No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د  ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتنو له درکه یې ۱۰ میلیونه ډالر عواید تر لاسه کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې د افغانستان په فضا شاوخوا ۱۵ زره عبوري الوتنې شوې دي.

: ‏د مالیې وزارت ویاند رسنیو سره په خبرو کې د یاد وزارت په ودانۍ کې د اورلګېدنې خبرونه رد کړل او ویې ویل چې د برښنا یوه کوچنۍ شارټي رامنځ ته شوې وه.

: ‏د پکتیکا ولایت سیمه ایزو چارواکو ددې ولایت اوسېدونکو او هټي والو ته خبرداری ورکړ، چې د راکړې ورکړې پر مهال دې د کلدارو له کارولو ډډه وکړي.

‏د پکتیکا ولایت مقام وايي، چې خلکو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی څو ځانونه چمتو کړي چې په راکړه ورکړه کې یوازې افغانۍ وکاروي او د کلدارو له کارولو ډډه وکړي.

: ‏درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست د پیسو په بدل کې د جعلي پاسپورټونو د ورکړې په تور درې تنه نیولي دي.

یاد ریاست وايي، د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند شهرنو پارک کې دوه جلده پاسپورټ چې ګاونډي هېواد پاکستان کې د ۳ زره ډالرو په بدل کې جوړ شوي وو، په تړاو يې درې تنه نیولي دي.

: ‏د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۲۹ مه امریکایي بې پیلوټه الوتکې په کابل کې د عامو خلکو په یوه کور برید وکړ چې په پایله کې یې د ۷ ماشومانو په گډون ۱۰ تنه ووژل شول.

‏تر برید وروسته امریکا ومنله چې په برید کې یې یوازې عام افغانان په نښه شوي او معلومات یې ناسم وو خو دا یې هم وویل چې په برید کې مسوول کسانو ته به سزا نه ورکول کیږي.

‏په کابل کې د اگست په ۲۹مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د هغو بریدونو بیلگه وه چې هر ورځ به  د افغانستان په کلیو کې ترسره کیدل او د ماشومانو په گډون زرگونه بیگناه افغانان  پکې وژل کیدل.

: ‏د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له سرپرست او مرستیال مارکس پوتزل سره لیدلي دي.

‏امربالمعروف وزارت وایي په دې لیدنه کې شیخ خالد الحنفي د یوناما د سرپرست د ځینو پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د دوی هدف د ټولنې اصلاح، د مخدره توکو د کر او تولید مخنیوی، فساد سره مبارزه او د شرعي حکامو تطبیقول دي.

په دې لیدنه کې د مېرمنو پر حجاب هم خبرې شوې دي.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال د دې وزارت په خبري غونډه کې وویل، تېر کال د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر ۷۰ سلنه تجهیزات او تاسیسات چې مېلیونونه ډالره ارزښت یې درلود، د بهرنیو ځواکونو او "مغرضو کسانو" له لوري په بشپړ ډول له منځه وړل شوي.

: ‏د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل د هوايي ډګر لويه برخه ويجاړه شوې وه.

: ‏په ايران کې د افغانستان سفير وايي چې له تېر يوه کال راهيسې يو ميليون افغانان ايران ته تللي دي. تهران کې افغان سفير عبدالقيوم سليماني دا څرګندونې د ايران له ايسنا خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي.

: ‏د ا.ا.ا خارجه وزارت سرپرست:

تېر یو کال کې له افغانستانه یو کس هم د سیاسي فشار له امله نه دی مهاجر شوی.

: ‏رحمت الله نبیل:

پاکستاني ځواکونو افغانستان کې د ټي ټي پي ضد عملیات پیل کړي دي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه با انتشار پیامی به مناسبت 30 اوت «روز پیروزی» تاکید کرد که سال 2023 به عنوان صدمین سالگرد تاسیس جمهوری ترکیه نقطه عطفی در تاریخ مدرن کشور خواهد بود.

اردوغان در پیام تبریک خود به مناسبت روز پیروزی آورده است: 30 اوت به روشنی نشان داد که ملت ترکیه وقتی مجبور به انتخاب بین اسارت و آزادی باشد، قادر به انجام چه چیزهایی است.

وی در ادامه تاکید کرد: سال 2023 را به عنوان صدمین سالگرد تاسیس جمهوری ترکیه جشن خواهیم گرفت و این سال انشاالله میلادی خواهد بود که مژده تشکیل ترکیه بزرگ و قدرتمند را خواهیم داد.

اردوغان با بیان اینکه با پیروزی بزرگ 30 اوت سال 1922 یک بار دیگر ثابت شده که آناتولی وطن جاودانه تُرک‌ها است، برای آتاترک و همرزمان وی طی جنگ‌های استقلال ادای احترام و طلب رحمت کرد.

: مقتدی صدر، رهبر جریان صدر طی بیانیه‌ای در شبکه‌های اجتماعی اعلام کرد: امور سیاسی را کنار گذاشته و از سیاست کاملا کناره‌گیری می‌کنم. تصمیم گرفته‌ام همه دفاتر خود به‌جز آرامگاه پدرم و دفتر آثار تاریخی موزه خانواده صدر را تعطیل کنم.

صدر در بیانیه خود از آیت‌الله کاظم حائری، از مراجع تقلید شیعه که در ایران زندگی می‌کند و دیروز از مرجعیت کناره‌گیری کرد، انتقاد کرده و مدعی شد که حائری این تصمیم را با اراده خود نگرفته است.

لازم به ذکر است که در عراق موسسات سیاسی، اقتصادی و نظامی وابسته به مقتدی صدر وجود دارد.

: ‏در پی تجمع هواداران مقتدی صدر در بغداد، پایتخت عراق منع رفت‌وآمد در این شهر اعلام شد.

‏هواداران مقتدی صدر وارد کاخ ریاست جمهوری عراق در بغداد شدند.

: ‏نخست وزیر عراق پس از ورود معترضان به کاخ ریاست جمهوری در بغداد جلسات هیات دولت را تا اطلاع ثانوی به تعلیق درآورد

: ‏کابل لپاره د ایران ځانګړی استازی کاظمي قمي:

د طالبانو سرحدي پوستو کې کافي ځواکونه نه شته، ایران پوله په یوازې ځان ساتي.

وایي، وروستۍ سرحدي نښتې مو تر منځ د امریکا شرارت و.

: ‏د هند دفاع وزارت د ۷۸۰ قلمه داخلي تولیداتو لیست خپور کړ چې نور به له خارجه هند ته نه واردېږي.

وایي، د داخلي تولیداتو په کارولو سره به د هند د پوځ مټې غښتلې شي، ځکه اکثره اقلام د دوی فابریکو کې تولیدېږي.

: ‏سعودي عربستان ـ د بازانو میله:

ریاض کې په یوه شپه درې بازان په ۸۸ زره ریالو خرڅ شول.

یو په ۴۱ زره، دویم په ۲۵ زره، دریم په ۲۲ زره.

: ‏ټرمپ: د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول زه نه یم، له شرمه ډکه تېښته خو ترېنه بایډن کړې ده.

: ‏مایک پمپیو: له افغانستانه تر راوتلو وروسته امریکا کې د سپتامبر د یوولسمې په څېر بله پېښه هم کېدای شي.

: ‏د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې له ایران سره هوکړې ته نږدې شوي دي خو پر ځینو مواردو بحث ته اړتیا ده. دده په خبره په راتلونکې یوه اونۍ کې به امریکا د ایراني لوري ځواب ور ورسپاري.

: ‏پومپیو ویلي چې له افغانستان څخه په بېړه د وتلو پرېکړې سره امریکا بدنامه او کمه خوندي شوه. هغه ويلي چې له یادې پرېکړې وروسته د روسیې ولسمشر پوتین هم په ډاډ سره پر اوکراین بريد وکړ.

: ‏امريکا کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي. لومړۍ پېښه په ډيټرايټ ښار کې شوې او يوه وسله وال کس درې تنه وژلي دي.

: ‏په داسې حال کې چې د افغانستان د ا.ا چارواکي د افغانستان د ارزي شتمنيو د ازاديدو غوښتنه کوي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ويلي چې د يادې شتمنۍ ازاديدل به د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه کړي خو بشري ناورين به هوار نه کړي.

: د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ يا سينټکام پخواني مشر جنرال کېنټ مکينزي ويلي د دې احتمال شته چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا افغانستان ته ولاړ شي. رسنيو د مکنزي له قوله ويلي چې هغه تېر کال ولسمشر بايډن ته ويلي وو چې که امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي نو د افغانستان اسلامي جمهوريت به نسکور شي. سرچینې ويلي، د ا.ا د چارواکو له ژمنو سره سره ښايي افغانستان د نړيوالو ترهګرو په ځاله بدل شي او دا هغه څه دي چې د امريکا له ملي ګټو سره بشپړ تضاد لري او د مخنيوي لپاره يې ښايي امريکايي پوځيان بيا افغانستان ته واستول شي. د امريکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ا.ا چارواکو په ځلونو له خپلې خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملا یعقوب پرونیو څرګندونو ته چې ګنې بې پیلوټه امریکایي الوتکې د پاکستان له هوایي حریمه افغانستان ته ننوځي؛ په غبرګون کې ویلي چې له شواهدو پرته د افغان وزیر دا تورونه د ډېرې خواشینۍ وړ او د مسوولانه ډیپلوماتیکو اصولو سره ټکر کې دي.

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له هوايي برید وروسته یې پلټنې کړي او ورته معلومه شوې چې د پاکستان هوايي حریم د افغانستان پر ضد نه دی کارول شوی. هغه ویلي چې د یکشنبې له تورونو وروسته به بیا هم پلټنې وکړي خو په وینا یې تمه لري چې داسې څه نه وي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه) د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت په اړه غونډه ترسره کوي.

د راپورونو له مخې، د دغه سازمان سرمنشي مرستیال مارتین ګریفتیس به په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.

: ‏تاس خبري آژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا په یوکراین کې د روسیې خلاف جگړې لپاره د افغانستان د پخواني هوایي ځواک پیلوټان روزي.

‏د راپور په اساس امریکا دغه پیلوټان په کلیفورنیا ایالت کې روزي او پرې هغه قرارداد لاسلیک کوي چې له مخې به یې بیا دوی په یوکراین کې د روسیې خلاف جگړې کې برخه اخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک