مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې د چهارشنبې ورځې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
داعش خراسان ډلې ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو په هغه موټریز کاروان یې برید کړی چې له بگرام څخه د کابل ښار پر لور روان و.
هاخوا د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې دغه چاودنه په هغه کورولا موټر کې رامنځته شوې چې چاودیدونکي توکي یې انتقالول.
په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
✒: کابل کې د فرانسویانو روغتون د خپلو روغتیايي خدمتونو بیې له تر ۳۰ تر ۵۰ سلنه کمې کړې دي.
د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي روغتون یا (اېف ایم ای سي) مسوولانو د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د هېواد روان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو یې د خپلو روغتیايي خدمتونو بيې کمې کړې، او په خدمتونو کې د نړیوالو معیارونو او کیفیت په حفظ سره یې په دغو بیو کې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه کموالی راوستی دی
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو د فرانسویانو روغتون له دې اقدام هرکلی وکړ خو په ورته مهال یې غوښتنه وکړه چې واقعي اړمنو ته په وړیا توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
✒: د استخباراتو لوی ریاست وايي، چې ددې ریاست امنیتي منسوبینو د هرات ښار په څلورمه ناحیه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش درې غړي چې په یوه کور کې پټ وو؛ وژلي دي.
✒: د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته څه د پاسه دوه ميليونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې چې له دې لارې يو ميليارد او ٦٨ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په هېواد کې له وروستیو طبیعي پېښو یو میلیون کسان اغېزمن شوي دي.
د یاد وزارت چارواکو د طبیعي پېښو زیانمن شویو سره د مرستو راغونډولو په کنفرانس کې وویل چې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله (۱۵۷۰) تنه مړه شوي او ( ۵۸۴۲ ) تنه ټپیان شوي دي.
دوی وایي، د دغو طبیعي پېښو له کبله یو میلیون جریبه ځمکه چې شپږسوه زره جریبه یې کرنیزه ځمکه ده، تخریب شوې، شپاړس زره کورونه په بشبړه توګه او (۱۹۷۰۰) کورونه قسما ویجاړ شوي دي.
د دغو طبیعي پېښو له کبله ۵۱ جوماتونه شهیدان شوي، ۳۵ ښوونځي نړېدلي او ۱۲ کلینیکونه له منځه تللي دي.
د معلوماتو له مخې د دغو طبیعي پېښو په پایله کې څه باندې ۵۱ زره څاروي هم تلف شوي دي.
✒: ستره محکهٔ ا.ا آوازه هایی را رد کرد که گویا امر بازداشت خانمی بنام اله را صادر کرده است. اله محصل طب، دختری است که ادعا دارد سعید خوستی سخنگوی پیشین وزارت داخله جبراً با وی نکاح کرده و به آزار و اذیتش پرداخته است. سعید خوستی گفته نامبرده را اذیت نکرده بلکه به او طلاق داده است.
✒: منابع امنیتی در هرات میگویند که ۳عضو گروه داعش در درگیری با نیروهای استخبارات در ناحیه چهارم شهر هرات کشته شدند. به گفته یک منبع امنیتی در هرات که میخواهد نامش گرفته نشود، این۳داعشی در یک خانه جابهجا شده بودند؛ اما نیروهای امنیتی در یک درگیری، هر۳ تن آنان را از پا درآورده اند.
✒: سخنگوی امارت اسلامی در واکنش به اظهارات دادستان کل دادگاه بین المللی کیفری دربارۀ از سرگیری بررسی جرایم جنگی در افغانستان، میگوید که آنان به فیصله این دادگاه بیباور اند و این میتواند دسیسۀ علیه امارت اسلامی باشد.
ذبیح الله مجاهد میگوید که شماری از کشورها به ویژه امریکا که در بیست سال گذشته در جنگ افغانستان دخیل بودند، و متهم به مرتکب شدن جرایم جنگی استند، بررسی این دادگاه را رد کردند.
✒: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر داوود مرادیان:
د طالبانو او پاکستان اختلافات ژور او جدي نه دي.
وایي، هر یو یې چې له سور خط نه واوښت، د ملا منصور کار ورسره کوي.
✒: د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست:
یو رواني ناروغ خاص ارزګان کې په خلکو ماشینه را اړولې.
دوه طالبان یې وژلي دوه عام وګړي ژوبل دي.
وایي، دا سړی موده وړاندې طالبانو په کومه موضوع کې نیولی و له هغې راوروسته یې دوه ځل داسې کار کړی.
✒: اداره دفاع مدنی سودان با انتشار بیانیهای اعلام کرد: از ماه ژوئن تا کنون به دنبال وقوع سیلاب ناشی از بارش شدید باران در مناطق مختلف این کشور 104 نفر جان خود را از دست داده و96 تن دیگر مصدوم شدند.
در این بیانیه همچنین آمده، در ایالات مختلف سودان (18 ایالت) به 32 هزار و 792 منزل بطور کلی و به 44 هزار و 836 بطور جزئی خسارات وارد شده است.
پیشتر اداره دفاع مدنی سودان اعلام کرده بود که در پی وقوع سیل در این کشور 100 تن جان باختهاند.
سازمان ملل در اواخر ماه گذشته طی گزارشی اعلام کرد که بر اثر جاری شدن سیل در سودان از ماه ژوئن تا کنون حدود 226 هزار نفر آسیب دیدهاند.
✒: امریکا ـ سانتیاګو، بارډر فیلډ:
پولیسو د یو شمېر افغانانو په شمول ۱۰۰ قاچاقي ورغلي کډوال نیولي.
له افغانستانه برازیل او له برازیله امریکا ـ کاناډا ته قاچاقي تګ زیات شوی.
✒: د امریکا بروکنګز تحقیقاتي انسټیټیوټ:
چین د امریکا له وتلو وروسته د پانګونې په بهانه د افغانستان د درې ټریلیون ډالري لیتیم معدنونو باندې ورو ـ ورو خېټه اچوي.
✒: د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشر او د برېټانیا پخوانی خارجه وزیر میلیبنډ:
نړیوالو د افعانستان پر وړاندې خپل مسوولیت هېر کړی او د نورو د کړنو سزا ورکوي.
وایي، نه افغانانو ځانته اوسنی حکومت انتخاب کړی، نه د دوحې مذاکراتو کې افغانان ناست وو، نه خلکو په خپل لاس د ښوونځیو دروازې تړلي.
✒: د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا):
وروستیو سیلابونو افغانستان کې سل زره کسان زیانمن کړي دي.
وایي، ۲۵۰ یې وژلي او باید د سیلاب ځپلیو سره یې مرسته وشي.
✒: محکمې د مالېزیا د پخواني صدراعظم میرمن روسما رزاق منصور د ۴۱۰ میلیونه ډالره اختلاس قضیه کې مجرمه اعلان کړه.
په هغې تور و چې د سولر انرژۍ د تولید یوه لویه پروژه کې یې دا رشوت اخیستی و.
روسما د پیسو د قاچاق، د ټیکس د غلا په شمول ۱۷ نورې قضیې هم لري.
✒: د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د توافق احتمال شته دی او ښایي په راتلونکو ورځو کې دا مسئله رسنیزه شي.
✒: امریکا باید دا ومني چې افغانستان کې یې سخته ماتې خوړلې ده. په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ماتې وخوړه او امریکايي چارواکي باید دا خبره ومني.
✒: د ګالوپ یوه ټولپوښتنه ښیي، چې ۵۰ سلنه امریکایان په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو استول یوه لویه تېروتنه بولي. ددې ټولپوښتنې له مخې تر جمهوري غوښتونکو بیا ډېر دموکراتان په دې اند دي، چې د افغانستان جګړه د امریکا یوه لویه تېروتنه وه.
✒: د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د پاکستان د نفوس د زیاتوالي او په دغه هېواد کې له سبزۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په مناسبت یې د اړتیا وړ سبزۍ پر وارداتو محصول معاف کړی دی. خو افغان لوری بیا یوازې د سبزۍ په برخه کې د مالیې معاف کول د افغان سوداګرو په ګټه نه بولي.
✒: روسیې پر دې هېواد د لویدیځ له لوري د بندیزونو په ځواب کې د کاناډا پر ۵۵ نورو پوځي او سیاسي چارواکو بندیزونه ولګول.
✒: مارکس پوتزل، سرپرست دفتر هیئت معاونیت ملل متحد در افغانستان (یوناما) در افغانستان میگوید که افغانستان تنها کشوری در جهان است که دختران از رفتن به مکتبها محروم ماندهاند. وی این کار را نگران کننده میداند.
✒: د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر میخایل ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.
میخایل ګربا چوف د شوروي ځواکونو خلاف د افغانانو تر پیاوړې مبارزې وروسته د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ میاشت کې له افغانستان څخه د ټولو شوروي ځواکونو د وتلو امر ورکړ او په دې هېواد کې يې خپل اشغال پای ته ورساوه.
✒: د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئیډ اسټین وايي، چې کار لا هم نه دی بشپړ شوی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید دوام ولري.
نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د لومړۍ کلیزې د پوره کېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د برید دفاع کړې او ویلي یې دي چې د ځان د دفاع لپاره افغانستان ته تللي وو.
✒: د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په مسکو کې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي رسول موسوي چې په دې لیدنه کې حضور درلود، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سیمه ایزې همکارۍ، د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو هېوادونو او روسیې رول او همداراز له ترورېزم سره مبارزه د کابلوف او کاظمي قمي د لیدنې اصلي مسایل وو.
✒: شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد در راپوری که به نشر سپرده است بدرفتاری حکومت چین در برابر مسلمانهای اویغور را نوعی جنایت بشری خوانده است. این راپور نتیجهٔ سفر طولانی میشل باشله رییس شورای حقوق بشر است که چندی قبل به سینکیانگ چین داشت. چین این راپور را مضحک و توطیهٔ غرب خوانده است.
✒: د جرمونو نړیواله محکمه غواړي، چې په افغانستان کې جنګي جرمونه وڅېړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د هالنډ په هاګ کې د نړیوالې جزایي محکمې د جنګي جرمونو څانګې څارنوالانو، د دې محکمې له قاضیانو غوښتي، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او جګړه کې د ښکېلو ټولو اړخونو د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره د دوی پر غوښتنه ژر تر ژره غور وکړي.
اسلامي امارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: د امریکا دفاع وزارت ویاند « پت رایډر» وایي، د افغانستان وضعیت له بهره څاري او په خبره یې؛ هېواد یې له افغانستان څخه متحدوایالتونو ته د متوجه هر دول ګواښ د له منځه وړلو وړتیا لري.
نوموړي پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې له افغانستان څخه د احتمالي تروریستي ګواښ په صورت کې د دې وړتیا شته چې هغه له منځه یوسي.
