No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې د فساد ادعاوې په کلکه ردوي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي چې هغه کسان او کړۍ په پاسپورټ اداره پسې منفي او ناسم تبلیغات کوي چې لاسونه یې په پاسپورټ ریاست کې له فساد څخه لنډ شوي دي.

: ‏په اطریش کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت سیاسي نمایندگۍ د یو لیک په خپرولو سره د روان کال د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې د یو بین الافغاني کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی.

‏په یاد کنفرانس کې به د پخوانیو چارواکو، د پارلمان غړو او د مدني ټولنې فعالانو سربیره د مقاومت جبهې ځینې غړي هم گډون کوي.

‏پتېیل شوې گډون کوونکي پر مختلفو مسایلو په بیلابیلو پنلونو کې بحث وکړي. په گډون کوونکو کې د احمد مسعود، فضل احمد معنوي، رحمت الله نبیل، داکتر سپنتا، فوزیه کوفي، ځلاځاځۍ…نومونه تر سترگو کیږي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازي نصیر احمد فایق پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د نیویارک محکمې د سپټمبر ١١مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د ورکړې وړاندیز رد کړ.

: ‏د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان د ډبرو سکرو صادرات له سره پیل شول.

د کندز د شېرخان بندر مسوولان وایي، د افغانستان له لارې د تاجکستان د ډبرو سکرو صادرات د یو څه مودې لپاره درېدلي وو چې اوس دا بهیر بیا پیل شوی او هره ورځ د تاجکستان پر ډبرو سکرو بار ١٠٠ لارۍ پاکستان ته ځي.

: ‏د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه وایي، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې به د تروریستانو خلاف سخت عملیات پیل کړي.

‏د قمر جاوید باجوه دا څرگندونې له ټي ټي پي سره د هغو مذاکرو وروسته دي چې نتیجه یې معلومه نده او د اوربند سره سره په تیره یوه میاشت کې د TTP څو مهم غړي په مرموز ډول وژل شوي.

: د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چې لا په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته نه‌دی سپارل شوی، د ځينو برخو زيانمنېدو يې اندېښنې راپورته کړي دي.

د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی رجب خان وايي: «دا خو دومره اوبه نه‌دي، د دې تر شا دومره اوبه دي چې لنګر یې هېڅ نه‌شي درولی

بل‌خوا‌ د اوبو د برخې متخصصان د شاه و عروس بند د کیفیت په اړه اندېښنې پر ځای ګڼې، خو زیاتوي، د پلو پوسته کېدل ډېره جدي ستونزه نه‌ده.

د اوبو د منابعو د مديريت متخصص ډاکتر نجیب الله سدید وايي: «چاودې نه‌شي کولای د بند له کیفیته استازیتوب وکړي، نو د دې لپاره باید په سم ډول د بند ارزونه وشي او ولېدل شي چاودنې په بند کې شته او که نه‌؟»

د شاه و عروس بند چارې شاوخوا لس کاله وړاندې پيل شوي دي.

: ‏ریاست معارف لوگر امروز (شنبه) در خبرنامه‌یی می‌گوید که جاری شدن سیلاب‌های پسین در این ولایت، ۲۴ مکتب را در مرکز و ولسوالی‌ها زیانمند ساخته است. مولوی جنت گل عزیزی، رییس معارف لوگر می‌گوید که روند آموزش هزاران دانش‌آموز در این ولایت با سکتگی روبه‌رو شده است.

: ‏فرزاد منصوری، تکواندوکار افغانستان مقیم انگلستان، از رقابت‌های قهرمانی باشگاه‌های اروپا "جی۲" مدال طلا گرفت.

این رقابت‌ها به میزبانی استونی برگزار شده بود که آقای منصوری  توانست با غلبه بر حریفان‌ از کشورهای مصر، بلجیم، ناروی و آلمان، به مدال طلا دست یابد.

: ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌الله عمري پېښو ته د رسېدو کمېسیون په خبري غونډه کې وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو راوتلو له کبله د هېوادوالو لسګونه زره څارويو او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ته زیانونه رسېدلي دي.

: ‏د اوبو او نرژي وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور پېښو ته د رسېدو کمېسیون په خبري غونډه کې وویل، د وروستیو سېلابونو له کبله په هېواد کې ۴۴۱ ستر کانالونه، ۳۲۹ سیمه‌ییز کوچني بندونه او ۷۵۰ کاریزونه چې د کرنیزو ځمکو د خړولو لپاره جوړ شوي وو، خراب شوي دي.

: ‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پېښو ته د رسېدو کمېسیون په خبري غونډه کې د نړیوالو، اسلامي او ګاونډیو هېوادونو له وروستیو مرستو مننه وکړه، خو زیاته یې کړه چې دا مرستې بسنه نه‌کوي، ځکه په وینا یې په افغانستان کې "بشري ناورین" رامنځ‌ته شوی.

‏هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې په‌دې وضعیت کې له دوی سره د هوايي ایمبولانس په برخه کې مرسته وکړي او تر څنګ یې په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د ژغورنې لپاره د ژغورنې ډلې راواستوي.

: ‏پېښو ته د رسېدو کمېسیون رییس مولوي شرف الدین مسلم د دې کمېسیون په خبري غونډه کې وویل، د هېواد په ډېری برخو کې سېلابونو استنادي دېوالونه وړي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او دوی اوس‌ د سېلابونو د مخنیوي لپاره بېلابېلو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

‏ښاغلي مسلم زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د سېلابونو له کبله ۵۲۱ مړه او ۷۲۶ ټپیان شوي، ۲۰۸۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي او له ۶۰۰۰ جریبو څخه زیاته کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.

: ‏یوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره ټنه توکي لېږدول شوي. د وسپنې پټلۍ اداره وایي چې دغه توکي د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ وسپنې پټلیو له لارې لېږدول شوي دي. ددې ټوکو له ډلې ۴ زره او ۴۶ ټنه توکي صادر شوي او پاتې نور واردات دي. صادراتو کې ممیز او نور ډول ډول وچې مېوې شاملې دي.

: ‏د سوداګرۍ وزارت:

روسانو سره هوکړې ته رسېدلي یوو چې دوی به افغانستان باندې تېل پلوري.

: ‏ایران ـ تهران: اخوندي رژیم له څلویښت کالو وروسته ښځو ته اجازه ورکړه، چې د لوبو نندارې ته په لوبغالو کې کېني.

:‏د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی. نوموړي ویلي، واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو ډلو فشار وساتي.

: ‏د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې له پاکستان څخه هغه هیواد ته د ۳۲۴ نورو افغان کډوالو د  لېږد خبر ورکړی دی. دغې ادارې ویلي یاد افغانان چې د څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې مېشت و، په یو ځانګړي پرواز کې کاناډا ته لېږدول شوي دي.

: ‏امریکا د افغانستان او عراق په جګړو کې پنځه سووه زره کسان وژلي دي. د امریکا براون پوهنتون په یوه تازه څېړنه کې ویلي چې امریکا په شاوخوا ۷۶ هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ترنامه لاندې نظامي عملیات ترسره کړي دي خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په افغانستان او عراق کې اړولې ده.

: ‏بایډن د افغانستان په اړه متفاوته تګلاره غوره کړې ده. د افغانستان د مسایلو څارونکی سټېو کول چې د افغانستان په اړه یې ګڼې مقالې او کتابونه لیکلي، وايي بایډن د افغانستان په اړه داسې تګلاره لري چې له نظامي حضور پرته خپلې موخې ترلاسه کولی شي.

د کول په خبره بایډن غواړي چې د سرتېرو له تلفاتو پرته له افغانستان سره سیاسي اړیکې ولري او وکړی شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

هغه زیاتوي چې په دې سره به امریکا ته د سرتېرو او پوځیانو تاوان نه رسېږي خو د امریکايي وګړو امنیت به خوندي وي او په دې تګلاره کې ښایي عام افغانان هم زیانمن شي.

سټېف کول وايي چې د موخو د ترلاسه کولو لپاره د بايډن یوه تګلاره د اقتصادي فشارونو دوام دی او همدا راز د سفر بندیزونه او نړۍ ته له افغانستان سره د اړیکو لرلو په سبب سترګې برګول هم هغه تګلارې دي چې بایډن یې په مرسته نه غواړي افغانستان پیاوړی وي او تر څنګ یې دوی ته خطرونه هم جوړ نه کړي.

: ‏د ایران "کېش‌ایر" هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیل کړې. له څو میاشتو وروسته، دا د ایران دویم شرکت دی چې افغانستان ته الوتنې پیلوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، د دې شرکت له الوتنو سره په بازار کې سیالۍ پیلېږي چې د ټکټونو بیې به ورسره هم راښکته شي.

: ‏رینا امیری، نماینده ویژه امریکا برای زنان و حقوق بشر در افغانستان، از کشورهای اسلامی خواسته است تا برای رعایت حقوق بشر، به ویژه حقوق زنان در افغانستان صدا بلند کنند.

‏خانم امیری در گفت‌وگو با روزنامه "سعودی گزت" همچنان گفته است، از آنجایی که مسلمانان به عربستان سعودی نگاه می‌کنند، باید این کشور در این راستا پیشقدم شود.

 او اوضاع حقوق بشری را در افغانستان "غم‌انگیز" خوانده است.

: ‏د ملگرو ملتونو  د سږنۍ عمومي اسمبلې له لست څخه د افغانستان نوم حذف شو.

دا د ملگرو ملتونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان نوم د عمومي اسمبلې له لیست څخه لیرې کیږي. د ملگرو ملتونو عموي اسمبله هر کال د سپتمبر میاشت کې دایریږي او سږ کال یې ۷۷ یمه غونډه ده.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سنبلې په ٧مه د افغانستان په اړه غونډه کوي.

راپورونه وایي دا غونډه د روسیې په وړاندیز جوړیږي چې پکې به د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز په تېر کې د ناټو او امریکا د پوځي مداخلې پر نورو پایلو بحثونه او خبرې وشي.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې یوازې د ٢٠٢٢ کال له پیله د اګسټ تر ٢٦مې نېټې د کوېډ١٩ ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې ١ میلیون کسان مړه شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وبا د خپرېدو له پیله تر اوسه ددې وبا له کبله په ټوله نړۍ کې ٦.٤ میلیونه کسان مړه شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې وګړو ته د کورونا واکسین تطبیق کړي او تر دې دمه باید د هر هېواد اویا سلنه وګړي واکسین شوي وي.

: ‏پاکستاني چارواکي وایي، چې په دې هېواد کې د سېلابونو راوتلو په پایله کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او تر ۴۰ ميليونو زيات کسان اغېزمن شوي دي.

دوی زیاتوي چې له ٢ سوو زرو زیات کسان د سرپناه لپاره خوندې کېمپونو ته رسول شوي دي او حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک