No-IMG

د پیسو نړیوال صندوق لخوا پاکستان ته د ۱.۱۷ میلیارده ډالرو پور ورکول

اسد مبارز

 

د پیسو نړیوال صندوق، پاکستان ته د ۱.۱۷ میلیارده ډالرو پور تأییدي سره احتمال دی چې کلداره ارزښت پیداکړي خو دا ارزښت به د لنډ وخت لپاره وي او په څو څو دلیلونو دوامدار ارزښت نشي ساتلی.

لومړۍ دا چې یاد پور د IMF د څلورم درجې پور (EFF- Extended Fund Facility) دی چې هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې په سختو اقتصادي ستونزو کې ایسار وي او دوامدار ډول پور ته اړتیا لري؛ دا حالت پخپله د اقتصادي ټیکاو نشتون په ګوته کوي او که نور پور څوک ورنکړي نو 1.17 میلیارد څو اونیو کې خلاصیږي او بیا به د کلدارې ارزښت د پخوا په شان غورځېږي.

دویم دلیل چې کله یو هیواد د پیسو له نړیوال صندوق څخه د EFF پور اخیستلو ته زړه ښه کوي نو داسې هیواد کې هیڅ پانګوال زړه نه کوي چې پانګونه دې وکړي او هڅه کوي چې خپلې پانګه ټوله او د زیان څخه ځان خوندي کړي. کله چې پانګونه و نه شي؛ تولیدات کمېږي چې مستقیم په صادراتو اثر کوي او د هیواد جاري حساب خساره زیاتېږي چې بالاخره ډالر ته تقاصا زیاتېږي او کلداره ورسره بیرته ارزښت له لاسه ورکوي.

خلاصه دا چې د ډیر لږ وخت لپاره ممکن کلداره ارزښت ومومي چې بیا هم زما له نظره د ډالر پر وړاندې له ۲۰۰ څخه ډیر ارزښت نشي پیداکولی خو بیرته به خپل ارزښت ډیر زر وبایلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک