حکمتيار: موږ نه غواړو نور هېوادونه خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 11 سنبله 1401(
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد:
فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم
بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
فَٱسۡتَقِمۡ كَمَآ أُمِرۡتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطۡغَوۡاْۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ١١٢ وَلَا تَرۡكَنُوٓاْ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنۡ أَوۡلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ١١٣ هود 112- 113 صدق الله العظيم
وروڼو خوېندو!
د آيتونو تر ترجمې او تفسير وړاندي؛ اجازه راكړئ؛ څو ورځنۍ خبري ولرو:
پرون له افغانستان د وروستي امريكايي افسر؛ د وتلو ورځ وه؛ په همدې ورځ د امريكايي ځواكونو قومندان؛ (جنرال کریس داناهیو)؛ له افغانستان ووت؛ او په دې توگه د امريكا شل كلن اشغال پاى ته ورسېدو؛ د دې تاريخي ورځي مباركي تاسو او مجاهدينو او ټول افغانستان ولس ته وايم؛ دا د افغانستان د تاريخ يوه ډېره ستره او ځلانده ورځ ده؛ تل بايد په پرتمينه توگه ولمانځل شي؛ او راتلونكو نسلونو ته د داسي ورځي په توگه په ميراث پاته شي چي قرآن ئې د ايام الله په نامه يادوي او الله تعالىٰ موسىٰ عليه السلام ته فرمايلي: خپل قوم ته د ايام الله يادونه كوه؛ ايام الله هغه ورځي دي چي په هغوى كي ستر ستر بدمست او مغرور ځواكونه ځپل شوي، اقتدار ئې پاى ته رسېدلى او هر څه ئې مظلومانو ته په ميراث پاته شوي.
د ناټو خلاف جهاد هم خپل ځانگړي بدريان لري؛ بدريان به ئې هم نه يوازي د خپل جهاد ثوابونه تر لاسه كوي، بلكي له پيل تر پاى به د هر چا د جهاد په ثوابونو كي برابر شريك وي؛ بدريان ئې يا هغه دي چي د جهاد بنسټ ئې د شوروي ځواكونو او كمونستانو په خلاف كښېښود؛ او راتلونكو نسلونو ته ئې په ميراث پرېښود؛ او بيا هغه مجاهدين وو چي د ناټو په خلاف ئې په داسي حال كي جهاد پيل كړ چي له الله تعالىٰ پرته ئې هيڅ حامي او مرستندوى نه درلود؛ نږدې ټوله نړۍ؛ زموږ د گاونډيانو په شمول؛ د يرغلگرو مرسته كوله؛ افغان ولس او ټوله نړۍ د همدغو مجاهدينو د سرښندونو مرهون او پوروړي دي؛ الله تعالىٰ دي د دوى سپېڅلي آرمانونه په دنيا او آخرت كي ترسره كړي؛ ستر آرمان ئې دا دئ چي خپلواك، آزاد او اسلامي افغانستان تأسيس او د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت اعاده په خپلو سترگو وگوري؛ خدايه! د دوى دا آرمان تر سره كړې! حتماً به إن شاء الله تر سره كېږي؛ خو دعاء او تمنىّٰ مو دا ده چي الله تعالى ئې پر موږ وگوري.
وروڼو خوېندو!
اشغالگران ووتل خو گواښونه ئې لا دوام لري، خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې او له تېري ئې لاس نه دئ اخيستى.
پرون د امريكا دفاع وزارت (پنتاگون) وويل: افغانستان مو تر نظارت لاندي دئ او د تروريستانو ځواب به وركوو!! دا په داسي حال كي چي نن په افغانستان كي د هغو تروريستي ډلو %2 سلنه هم نشته او فعال حضور نه لري چي د اشغال په دوران كي ئې حضور ډېر څركند او فعال وو؛ دا ډلي له امريكايانو سره راغلې او له دوى سره يو ځاى له افغانستان ووتلې!! په تېرو شلو كلونو كي د داسي خونړيو پېښو شاهد وو چي د افغانستان په تاريخ كي مو هيڅكله نه وې لېدلې، په جوماتونو كي خونړۍ چاودني، پر كورونو بريدونه، د جهادي شخصيتونو او علماءو مسلسل او هدفي ترورونه، په غونډو، د غم او ښادي محفلونو، حتىّٰ د جنازې لمونځونو كي چاودني كېدې؛ نه د چا سر خوندي وو، نه مال او عزت؛ دلته د گڼ شمېر هېوادونو سرتېرو او استخباراتي شبكو فعال حضور درلود او په خونړي جنگ كي ښكېل وو، شپه او ورځ په عملياتو، وژنو او نيونو مصروف ول، اډې ئې درلودې او په اډو كي خصوصي زندانونه، دلته د بليك واټر په څېر اجير تروريستان هم د افغانانو د وژلو لپاره راغلي وو، شل كاله خونړۍ تپل شوې جگړه وه او په لكونو مظلوم افغانان وژل شوي. بهرنيانو ته دا اختيار وركړى شوى وو چي افغانستان له وېزې او اجازې پرته هر وخت چي وغواړي راتلى او تللى شي؛ په هر ځاى كي اډې جوړولى شي؛ هر مشكوك افغان نيولى او په خپلو خصوصي زندانونو كي؛ دلته او په بهر كي؛ ساتلى او مجازات كولى شي؛ په هر ځاى كي د شپې او ورځي له لوري عمليات كولى شي.
افغانان پوښتي: امريكايي چارواكي د داعش او القاعده نومونه اخلي؛ دغو ډلو په افغانستان كي د امريكا او په امريكا پوري تړلو هېوادو په خلاف څه كړي او امريكا د داعش په ضد په تېرو شلو كلونو او مخصوصاً په تېر يوه كال كي څه كړي؟ آيا له 11 سپتمبر وروسته په ټولي نړۍ كي داسي عمليات شوي چي تور ئې پر كوم افغانستان مېشت جنگيالى لگېدلى وي؟ آيا امريكا په دې اوږدې مودې كي د داعش په ضد څه كړي؟ جنگ يوازي د افغانانو خلاف روان وو او قربانيان ئې يوازي افغانان ول. داعش په افغانستان كي نه دئ زېږېدلى؛ په عراق كي زېږېدلى، له عراق افغانستان ته راانتقال شوى؛ پر عراق د امريكا له بريد وروسته؛ هملته د داعش په نامه يوه ډله وزېږېده.
د چين خارجه وزارت ويلي: اوس په افغانستان كي د تروريستانو شمېر زيات شوى!! هغوى ته وايو: تاسو د ناټو د تېري او شل كلن جنگ په دوران كي دا خبري نه كولې؛ څه شوي چي نن دا خبري كوئ؟ دلته د ناټو 160 زره سرتېري وو؛ د گڼ شمېر هېوادونو استخباراتي شبكې وې؛ هر يوه مزدور جنگيالي او تروريستان درلودل؛ ولي د امريكايانو تر وتلو پوري هيڅكله تاسو داسي اظهارات نه كول؛ افغانان داسي انگېري چي ځيني غواړي د امريكا تش ځاى ډك كړي؛ موږ نه غواړو نور هېوادونه خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي؛ غواړو افغانستان په دې رقابتونو كي بې طرف او مستقل وي او د يوه لپاره د بل خوا ونه نيسي. غواړو د خپلو ملي منافعو او ديني ارزښتونو په رڼا كي مستقل او ناپېيلى خارجي سياست ولرو.
تاجكستان آبله ورځ د افغان مهاجرينو د ايستلو اعلان وكړ او پرون ئې وويل: د مهاجرينو لپاره موقت كمپ جوړوي!! او په دې توگه افغانان له هېواد وتلو ته هڅوي.
ايران وايي: د افغانستان گاونډ هېوادونه امن افغانستان غواړي؛ يعني چي اوس دلته امن نشته!! نه پوهېږو چي د دوى تعبير له امن څه دئ؛ يقيناً چي د امن له پلوه د نن وضعيت له مخكني وضعيت سره ژور توپير لري؛ پرون په ټول افغانستان كي جنگ روان او د لاسپوڅي حكومت جمهور رئيس به ويل چي هره ورځ نږدې درې سوه افغانان وژل كېږي؛ ولي هغه مهال دا خبري نه كېدې؟!!
وروڼو خوېندو!
د افغانستان له لوري ويل شوي چي ډرون جهازونه د پاكستان له فضاء راتېرېږي!! اسلام آباد دا تور نه مني!! نو پوښتنه دا ده چي دا جهازونه له كوم لوري راځي؟ فقط دوه احتماله شته: 1- له قطر او دوحه كي د امريكا له ستري اډې راځي، د پاكستان له فضاء راتېرېږي، ښايي پاكستان په داسي وضعيت كي دئ چي يا ئې مخنيوى نشي كولى او يا اعتراف نه شي كولى؛ ځكه د پاكستاني ولس غوڅ اكثريت له دې كار سره مخالف دئ؛ نه غواړي د پاكستان زمكه او فضاء د افغانستان خلاف وكارول شي، له امريكا سره مخكنۍ ملگرتيا يوه ترخه تجربه گڼي؛ نه غواړي دا تجربه بيا تكرار شي. مخكنى صدر اعظم او ډله ئې هم د مخالفينو په ډله كي دي؛ 2- يا خو دا ډرون د تاجكستان له لوري راځي؛ تاجكستان د فرخار په نامه يوه زړه هوائي اډه امريكا ته سپارلې؛ د تاجكستاني واكمنو تونده لهجه، د افغانستان په كورنيو چارو كي د دوى مداخله او د وسله والو مخالفينو حمايت، حتىّٰ د تاجك توكم حمايت او دا ويل چي دا توكم د افغانستان د نفوس تر دېرش سلنه زيات دئ او بايد همدومره برخه په حكومت كي ولري؛ په تاجكستان كي د افغانستان د وسله والو مخالفينو فعال حضور هم دا احتمال تقويه كوي.
مهمه دا ده چي حقيقت بايد معلوم شي، افغانان بايد پوه شي چي زموږ گاونډيان له موږ سره څه كوي؟ آيا همغه څه كوي چي 21 كاله وړاندي ئې وكړل؛ د افغانستان په اشغال كي ئې له تاټو سره په پراخ لاس مرسته وكړه، چا اډې وركړې، چا خپله زمكه او فضاء د يرغلگرو په واك كي وركړه، چا مزدور جنگيالي د دوى تر قومندې لاندي جنگېدو ته چمتو كړل، شل كاله د دوى لپاره وجنگېدل او له بهرنيو سره يو ځاى له افغانستان ووتل!!
موږ يو وخت ويل: دا د بهرنيانو په لاس جوړي شوې ډلي دي؛ د هغوى په وينا له حزب اسلامي سره جنگېدلي؛ همداسي لكه نن چي د امريكا تر قومندې لاندي د طالبانو او ټول افغان ولس په خلاف جنگېدلي؛ متأسفانه ځينو به دا غلط تبليغات كول چي د روسي ځواكونو له وتلو وروسته مجاهدين په داخلي جگړو كي ښكېل شول؛ ټول به ئې بلا استثناء محكومول؛ نن خو به ټولو ته؛ په ځانگړې توگه طالبانو ته معلومه شوې وي چي دا تبليغات څومره بې بنسټه او دروغجن وو؛ په حقيقت كي د جنگ عامل همغه د امريكا په لاس جوړي شوې ډلي وې؛ همغه چي په تېرو شلو كلونو كي د امريكا په خدمت كي وو؛ او له بهرنيو ځواكونو سره يو ځاى ووتل او دا دئ اوس د بلي جگړي لپاره استخدام شوي.
وروڼو خوېندو!
اصلي ستونزه دا ده چي ډېرو د افغانستان شتمنيو ته سترگي نيولې؛ د قيمتي معادنو د تصرف لپاره ئې خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او نيابتي جگړه ئې پر افغانانو تپلې.
آبله ورځ د امریکا يوه تحقیقاتي انسټیټیوټ؛ د بروکنگز په نامه؛ د يوې غونډي په ترڅ كي وويل: چین د امریکا له وتلو وروسته د پانگوني په بهانه د افغانستان د درې ټریلیون ډالري لیتیم معادنو باندي ورو ورو خېټه اچوي!! د نوموړي انسټيټوټ ادعاء ښيي چي د غربي ځواكونو او د دوى د أذيالو او أذنابو ستونزه دغه معادن او د افغانستان حساس سټراټيژيك موقعيت دئ؛ ديموكراسي، جمهوريت، مدني حقوق، د تروريزم خلاف جنگ او دې ته ورته شعارونه هسي غولوونكي شعارونه دي چي پر ماهيت ئې افغانان تر بل هر چا زيات پوهېږي.
وروڼو خوېندو!
غربي هېوادونه نن په رياكارانه توگه د ټول شمول حكومت غوښتنه كوي او د افغانستان د اوسني حكومت د رسمي پېژندو لپاره ئې د شرط په توگه وړاندي كوي؛ حال دا چي اهداف او اغراض ئې نور دي؛ كه په رښتيا دوى داسي حكومت غوښتلى نو د دوحې مذاكرات به ئې ټول شمول كړي وو او ټول اغېزمن لوري به ئې مذاكراتو ته بللي وو؛ يوازي دوه اړخيز مذاكرات به ئې نه كول؛ د دوه اړخيزو مذاكراتو پايله خو له دې پرته بل څه نشو كېدى؛ د مذاكراتو يوه لوري ويل: امريكا پر افغانستان تېرى كړى او زموږ حكومت ئې له منځه وړى؛ خپل ځواكونه دي وباسي او قدرت دي موږ ته وسپاري؛ امريكا همدا شرط ورسره منلى او په داسي بڼي كي ئې له يوه لوري سره مذاكرات پيل كړي چي نه ئې د كابل حكومت شامل كړى؛ نه هغه سياسي گوندونه چي د امريكا د گټو لپاره شل كاله له خپل ولس سره وجنگېدل؛ او نه هغه هېوادونه چي له امريكا سره ئې د افغانستان په اشغال كي مرسته وكړه؛ د معاهدې له لاسليك وروسته ئې له ارگ وغوښتل چي اوس نو تاسو داسي هيئت دوحې ته راولېږئ چي د امريكا خادم گوندونه هم تمثيل كړي او د دوحې همدا دوه اړخيزه معاهده لاسليك كړي!!
وروڼو خوېندو!
كوم آيت چي ما د خطبې په پيل كي تلاوت كړ؛ ترجمه ئې دا ده:
فَٱسۡتَقِمۡ كَمَآ أُمِرۡتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطۡغَوۡاْۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ١١٢ وَلَا تَرۡكَنُوٓاْ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنۡ أَوۡلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ١١٣ هود 112- 113
نو هم ته (اې پيغمبره) همغسي استقامت وكړه لكه چي گمارل شوى يې او هم هغه چي له تا سره ئې يو ځاى (خپل رب ته) مخه كړې، او سرغړاوى مه كوئ؛ يقيناً چي دى د هغه څه ښه ليدونكى دئ چي تاسو ئې كوئ؛ او د ظالمانو په لوري تمايل مه كوئ كه نه نو په اور به اخته شئ؛ په داسي حال كي چي له الله پرته هيڅ اولياء نه لرئ؛ بيا به مو هيڅوك مرسته ونه كړى شي.
دلته پيغمبر عليه السلام او مؤمنانو ته ويل شوي چي:
له الٰهي لارښوونو سره سم داسي استقامت وكړئ لكه چي پرې گمارل شوي يئ، له هر راز سرغړاوي او انحراف پرته؛ دې ته مو بايد پام وي چي معامله مو له هغه ذات سره ده چي ستاسو پر ټولو پټو او څرگندو كړنو ښه پوه او د هر څه ښه ليدونكى دئ.
د ظالمانو په لوري تمايل مه كوئ كه نه نو د دوزخ اور به مو په برخه شي؛ د الله تعالىٰ له تأييد او ملاتړ به محروم شئ او داسي څوك به ونه مومئ چي ستاسو مرسته وكړى شي. چا چي له ظالم سره ملگرتيا وكړه د الله تعالىٰ مرسته له لاسه وركوي؛ له الله تعالىٰ سره ئې ټولي اړيكي قطع كېږي.
دلته مؤمنانو ته ويل شوي چي نه يوازي د ظالمانو ملگرتيا ونه كړي او له دوى سره له دوستي ډډه وكړي؛ بلكي د دوى په لوري له ميلان او پر دوى له باور او اعتماد هم ځان لري وساتي، د كافرانو او مشركانو په ځاى د ظالمانو صيغه راوړل ښيي چي له هر ظالم سره له تمايل ښودو ممانعت مراد دئ.
دا مبارك آيتونه موږ ته څو لارښووني لري:
له ظلم به ځان ساتو؛ اسلام هر ظلم تحريم كړى، مسلمان نه ظالم وي؛ نه ظلم ته سر ټيټوي، نه د ظلم په وړاندي بې تفاوت وي، نه د ظالم ملگرتيا كوي، نه مظلوم يوازي پرېږدي، نه د ظالم او مظلوم تر منځ بې طرف وي. قرآن له دې ټولو په واضح الفاظو او د څرگندو آيتونو په ترڅ كي ممانعت كړى.
قرآن فرمايي:
كه څوك د مظلوميت په حالت كي ومري، نو د روح قبضولو په وخت كي به فرشتې پوښتنه ترې كوي: په څه حال كي وئ؟ هغوى به وايي: په زمكي كي بې وزلي او كمزوري كړى شوي وو او ظلم راباندي روان وو؛ هغوى به ورته ووايي: آيا د الله زمكه پراخه نه وه چي هجرت مو كړى وى.
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا 97 النساء 97
يعني كه د ظالم په خلاف د بل څه كولو توان او همت نه لرئ نو لږ تر لږه دومره خو كولى شئ چي د ظالمانو تر سلطې لاندي سيمه پرېږدئ او داسي ځاى ته ولاړ شئ چي آزاد، سرلوړى او د خپلي عقيدې په رڼا كي ژوند مو په برخه شي.
همدا مطلب په بل آيت كي داسي راغلى:
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ 56 العنكبوت 56
اې زما مؤمنو بندگانو! زما زمكه پراخه ده نو يوازي زما عبادت او بندگي وكړئ.
قرآن مؤمناتو وايي: مه تاسو ظلم كوئ او نه دي پر تاسو ظلم كېږي (لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ) البقرة 279
رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: څوك چي له يوه ظالم سره په دې موخه روان شي چي تقويه ئې كړي؛ په داسي حال كي چي پوهېږي ظالم دئ؛ يقيناً چي له اسلام وتلى.
د ظالم ملگرتيا د اسلام له دائرې د وتلو باعث دئ؛ كه گورې چي يوه ډله په شرك او خرافاتو كي غرق ده؛ له ملگرتيا به ئې ډډه كوې؛ شرك تر ټولو لوى ظلم دئ؛ (... إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ) شرك هم پر خپل ځان او خپل عقل لوى ظلم دئ او هم د الله تعالىٰ په حق كي ستر ظلم؛ له الله تعالىٰ سره په هغو صفاتو كي بل شريكول دي چي الله تعالىٰ ته مختص دي؛ په حكم، پرېكړو، عبادت او استعانت، خلقت او امر كي الله تعالىٰ هيڅ شريك او سيال نه لري؛ چا چي خپلي شخړي له الله تعالىٰ پرته بل ته راجع كړې هغه ئې له الله تعالىٰ سره په حكم كي شريك كړى.
كه گورئ چي يو څوك د نورو په حق كي ظلم كوي، كوم حقوق چي الله تعالىٰ او دين ئې وركړي؛ هغه تر پښو لاندي كوي؛ له داسي ظالم سره ملگرتيا د اسلام او ايمان منافي عمل دئ.
عَن أَوْسِ بْنَ شُرَحْبِيلَ ... أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : مَنْ مَشَى مَعَ ظَالِمٍ لِيُعِينَهُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ ظَالِمٌ ، فَقَدْ خَرَجَ مِنَ الإِسْلاَمِ.
په بل روايت كي داسي راغلي:
څوك چي له يوه قوم سره درومي په داسي حال كي چي د دې قوم په اړه شاهد دئ؛ خو په حقيقت كي شاهد نه وي؛ دى دروغجن شاهد دئ؛ او چا چي په يوې شخړي او خصومت كي له پوهي پرته د چا مرسته وكړه؛ تر هغه به د الله په غضب اخته وي چي لاس ترې واخلي؛ له مؤمن سره جنگ د كفر مترادف عمل دئ او هغه ته ښكنځلي كول فسق دئ.
عَن أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلى الله عَلَيهِ وَسَلمَ مَنْ مَشَى مَعَ قَوْمٍ يُرَى أَنَّهُ شَاهِدٌ وَلَيْسَ بِشَاهِدٍ فَهُوَ شَاهِدُ زُورٍ، وَمَنْ أَعَانَ عَلَى خُصُومَةٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ كَانَ فِي سَخَطِ اللهِ حَتَّى يَنْزِعَ، وَقِتَالُ المُؤْمِنُ كُفْرٌ، وَسِبَابُهُ فُسُوقٌ. السنن الكبرى
او په مقابل كي ئې د مظلوم ملگرتيا داسي گڼل شوې: څوك چي د مظلوم په خوا كي درومي؛ تر هغه چي حق ئې ورته تثبيت كړي؛ الله تعالىٰ به ئې د قيامت په هغه ورځ گامونه ټينگ او استوار ولري چي گامونه ښوېېږي.
عن ابن عمر { مَنْ مَشَى مَعَ مَظلُومٍ حَتَّى يُثَبِّتَ لَهُ حَقَّهُ ثَبَّتَ اللهُ تَعَالى قَدَمَيهِ يَوْمَ تَزِلُّ الأَقدَامِ} موسوعة السنة النبويه
او د الله له دوستانو سره دښمني بيا داسي ده:
عَنْ حَسَّانَ بْنِ عَطِيَّةَ، قَالَ: مَنْ عَادَى أَوْلِيَاءَ اللهِ فَقَدْ آذَنَ اللهَ بِالْمُحَارَبَةِ، وَمَنْ حَالَتْ شَفَاعَتُهُ دُونَ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللهِ فَقَدْ حَادَّ اللهَ فِي أَمْرِهِ، وَمَنْ أَعَانَ عَلَى خُصُومَةٍ لاَ عِلْمَ لَهُ بِهَا كَانَ فِي سَخَطِ اللهِ حَتَّى يَنْزِعَ، وَمَنْ قَفَا مُؤْمِنًا بِمَا لاَ عِلْمَ لَهُ بِهِ وَقَفَهُ اللهُ فِي رَدْغَةِ الْخَبَالِ حَتَّى يَجِيءَ مِنْهَا بِالْمَخْرَجِ، وَمَنْ خَاصَمَ لِضَعِيفٍ حَتَّى يَثْبُتَ لَهُ حَقُّهُ, ثَبَّتَ اللهُ قَدَمَيْهِ يَوْمَ تَزُولُ الأَقْدَامُ، وَقَالَ اللهُ: مَا تَرَدَّدْت فِي شَيْءٍ أُرِيدُهُ، تَرْدَادِي فِي قَبْضِ نَفْسِ عَبْدِي الْمُؤْمِنِ يَكْرَهُ الْمَوْتَ وَأَكْرَهُ مُسَاءَتَهِ وَلاَ بُدَّ لَهُ مِنْهُ. مصنف ابن ابي شيبه
له حَسَّانَ بْنِ عَطِيَّةَ روايت دئ چي وايي: چا چي د الله له دوستانو سره دښمني وكړه؛ يقيناً چي د الله خلاف ئې د جنگ اعلان كړى؛ او د چا شفاعت چي د الله د يوه حد او حكم د پلي كېدو مانع شو؛ يقيناً چي له الله تعالىٰ سره ئې د هغه په حكم كي دښمني كړې؛ او چا چي په خصومت او شخړي كي په داسي حال كي مرسته وكړه چي نه پرې پوهېږي؛ تر هغه به د الله تعالىٰ په غضب اخته وي چي ترې ووځي؛ چا چي د يوه مؤمن په غياب كي داسي څه وويل چي پرې علم نه لري؛ تر هغه به د دوزخيانو په گنده څښاك كي پاته وي چي كوم مخرج ترې ومومي؛ او چا چي له يوه مظلوم دفاع وكړه؛ په دې موخه چي حق ئې ورته تثبيت كړي؛ الله به ئې د قيامت په هغه ورځ قدومونه تثبيت كړي چي قدمونه ښوېږي. او الله تعالىٰ فرمايلي: په هيڅ څه كي چي غواړم ئې؛ دومره نه متردد كېږم لكه د هغه مؤمن بنده د روح په قبضولو كي چي دى له مرگ كركه لري او زه ئې ځورول نه خوښوم؛ خو د ده لپاره حتمي ده (بله چاره نه ترې لري).
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- قَالَ: "لَا تَنَاجَشُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوانًا، الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ، التَّقْوَى هَاهُنَا -يُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ- كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دمه وعرضه وماله؛ وَحَسْبُ امْرِئٍ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ المسلم".
له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د خپلي متاع د ارزښت زياتولو لپاره غلط تبليغات مه كوئ، يو پر بل مه غصه كېږئ، يو بل ته شا مه اړوئ (مه ترې خفه كېږئ)، حسد مه سره كوئ، يو د بل پر مبايعې او پېر پلور مبايعه مه كوئ؛ داسي چي په لوړي بيعي ئې د اخيستلو هڅه وكړئ؛ په خپلو منځونو كي د وروڼو په څېر د الله تعالى بندگان اوسئ، مسلمان د مسلمان ورور دئ؛ نه ظلم پرې كوي، نه ئې يوازي پرېږدي، نه ئې سپك گڼي، بيا ئې خپلي سينې ته اشاره وكړه او وئې فرمايل: تقوىٰ دلته ده؛ (نه په ظاهري حالت او وضعيت او ادعاء كي)؛ د مسلمان هر څه پر بل مسلمان حرام كړى شوي؛ وينه ئې، عزت ئې او مال ئې؛ د يوه سړي د بدوالى لپاره دا كافي ده چي خپل مسلمان ورور تحقير كړي.
وروڼو خوېندو!
ننگرهاريان يو ځل بيا له پراخو وژنو شكايتونه كوي؛ هغه هم داسي چي مړي ئې په ډاگ پراته او سرونه ترې غوڅ شوي وي؛
دا د اسلامي نظام اساسي دنده ده چي د نظام تر سيوري لاندي د هر انسان سر، عزت او مال خوندي كړي؛ وژل خو لري پرېږده حتى په څپېړه وهل هم منتفي كړي او هيڅوك ونشي توانېدى پر بل تېرى وكړي.
يو ځل عمر رضي الله عنه خلکو ته په خپلي وينا كي وویل: ما خلک د دې لپاره نه دي گمارلي چي تاسي ووهي؛ د دې لپاره مې گمارلي چي تاسو ته ستاسو دین او ستاسي د نبي تګلاره وښیي؛ كه چا له دې پرته بل څه وکړل؛ زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما ساه ئې په واك کي ده چي حتماً به ئې قصاص كوم. عمرو بن العاص وويل: اې امیرالمؤمنینه! که والي ځيني د تأدیب په موخه ووهي؛ سره له دې به حتماً قصاص كېږي؟!
عمر رضي الله عنه وویل: په هغه الله لوړه کوم چي زما ساه ئې په واک کي ده؛ هرومرو به ئې قصاص کوم، ما رسول الله صلى الله عليه و سلم ولیدو چي ځان ئې قصاص ته وړاندي كړى. پام چي مسلمانان مه وهئ؛ په دې سره به ئې ذلیل كړئ؛ حق ئې مه غصبوئ چي کافر به ئې کړئ، ځنگلونو ته په تگ ئې مه اړباسئ چي له لاسه به ئې ورکړئ.
يعني د دوى پر ځان، عزت او حقوقو تېرى د دې باعث كېږي چي يا له اسلام متنفر شي او يا د بغاوت لار غوره كړي.
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
