ورور حکمتيار د هېواد له سياسي، قومي او جهادي مشرانو سره وکتل
سهشنبه؛ د سنبلې ۸مه:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گُلبدين حکمتيار له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له هالنډ مېشتي مُتعهد شخصيت انجينير محمد نواب عمرخېل، د زابل ولايت له جهادي قومندان ښاغلي قاضي زبير، د سياسي چارو له شنونکي ښاغلي حميدالله هوتکي، د پکتيا ولايت له مشهور جهادي قومندان او مُتعهد شخصيت ښاغلي ډاکټر محمد اسماعيل ځاځي، د غور له ولايتي أمير حاجي کمال الدین مودودي، د پغمان ولسوالۍ له مشهور جهادي شخصیت ښاغلي قومندان زاهد او همدا راز د ننگرهار او خوست ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
نوموړي په يادو ملاقاتونو کې ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل:
په مجموع کې له فعلي وضعيت راضي يو،
لوی لوی ارمانونه مو ترسره شول، إشغال ختم شو، ناټو او امريکا هم د شوروي په څېر له ماتې سره شول، دا ټول هغه څه دي چې موږ يې له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې د تحقق او لاسته راوړنې لهپاره بېشمېره قربانۍ ورکړي.
نوموړي زياته کړه:
دا هېواد د هغوی دی او وي به؛ چا چې يې د آزادۍ او خپلواکۍ لهپاره قربانۍ ورکړي، که غواړو دا هېواد آزاد، مستقل او خپلواک وساتو نو پهکار ده چې ټول اسلام او هېواد ته ژمن افراد له هر راز ګوندي، قومي، سمتي او ژبني تبعیض او تعصب پرته په يو واحد صف کې راغونډ کړو، فعلي وضعيت هم د ورته ګام اخيستو غوښتنه او ايجاب کوي او همدا مو د دين او عقيدې غوښتنه هم ده.
هغه دا هم وويل:
حزب اسلامی افغانستان په افغانستان کې د خپلې سياسي او جهادي مبارزې اوږده او اغېزمنه سابقه لري، فعلاً يې هم فعاليت او ونډه په ټولو قضاياءو کې فعاله او ځلانده ده، له حکومت سره ښې اړيکې لرو، د ستونزو پر وړاندې ګډ دريځ لرو، که څه هم په حکومت کې ونډه نهلرو، خو په ټولو مهمو قضاياءو کې د حکومت مرستې ته ژمن يو.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ هر هغه کار چې ګټه يې دښمن ته رسي، بايد ډډه ترې وشي، خپلو افرادو او عام ولس ته هم وايو او ويلي مو هم دي چې هېڅ داسې کار ونهکړي چې ګټه يې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
