مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې بې پیلوټه امریکايي الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي.
د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، چې بې پیلوټه امریکايي الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او دغلته اهداف په نښه کوي.
نوموړي پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان پر ضد امریکا ته د خپل هوايي حریم د کارلو اجازه ورنه کړي.
یعقوب زیاته کړه، د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل پر افغانستان تېری دی چې په وینا یې، دا اندېښنه یې څو ځله له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې ده.
د یادولو وړ ده چي تردې وړاندې په مکرره توګه د ح.ا.ا امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان په فضا کي د ګرځیدونکو بهرنیو ډرون الوتکو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او په حکومت یې غږ کړی وو چي د دې الوتکو په اړه د ولس سره معلومات شریک کړي چي دا الوتکې د چا دي، له کوم هېواد څخه را پورته کیږي؟ که د کوم غربي هېواد وي نو افغانستان ته نږدې کوم هېواد خپل هوایي حریم د دوی په واک کي ورکړی او ښاغلي انجینیر حکمتیار څرګنده کړې وه چي حکومت ته دې د دغو الوتکو د پروازونو مخه ونیسي.
✒: کابل نیوز: ځینې خبري سرچینې وایي چې نن د خوست په مرکز او شاوخوا سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو پروازونه په غیر معمولي توگه زیات شوي دي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مرستیالې اوګوچي ډینیلز سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې هېڅ کورنۍ له حکومت سره د مخالفت له کبله بې ځایه کېدو او کوچ کولو ته نه ده اړ ایستل شوې.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې یو شمېر ولایتونو کې ځینې کورنۍ په زوره کډه کولو ته مجبوره شوي دي.
✒: د کورنیو چارو وزارت امنیتي معیین مولوي نور جلال جلالي وايي، چې ددې وزارت اړوند د پولیسو شمېر څه کم دوه سوه زرو ته رسیږي.
✒: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون په ناسته کې مسوولانو ته سپارښتنه شوې، چې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
برادر ټینګار کړی، چې د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو هوارول د ا.ا لومړیتوب دی او دوی په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي.
✒: پنج عضو یک خانواده در ولسوالی "جانیخیل" ولایت پکتیا بر اثر فروریختن سقف خانهی شان جان باختند.
خالقیار احمدزی، رییس اطلاعات و فرهنگ پکتیا میگوید که جانباختهگان یک زن، یک کودک و سه دختر استند.
این خانه در نتیجه بارش بارانهای پسین و جاری شدن سیلاب آسیب دیده بود.
✒: عبدالله حقانی، قوماندان امنیه کنر میگوید که در نتیجه برخورد یک رنجر با ماین کنار جاده، یک نیروی امنیتی جان باخته و شش تن دیگر به شمول سه غیرنظامی زخم برداشتهاند.
این رویداد صبح امروز (یکشنبه) در شهر اسدآباد رخ داده است.
✒: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د نظام له بدلون وروسته ګاونډیو هېوادونو ته. دیو شمېر چورلکو او الوتکو د وړلو په اړه وویل، دا الوتکې د افغانانو حق دی او زیاتوي، د راستنولو هڅې یې دوام لري او له دې الوتکو او چورلکو به تېر نهشي.
✒: لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي، هر وخت چې د هېواد په پولو کې ستونزې راپېښې شوي، له تېرو حکومتونو په میراث پاتې دي او د تېرو ستونزو دوام دی. د هغه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې دا ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
لوی درستیز د دفاع وزارت په خبري غونډه کې زیاته کړه، په ځینو پولو کې چې د "مخربو کسانو" له لوري راکټونه ویشتل شوي وو، دا کسان له پېژندلو وروسته نیول شوي او په وینا یې، مخرب کسان غواړي وښيي چې اسلامي امارت په هېواد کې د امنیت د ټینګښت توانایي نهلري.
ښاغلي فطرت په پنجشېر کې د ناارامیو په اړه هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې په پنجشېر کې ټولې برخې د دوی تر ولکې لاندې دي او وضعیت ښه دی، خو د چا له لوري چې تبیلغات شوي یوازې تبلیغات دي او هېڅ لاسته راوړنه نهلري.
✒: د پروان امنیې قومندانۍ مسوولان وایي، د دې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه امنیتي کس په ګډون دوه کسان په ډزو کې وژل شوي.
د مسوولانو په خبره، دا پېښه پرون (شنبه) د بګرام ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو رواني ناروغ په کلاشینکوف پر خلکو ډزې وکړې.
✒: هرات کې د روږدو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
د روږدو درملنې مرکز مسوولین وايي، یاد مرکز کې اوسمهال کابو ۱۰۰ تنه ناروغان بستر دي.
مسوولین زیاتوي، د کمپ له جوړېدو یې درې کاله کېږي او په دې منځ کې یې د ۲ زره کسانو درملنه کړې ده.
✒: د پاکستان طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي اداره وايي، وروستیو سېلابونو ۱۰۳۳ تنه مړه کړي او ګڼ نور یې بې کوره کړي دي.
د یادې ادارې په تازه راپور کې راغلي، تر ټولو ډېر کسان د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو کې زیانمن شوي دي.
✒: در نتیجه تنشها میان گروههای مخالف سیاسی در ترابلس پایتخت لیبیا ۲۳ تن کشته شده و دهها تن دیگر زخم برداشته است.
✒: د نړیوال شهرت خاوند مفتي مینک پر ټویټر د پاکستان سیلاب ځپلیو ته دعا کړې او د خواخوږۍ تر څنګ یې ورسره د مرستې هشټګ هم کارولی.
افعانستان د هیچا په یاد نه دی.
✒: د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم:
د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه، بشري بنسټونه او نړیوال دې د پاکستان سیلاب ځپلیو ته عاجلې مرستې ورسوي.
د افغانستان په اړه یې څه نه دي ویلي.
✒: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړۍ په نړۍ کې پنځوس میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.
✒: ملګرو ملتونو ليبيا کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه تر هغې وروسته ده چې په پلازمينه ترابلس کې د مخالفو سياسي ډلو تر منځ په تاوتريخوالو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
✒: نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي. نړیوالې رسنۍ وایي چې د نړیوالې ټولنې د بېغورۍ له امله افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی نو اوس ددوی دنده ده چې په دې سختو شرایطو کې افغانان او افغانستان هېر نه کړي.
✒: د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (دوشنبه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بندو دروازو تر شا غونډه کوي.
د راپورونو له مخې، دغه غونډه د روسيې په غوښتنه ترسره کېږي، چې د افغانستان په اقتصادي او بشري وضعیت به بحث وشي.
✒: د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزف بوریل وایي چې طالبانو د خپلو ژمنو خلاف د نجونو ښوونځي تړلي او افغانې نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي.
بوریل وايي طالبانو د خپلو کړنو له امله افغانستان منزوي کړی چې د دې انزوا بیه به یوازې عام افغانان ورکړي.
✒: د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال فرانک مکینزي له «ان بي سي» سره په مرکه کې ویلي چې ده غوښتل ۲۵۰۰ سرتیري افغانستان کې وساتي خو د متحدو ایالتونو مشرتابه له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه.
نوموړي زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل بدې پایلې لرلې، نورې بدې پایلې به هم ولري او امریکا به یو ځل بیا له دې هیواده وگواښل شي.
✒: د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال فرانک مکینزي وایي طالبان پر افغانستان پوره واکمن ندي او په وینا یې دوي اوس له داعش سره په جگړه دي. مکینزي زیاتوي د طالبانو په منځ کې مخالفې ډلې شته او شمالي ټلواله په لوړه کچه د طالبانو خلاف فعالیت کوي.
مکینزي وايي دا معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به دوام وکړي او که نه، د نوموړي په وینا په افغانستان کې لا ډیر څه ناڅرگند دي: امکان لري چې ترهگرې ډلې یو ځای شي او په امریکا برید وکړي، امکان لري طالبان دغه ډلې کنټرول کړي او یا هم امکان لري قبیلوي شخړې منځته راشي.
