه زيات دئ او بايد همدومره برخه په حكومت كي ولري؛ په تاجكستان كي د افغانستان د وسله والو مخالفينو فعال حضور هم دا احتمال تقويه كوي.
مهمه دا ده چي حقيقت بايد معلوم شي، افغانان بايد پوه شي چي زموږ گاونډيان له موږ سره څه كوي؟ آيا همغه څه كوي چي 21 كاله وړاندي ئې وكړل؛ د افغانستان په اشغال كي ئې له تاټو سره په پراخ لاس مرسته وكړه، چا اډې وركړې، چا خپله زمكه او فضاء د يرغلگرو په واك كي وركړه، چا مزدور جنگيالي د دوى تر قومندې لاندي جنگېدو ته چمتو كړل، شل كاله د دوى لپاره وجنگېدل او له بهرنيو سره يو ځاى له افغانستان ووتل!!
موږ يو وخت ويل: دا د بهرنيانو په لاس جوړي شوې ډلي دي؛ د هغوى په وينا له حزب اسلامي سره جنگېدلي؛ همداسي لكه نن چي د امريكا تر قومندې لاندي د طالبانو او ټول افغان ولس په خلاف جنگېدلي؛ متأسفانه ځينو به دا غلط تبليغات كول چي د روسي ځواكونو له وتلو وروسته مجاهدين په داخلي جگړو كي ښكېل شول؛ ټول به ئې بلا استثناء محكومول؛ نن خو به ټولو ته؛ په ځانگړې توگه طالبانو ته معلومه شوې وي چي دا تبليغات څومره بې بنسټه او دروغجن وو؛ په حقيقت كي د جنگ عامل همغه د امريكا په لاس جوړي شوې ډلي وې؛ همغه چي په تېرو شلو كلونو كي د امريكا په خدمت كي وو؛ او له بهرنيو ځواكونو سره يو ځاى ووتل او دا دئ اوس د بلي جگړي لپاره استخدام شوي.
