No-IMG

تېرو ورځو کې د افغانانو تر منځ وحشت

راليږونکی: عبدالله ثاقب

 

 پر ټولنـیزو رسنیو درې ویډیوګانې خپرې شوې

چې یوه یې د حکومتي پوځیانو وحشت بیانوي

اودوې نورې یې د طالبانو!! د دواړومخې ته ګلالي، ګلالي مسلمانان ښکاري، چې څوک یې پرتبرونو سرونه غوڅوي اوڅوک یې پرتېره چاړه اود مرمیو په بخیو! کله چې تبرپه لاس غازي(؟) دخپل رقیب پرمخ  د تبر ګوزاروکړي ، په کوپړۍ یې بند شي، غازي(؟) یې په زوره ورکش کړي، بیایې پورته  اود رقیب پرمړه جسد  حواله کړي، ورته ولاړ یاران یې په کړس کړس  وخاندي، خوند ترې واخلي اوپرژبویې دخپلې مېـړانې(؟) څپې ورغبرګې شي:

« په خوله ، خوله یې ووهئ، غاښونه ورمات کړئ، د سرې قطعې خلک دي...!!»

توریالیو(؟) توره کړې اود رقیبانو مړي یې په پښوکې غوڅ، غوڅ پراته دي!!

بل لوري ته په ځنځيرتړلی سرباز ولاړدی، په لاسوکې یې ولچک پراته دي اوغازیان (؟) یې په وار، وار په کېبلو وهي، کله چې یوغازي(؟) پرې ستړی شي، بل یې په وهلو پیل وکړي، د سرباز کریــږې ترهسکه رسېـږي ، د خدای عظیم عرش لړزوي؛ خوغازیان پرې خپل تمرین پخوي، کافر(؟) په لاس ورغلی اوله وهلویې خوند اخلي!!

آخواته چاړه په لاس غازي (؟) دلاس تړلي سرباز پرغاړه چاړه راکش کړي او د اختـر د پسه په څېـریې حلال کړي، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر... یاران ورسره د ثواب په نیت تکبیرونه غبرګ کړي ، الله اکبر، الله اکبراو...!!

 یاد صحنې دومره بوږنوونکې دي چې د ذرې هومره  ایمانوال یې هم د کتو توان نه لري، کټ مټ لکه دبرما بودایان چې څوک یې مسلمان په تبرونو اوچړو وهي او څوک یې ژوندي په اور سوځوي!!

بدمرغي داده چې په جګړه کې ښکېل لوري پخپله د دې ډول ماجراوو عکاسي کوي اوپرفیسبوک پاڼویې خپـروي! دوی په دې نه پوهېـږي چې دا ډول ويډیوګانې خپرول که له یوې خوا افغان قوم وحشي معرفي کوي، له بلې خوا د سولې پربهیر هم منفي اغېـزلري او افغانان د اوږدې مودې لپاره پرغچ اخیسونکو افداماتو مجبوروي! ضمناً دا ډول وحشیانه اعمال پرجهاد، اسلام اومسلمان باندې نه پاکېدونکي داغونه پرېـباسي! اسلام خو دمسلمان پرمخ څـپــړه هم حرامه کړې؛ خودا ښاغلي یې د ثواب په نیت پرمخونو تبرونه اوپه غاړو چړې حواله کوې!!

« ما په ما وژني، کافرهنر دی

هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم»

کاپي

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک