No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د حزب اسلامي افغانستان امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار وايي، چې افغانانو ته باید روښانه شي، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د کوم هېواد له لارې افغانستان ته راځي.

نوموړي د جمعې لمانځه پر مهال وویل چې ښايي دا الوتکې په قطر کې له امریکايي اډې الوزي او د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي خو ‏په ورته مهال یې څرګنده کړه چې تاجکستان د «فرخار ایربیس» په نوم یوه پخوانۍ اډه امریکا ته ورکړې، چې د امو سیند په درې کیلومټرۍ کې د تاجکستان په خاوره کې موقعیت لري او په خبره یې ښايي امریکايي ډرون له هماغه ځایه افغانستان ته راځي.

‏نوموړي وویل چې که امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي نو ولې د دوحې مذاکرات یوازې د دوو اړخونو تر منځ تر سره شول؟ هغه وویل چې یاد مذاکرات ټولشموله نه و بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ وو.

: ‏اسلامي امارت تایید کړه چې دیني عالم مولانا مجیب الرحمن انصاري په هرات کې د جمعې د لمانځه په مهال په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د ده د مرګ خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د پيښې ترشا عاملین به دخپل کرغیړن عمل سزا وويني.

: ‏په هرات ولایت کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ګازرګاه جومات ملا امام مجیب الرحمن انصاري او د هغه د ورور په ګډون ۱۸ کسان وژلي او ۲۳ نور ټپیان دي.

: ‏پاکستان د خپلې اړتیا پر اساس له افغانستان څخه پر واردیدونکو روميانو او پیازو گمرکي ټَکس له منځه وړی او دغه کار باعث شوی چې یاد توکي په زیاته اندازه پاکستان ته صادر شي.

پاکستان ته د یادو توکو له صادرولو سره هممهال په کوردننه د رومیانو پياز او نورو سبزیجاتو بیې څو برابره پورته شوي.

‏کابل ښار کې د سبزیجاتو پلورونکي وايي، چې پاکستان کې د سبزیجاتو د بیو د لوړوالي له امله اوس تاجران په لوړه بیه د افغانستان رومیان او پیاز پیري او بیا یې پاکستان ته انتقالوي، دوی وایي که پاکستان تهصادرات ودرول شي په هیواد کې د سبزیجاتو بیې به بیرته ټیټې شي.

‏پاکستان حکومت پر رومي بادنجان او پیاز مالیه پداسې حال کې صفر ته راوستې چې د افغان بڼوالو میوې ددوی گمرکونو کې دومره ځنډول کیږي تر څو فاسدې شي.

: ‏حامد کرزی رییس جمهور پیشین طی یک پیام تویتری انفجار در مسجد جامع گازرگاه هرات را که باعث کشته و زخمی شدن تعدادی از نمازگزار شد شدیداً تقبیح کرده، برای زخمیهای حادثه استدعای شفا کرده به بازماندگان قربانیان تسلیت گفته است.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې سترې اقتصادي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی او په خبره یې افغانستان له څلورو لسیزو وروسته له بشپړ امنیت څخه برخمن شوی دی.

‏ملا عبدالغني برادر په هرات کې اقتصادي ناستې ته د وینا پر مهال په نیږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ددې پروژې څخه به لومړني ګټه اخیستونکي هراتیان وي.

: د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک مشر وايي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهيزات ور پاتي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت څېړونکی وايي، له افغانستانه تر وتلو وروسته د امريکا د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات په دغه هېواد کې پاتې دي چې الوتکې، چورلکې، نظامي زغره وال موټر او وسلې په کې شاملې دي. خو له دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ترمپ ویلي وو چې د دغه هېواد ځواکونو د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهيزات په افغانستان کې پرېښودل. امان الدين منصور دا څرګندونې په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته وکړې.

: ‏د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله پر فېسبوک پاڼې د هرات ښار په یوه جومات کې نننۍ چاودنه غندلې او زیاته کړې یې ده چې پر جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو برید او د بې‌ګناه خلکو په نښه کول بشري جنایت دی.

: د هرات ولایت د استخباراتو ریاست: ‏مطبوعاتي اعلامیه: د هرات ولایت د استخباراتو ریاست زړورو سرتېرو او استخباراتي منسوبینو لخوا پر شهید مولانا مجیب‌الرحمن انصاري تقبله الله د بریدونو څلور تنه اصلي طراحان چې د خوارجو فتنه ګرو غړي  دي ونیول شول.

: ‏جوبایډن: ټرمپ او پلویان یې افراطیان او د امریکا لپاره ګواښ جوړوي.

: ‏د پاکستان سوداګرۍ وزارت:

افغانستان او ایران سره د میوو او سبزیجاتو د وارداتو تړونونه کوو

پاکستان کې له وروستیو سیلابونو وروسته د خوراکي توکو قیمتۍ ۴۷ کلن ریکارډ مات کړی، چې له افعانستانه د وارداتو په ډېرولو به افغانان خپل وطن کې د توکو له اخیستلو ناتوانه کړي.

: ‏بي بي سي: د هندي پوهنتونو دوه زره افغان محصلین افغانستان کې ایسار دي.

وایي، د ویزو ستونزه یې نه ده حل شوې.

: ‏یونیسف: دا مهال په منظم ډول د افغانستان ۲۷ نیم زره روغتیایي پرسونل ته میاشتني معاشونه ورکوو.

: ‏د ارجنټاین د ولسمشر مرستیاله له قاتلانه برید روغه ووته.

هغه چې پخوا د ارجنټاین ولسمشره هم وه، خپلو پلویانو ته د ستړي مشۍ لپاره راوتلې وه چې د خلکو له منځه پرې یو کس تمانچه راوویسته، خو ګېر شو.

: ‏د پیسو نړیوال صندوق:

پاکستان ورکړ شوې کورنۍ دنده سمه نه ده کړې.

زموږ درې شرایط یې سم نه دي پوره کړي، په اووه شرطونو یې بیخي عمل نه دی کړی.

وایي، راتلونکی کال به دغه هیواد کې قیمتي لا ډېره او مظاهرې به راووځي.

: د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې له امریکا او اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د دوحې هوکړه‌لیک عملي کړي.

نوموړی په دې اند دی چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو یوازینۍ لار د دوحې هوکړه‌لیک بشپړ عملي کول دی.

هغه زیاتوي، سرپرست حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ځینې مسایلو له هغې ډلې د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو ته بیا کتنه وکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکینی استازی  زلمی خلیل‌زاد وايي: «امریکا او طالب دې کېني او د هغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې موجود و او عملي شوي نه‌دي، د بېلګې په ډول د ترتیباتو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د مذاکرې له لارې د یوه حکومت راتلل

په‌دې مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی استازی د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید په خپلو وروستیو پرېکړو په تېره بیا د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانېستلو بیا کتنه وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد وايي: «طالبان غواړي چې یوه مشروع حکومت ولري او د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي او افغانستان پیاوړی شي او افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. دوی باید یو ځل بیا فکر وکړي، نه د نړۍ لپاره، بلکې د خپلو خلکو لپاره

زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا اسلامي امارت د دوحې هوکړه لیک پر نقض تورنوي او وایي،ډاډ من دی،چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی. خو اسلامي امارت تر اوسه دغه پېښه نه ده تایید کړې .

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکینی استازی  زلمی خلیل‌زاد وايي: «مطمئین یم چې دا کار شوی دی، حتماً طالبان هم په‌دې باندې پوهېږي او خبر دي او دوی یو مشکل لري چې څه ډول دغه پېښې تشریح کړي چې ولې یو داسې کار وشو، ځکه چې دا د دوحې موافقې خلاف و

په دې مرکه کې ښاغلی خلیل زاد په هېواد کې د اوسني وضعیت یو لامل د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني  له لوري د هېواد پرېښودل ګڼي او وايي،چې اسلامي امارت دې دا فرصت له لاسه نه ورکوي او د یوه پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره دې کار وکړي.

: ‏د امریکا اداره د افغانانو د موقتي میشتولو پروسه دروي.

د راپورونو له مخې اوس امریکا په دې هیواد کې د گرین کارت او د مهاجرت ویزو لرونوکو افغانانو سره د دوی د کورنیو په یوځای کولو او دوی ته د دائمي اقامت د زمینې په برابرولو تمرکز کوي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان د هرات په گازرگاه جومات کې نننۍ چاودنه په کلکو ټکیو غندلې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په وروستیو بریدونو او چاودنو اندیښنه څرگنده کړې ده.

: ‏د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدور وروسته د افغانستان ۵۹ سلنه وګړي چې څه باندې ۲۴ میلیونه کیږي، په نړیوالو بېړنیو مرستو تکیه لري.

دغه ادارې ویلي چې دغه کسان له تېر یوه کال راهیسې په بېړنیو مرستو د ژوند شپې او ورځې تېروي.

‏ای او اېم ويلي زیاتوي، د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې کابو ټول افغانان د بېوزلۍ ښکار شوي او افغانستان د سیستماتیک پاشل کېدو له خطر سره مخ دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک