No-IMG

حکمتيار: زموږ د شهيدانو ستر آرمان چي خپلواك او اسلامي افغانستان په خپلو سترگو وگوري

پرون له افغانستان د وروستي امريكايي افسر؛ د وتلو ورځ وه؛ په همدې ورځ د امريكايي ځواكونو قومندان؛ (جنرال کریس داناهیو)؛ له افغانستان ووت؛ او په دې توگه د امريكا شل كلن اشغال پاى ته ورسېدو؛ د دې تاريخي ورځي مباركي تاسو او مجاهدينو او ټول افغانستان ولس ته وايم؛ دا د افغانستان د تاريخ يوه ډېره ستره او ځلانده ورځ ده؛ تل بايد په پرتمينه توگه ولمانځل شي؛ او راتلونكو نسلونو ته د داسي ورځي په توگه په ميراث پاته شي چي قرآن ئې د ايام الله په نامه يادوي او الله تعالىٰ موسىٰ عليه السلام ته فرمايلي: خپل قوم ته د ايام الله يادونه كوه؛ ايام الله هغه ورځي دي چي په هغوى كي ستر ستر بدمست او مغرور ځواكونه ځپل شوي، اقتدار ئې پاى ته رسېدلى او هر څه ئې مظلومانو ته په ميراث پاته شوي.

د ناټو خلاف جهاد هم خپل ځانگړي بدريان لري؛ بدريان به ئې هم نه يوازي د خپل جهاد ثوابونه تر لاسه كوي، بلكي له پيل تر پاى به د هر چا د جهاد په ثوابونو كي برابر شريك وي؛ بدريان ئې يا هغه دي چي د جهاد بنسټ ئې د شوروي ځواكونو او كمونستانو په خلاف كښېښود؛ او راتلونكو نسلونو ته ئې په ميراث پرېښود؛ او بيا هغه مجاهدين وو چي د ناټو په خلاف ئې په داسي حال كي جهاد پيل كړ چي له الله تعالىٰ پرته ئې هيڅ حامي او مرستندوى نه درلود؛ نږدې ټوله نړۍ؛ زموږ د گاونډيانو په شمول؛ د يرغلگرو مرسته كوله؛ افغان ولس او ټوله نړۍ د همدغو مجاهدينو د سرښندونو مرهون او پوروړي دي؛ الله تعالىٰ دي د دوى سپېڅلي آرمانونه په دنيا او آخرت كي ترسره كړي؛ ستر آرمان ئې دا دئ چي خپلواك، آزاد او اسلامي افغانستان تأسيس او د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت اعاده په خپلو سترگو وگوري؛ خدايه! د دوى دا آرمان تر سره كړې! حتماً به إن شاء الله تر سره كېږي؛ خو دعاء او تمنىّٰ مو دا ده چي الله تعالى ئې پر موږ وگوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک