No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏اسلامي امارت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مناسبت سبا چهار شنبه د سنبلې نهمه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

ا.ا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سنبلې نهمه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت عمومي رخصتي ده.

: ‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، چې د سر په بیه د بدخشان د واخان له هر متر خاورې دفاع کوي.

نوموړي په واخان ولسوالۍ کې د خلکو یوې غونډې ته ويلي، چې هېڅکله به په خاوره له هیچا سره معامله ونه کړي.

: ‏افغانستان بانک د دوشنبې په ورځ هېواد ته د ٤٠ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو د یوې کڅوړې د رارسېدو خبر ورکوي.

یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه کابل راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

: ‏د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو په سر په شخړه کې یو تن وژل شوی او ٤٠ تنه نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند وایي، چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

: ‏د کندهار ښاروالۍ په‌دې ولایت کې د هغه ۱۷ لا وارثه کسانو جسدونه په مذهبي مراسیمو کې خاورو ته وسپارل چې په سېلابونو، ټرافیکي او طبیعي پېښو کې مړه شوي وو.

د کندهار ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول زمری څرگند زیاتوي، دا جسدونه له تېرو ۸ میاشتو راهیسي په میرویس حوزوي روغتون کې ساتل شوي وو.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې وزارت په یوې خبري غونډه کې وویل، د کومو هېوادونو له چارواکو سره یې چې لېدلي، اکثریتو یې چمتوالی څرګند کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه په وینا اوس په افغانستان پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

‏نوموړی زیاتوي، له ډېری هېوادونو سره یې سوداګرۍ په ډېر عادي ډول روانه ده او غواړي له ټولو هېوادونو سره په ښه ډول سوداګرۍ وکړي او هڅه کوي چې افغانستان د شعار پر ځای په رښتیني ډول د مرکزي اسیا او سویلي اسیا تر منځ د ټرانیزیټ په مرکز بدل شي.

: ‏د خزاینو لوی رییس نصرت‌الله محمود د ماليې وزارت یوې خبري غونډې ته وویل، د کارکوونکو د معاشونو په برخه کې ستر توپیر له منځه وړل شوی او تر ډېره بریده هڅه شوې چې د بې‌ځایه لګښتونو مخه ونیول شي او تر څنګ یې د معاشونو د ورکړې په برخه کې هم تعادل ته پام شوی دی.

: ‏د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج د دې وزارت په یوې خبري غونډه کې وویل، د تېر کال له وږي میاشتنې نه د ۱۴۰۱ کال وږي پورې دې ریاست ۱۵۱ مېلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي او د سږ کال له وري نه تر اوسه پورې یې ۷۴٫۰۹۱ میلیارډه افغانۍ راټولې کړي.

‏نوموړي همداراز زیاته کړه، له نړیوالو بندیزونو او اقتصادي ستونزو سربېره دوی وتوانېدل چې د سږ مالي کال بودجه له خپلو کورنیو سرچینو تمویل کړي او په خبره یې تر ډېره بریده خپلې چارې د برښنايي حکومتوالۍ له لارې پر مخ وړي، څو خلکو ته اړینې اسانتیاوې رامنځ‌ته شي.

: ‏د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري د دې وزارت یوې خبري غونډې ته وویل، د تېر یوه کال پر مهال یې په دې وزارت کې سلګونه متخصص او په کار پوه کسان په دندو ګمارلي او زیاته یې کړه چې اوس هم څه باندې ۱۰۰۰ بستونه یې اعلان ته ورکړي دي.

: ‏د افغانستان بانک:

تېر کال راهیسې یو میلیارد، ۱۱۳ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالر نغدي نړیواله مرسته کابل ته راغلې.

: ‏ننګرهار ته د چینایي سوداګرو یو پلاوی تللی او د طالبانو والي سره یې لیدنه کې ویلي دي ژر به دغلته د افغانستان ـ چین د قیمتي ډبرو ګډ بازار جوړ کړي.

: ‏مالیې وزارت:

تېر کال مو ۱۳۵ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله کړې ده.

وایي، ۷۰ میلیارده ګمرکي مالیه او ۶۵ میلیونه نور مالیاتي او غیر مالیاتي عایدات دي.

: ‏سوداګرۍ وزارت:

چین د افغانستان په ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.

: په پاکستان کي د امریکا سفارت وایي چي حکومت یې د دې هېواد له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د امریکا د پراختیایي ادارې یا USAID له لارې دیرش میلیونه امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

: ‏د جرمني حکومت:

درې میاشتې بسونو، ټرینونو او دولتي ټرانسپورټریشن لپاره د نهو یورو ټکټ چلولو چاپېریال ته حیرانوونکې ګټه رسولې.

وایي، د ټرافیکي ګڼې ګوڼې تر څنګ ورسره د دوه میلیونه ټنه مضرو ګازاتو د تولید مخه ونیول شوه.

په دې یو ټکټ به یوه میاشت ټول جرمني کې سفر وړیا و

: ‏پاکستان:

سېلابونو مو ۳۰ میلیونه وګړي بېځایه کړي، زر کسه یې وژلي، لس میلیارده ډالر مالي تاوان یې را اړولی.

‏عراق:

د بغداد ګرین زون کې وروستیو ناقراریو له امله ۳۰ کسان مړه، اووه سوه نور ژوبل شوي.

: ‏د ټک ټاک ملیونر:

حسب الله مګمدوف روسي ـ داغستانی مسلمان او له ۲۰۲۰ کال راهیسې په ټیټ قد د ټک ټاک کومیډۍ له وجې میلیونرۍ نه رسېدلی.

د هغه ویډیوګانې ۴ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه کسانو لیدلي او دا مهال له ډېرو مشهورو کمپنیو سره د برانډینګ سفیر دی.

: ‏په عراق کې لاریون کوونکو ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې په عراق کې د شعیه مشهور مذهبي او سیاسي مشر مقتدا صدر تر استعفا وروسته د هغه پلویانو په بغداد کې پراخ لاریونونه ترسره کړي دي چې په همدې لړ کې یې ددغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ هم نیولې ده.

: ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما سرپرست مارکس پوتزيل وايي دا چې افغانستان د نړیوال سیستم یوه برخه ده، نو سرپرست حکومت باید خپلو نړیوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي.

: ‏بریتانیا ویلي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل شو. دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا ځانګړي استازي جیمز کروکي د افغانستان په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

: ‏امریکایي رسنۍ وایي چې له امریکایي وګړو یوه شوې نظرپوښتنه ښيي چې شاوخوا پنځوس سلنه امریکایان په افغانستان کې له شوو پېښو خواشیني دي او ټینګار کوي چې پر افغانستان برید یوه تېروتنه وه.

: ‏فاکس نیوز د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په مناسبت په ځانګړو خپرونو کې له پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی وایي چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بڼه او تخلیې ماموریت د امریکا په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې تاریخي فاجعه وه.

: ‏په عراق کې د شیعه ګانو د بانفوذه مذهبي مشر ''مقتدی صدر'' لخوا له سیاسته د لاس اخیستو تر اعلان وروسته د هغه زرګونه پلویانو پلازمېنه بغداد کې لاریونونه کړي او پر ولسمشرۍ ماڼۍ یې هجوم ور وړی دی.

تر اوسه په دې لاریونونو کې د ١٢ تنو د وژل کېدو او ١٩ تنو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه غونډه کړې ده.

‏په ناسته کې د امنیت شورا غړو د نظر اختلاف درلود او د افغانستان د بد حالت پړه يې یو پر بل اچوله او روسيې او چین د امریکا بندیزونه او د افغانستان د شتمنۍ غصب کول د بد اقتصادي وضعیت عوامل بللي، خو امریکا ویلي، د افغانستان د اقتصادي فاجعې لامل اسلامي امارت دی.

‏د امنیت شورا غړو د نظر له اختلاف سره سره ټولو افغانستان کې د نجونو د تعلیم او ټولشموله حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

په ناسته کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ سرپرست مارکس پوتزل ویلي، هڅه کوي، څو له چارواکو، د ښځو استازو او د ټولنې له مختلفو قشرونو سره اړیکه ولري.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکی مارټین گریفیت پرون د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

‏مارټین گریفیت ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال ۶ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخ دي او شاوخوا یو میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

‏مارټین گریفیت د افغانستان په اړه په خپل راپور‌ کې همداراز وویل چې طالبانو د خپلو ژمنو خلاف په افغان ښځو محدودیتونه وضع کړي او تر یوه کال زیات یې افغان نجونې له زده کړو محرومې کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک