No-IMG

د طالبانو د بريا او د حزب اسلامی د ناکامي خاص وجه!

پخوا به هر حزبي پوهه کيده چي دغه دغړيتوب کارت چي تا واخيست او د حزب اسلامي  اساسنامه، دحزب اسلامي مرامنامه، دحزب اسلامي امير تابه څخه مو شرعي بيعت وکړ، تاسي د قرانکريم له دې دې ايات او له دې دې حديث سره سخته اسلامي ژمنه وکړه، ستاسي دغې ژمني سره سم د حزب اسلامي ټول اجرايؤي دفتري اداري اصول پر ځان ومنل، تاسي سل سلنه د اسلامي نيوکي او مشوري حق لرئ مګر تاسي خپله مشوره او نيوکه له مشروع لاري د رهبري شورا له لياري مطرح کولى شى د شکاياتو کميسيون ته رجوع کولى شئ که ستاسو مشوره معقوله وه حتما به رهبري غؤر ورباندي کوي که ستاسو نيوکه او مشوره له اساسي اهدافو سره ټکر وه يا ځيني محرمو شيانو سره ټکر وه نو که رهبري اړينه وبلله تاسو ته به قناعت درکړي که يي موضوع محرم او غير قابل بحث وګڼله ستا شرعي ملي مسؤلیت تر سره شو مګر نشي کولى د بيعت د اصولو خلاف کار وکړي

نن د طالب د بريا راز فقط او فقط همدغه د حزب اسلامي پخواني د امير د اطاعت اصول دي، مګر فيسبوک کي ځيني حزبيان وينم نه پوهېږم حزبيان دي يا دستوريان يا د حزب د اطلاعاتو نظر ټولولو يا دوست دښمن معلومؤلو شبکه هر څه چې دي ددوئ تنقيدات پخپل امير او خپل حزب دا جؤتؤي چي دوئ يا خو د حزب اصول سهي نه پيزني يا له غربي سياسي اخلاقو او غربي ډمپرستي اصولو اغېزمن شؤي دي او د بريا تعريف د حزب اسلامي له اډاني ورڅخه ورک شوى دى، د ژوند ستر ارمان لويه ارزو لومړني تعهدات چي زما شعار، زما ستر رهبر، زما سياست، زما ارزو، زما سنګر، زما بيعت دا خبري دغربي پوچو سياليو له مخي حيري کړي دي

فقط همدا وجه د حزب اسلامي د مسلسل ناکاميو وجه کيږي

که په پوهنيز تدبيري او کادري لحاظ وکتل شي نو کيداى شي په ټولو نږدي اسلامي هيوادنو کي د حزب اسلامي غوندي د کادرونو خزانه حزب بل نه وي

که حزبيان غواړي بيا تر هر چا په هر څه کي بريالي وي نو بيرته دي خپل اساسي اصول درک او سخت ورته ژمن شي خپل شکايات او نيوکي دې له مشروع لياري مرکزي شورا او رهبري شورا ته وکړي دلته په سر چوک د امير په کړنو نقدونه اعتراضات نيوکي مشوري ستاسو حزبيتوب له غربي توب سره په کتار کي درؤي

دا اسلامي اصول نه دي

يو وايي که زه حکمتيار واى داسي مي کؤل، بل وايي داسي مي کؤل

شرميږئ نه

تاسي طالبان په دې تورنؤئ چي د خلافت نظم بنسټپالني اطاعت شريعت اصول نه مراعات کوئ

حال دا چې طالبان د خپل امير يا رهبري شورا هر امر نه يوازي کلک مني بلکه سخته دفاع ورڅخه کؤي او قطعا په هيڅ صورت عين لکه د حزب اسلامي د بيعت اصولو سره سم سر چوک هر يوه خوله نه وي خلاصه کړي بلکه په زرهاؤ کي يو طالب هم دخپلي رهبري توهين نه کوي

همدغه يي دبريا اصلي راز دى

او د حزب اسلامي د ناکامي راز همدغه سر چوک حزبي صاحبان دي يا خو اعتراف وکړئ حزبيان نه ياست اوس تاسي هم غربيزو ليډر شيپ غواړئ يا که حزبيان ياست لږ تر لږه له طالبانو شرم وکړئ

دا ځيني حزبيان فقط لکه چي ديته ناست وي چې حکمتيار کوم سياسي امتياز واخلي نو دوى چوکۍ تر لاسه کړي يا دېته چي له طالبه د حزب په نوم ځان وساتي خو کارونه د حزب له اصولو سره ضد کوي، يا ديته انتظار وي چي صبر د نړۍ والي بنسټپالني 27 ميليارد ډالر بسپنه حزب ته صبا بله ورځ ور اذاديږي چي دوئ جيبونه ډک کړي، يا کيداى شي ځيني لکه له غني څخه چي 270 ميليون افغاني واخيستي چي حزب به تجزيه کؤي يا به يي د ارګ غلامي ته راضي کؤي يا به يي له طالب سره عملا په جنګ اچؤې

په دې دريو سرو اهدافو کي خو ناکام شؤل اوس بيا د حزب پوښ پر ځان کشؤلو هڅه کؤي

دا دوئ له کړنو داسي ښکاري

د بيعت شرعي مانا زده کړئ که رښتیا حزبيان ياست

اوکه غربيان شؤي ياست نو نور دحزب نوم مه بدوئ

که داسي نه وې نو ولي حيروئ چي حزب د هر څه لپاره خپله قاعده خپل چوکاټ خپل مقياس خپل تعريف لري،

تاسي شرميږئ نه چي دومره ژر به شرق غرب اغېزمن ياست ،سل زر پوچ کتابونه مطالعه کولى شئ او يو ځل د حزب اساسي اصولنامه او اهداف نشئ مطالعه کولى تر څو ستاسو د ټولو پوښتنو د تل لپاره ځواب در کړي?

ولي جرګي ته نه دى تللى?

ولي له حکومت سره همکاري نه کوي?

ولي فلان نه کؤي ولي ډينګه نه کؤي?

انسان فکر ورته يوسي چي 18 کاله دا حکمتيار نه وه غرونو کي وه تاسي خپل سري حزبونه هم خلاص کړل دفاتر هم مګر ارزښت مو د ورستو ټيپرو وه، لويه توره مو دا وه چې د حزب نوم مو تور داغ ولګاوه ابراهیمي په کندوز کي اربکيان او خيالي مليشي جوړي کړي وي او جبار شلګري په اندړو کي اربکيان راته جوړؤل

دحزب ارمانونه هغه نړۍ وال حزب يي ديته راوست چي د کرزي او غني اربکى شي

شرم حيا لږ شه شى دى، امير مو په لوږه تنده په غرونو کي له اشغال سره په جنګ او تاسي د اشغال تنخواه ګاني اخيستي او اربکي توب مو ورته کاوه، داسي مو د حزب سر نړۍ ته لؤړ کړ

دا 18 کاله کي تاسي کوم د سړي کار وکړ، مخه مو بيخي خلاصه وه، حکمتيار نه وه?

نن چي حکمتيار يو ځل بيا مړ شوى جنازه شوى خښ شوى حزب بيرته د نړۍ په کچه را پورته کړ، هره ورځ يو سفير د مشر دفتر ته ورځي د نورو ګوندونو او تاسي سفارتونو ته پښي ورتڼاکي شؤي خو مشر هيڅ سفارت ته نه ځي هره ورځ د همهغه دليدلو لپاره ستر ستر داخلي او خارجي چارواکي راځي

تاسي ددي په مانا ارزښت او بريا پوهيږى? لياقت يي لرئ? او که د بي شرمو لنډغرو او غربيانو غوندي واياست چي سړيه پيسي او چوکۍ د سفارتونه راکړي زر واري به موږ ورشو، نو بيا د حزب مقدس نوم له ځانه ليري کړئ، پر ځان دغني د ګنډل خان، د جمعت د پروت کولي د امرالله د روند سبز ليبل او د استاد سياف ليبل تاسي ته مناسب دى، دحزب دا دروند تاريخ دروند وقار درنه پاليسي پر تاسو درنه ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک