No-IMG

حکمتيار: كوم مصيبت چي تاسو ته رسي؛ نو دا ستاسو د خپلو كړنو او عملونو له كبله دئ

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) الشورى: 30 صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

او كوم مصيبت چي تاسو ته رسي؛ نو دا ستاسو د خپلو كړنو او عملونو له كبله دئ او له ډېرو ئې (الله) تېرېږي.

دا مبارك آيت په ډېر صراحت او قاطعيت سره وايي چي مصيبتونه ستاسو د گناهونو په سبب راځي او دا چي دا ستاسو د گناهونو يوازي د يوې برخي سزا ده، كه الله عفو ونه كړي او له تاسو سره د فضل او عفوي پر ځاى د عدل له مخي معامله وكړي؛ نو تر دې به ئې ستر ستر مصيبتونه درباندي نازل كړي وو.

دلته يوه جدي پوښتنه راولاړېږي او هغه دا چي آيا انسان له گناه پرته هم په مصيبت اخته كېدى شي كه نه؟ هغه مصيبتونه به څنگه تعبيروو چي د الله تعالىٰ نېك بندگان ورسره مخامخ شوي؟ پر پيغمبرانو عليهم السلام هم مصيبتونه راغلي؛ دا به د دې آيت له مخي څنگه توجيه كوو؟ بې گناه ماشومان هم مصيبتونه گالي!! په دې اړه بايد لاندي خبري په پام كي ولرو:

د حوادثو، مصيبتونو او پېښو په اړه څلور نظريې وړاندي كېږي:

1.    يوه د بايبل هغه نظريه ده چي وايي: په انسان باندي چي كوم مصيبتونه راځي؛ دا د شيطان كار دئ؛ گواكي خداى شيطان ته دا اجازه وركوي چي انسان له كړاوونو او مصيبتونو سره مخامخ كړي.

2.    بله دا چي انسان د خپلو گناهونو په سبب له مصيبتونو سره مخامخ كېږي؛ هر په مصيبت اخته انسان په حقيقت كي يو گناهگار انسان دئ!! دا ځكه چي مصيبتونه يوازي يو لامل لري او هغه د انسان گناه ده او بس.

3.    درېيمه نظريه هغه ده چي وايي: ټولي پېښي تصادفي حوادث دي، كه دا ستر ستر طوفانونه دي، كه سيلابونه، كه زلزلې او وچ كالي او كه وړې وړې پېښي؛ د يوه انسان له عادي بيمارۍ نيولې تر هغو لويو لويو پېښو چي په ميلونونو خلك ترې متأثره شي؛ دا ټول طبيعي اسباب او عوامل لري؛ د خلكو له كړنو او گناهونو سره ئې هيڅ تعلق نشته، هم گناهگار نيسي او هم بې گناه، نه ئې د انسان بد عمل په راتلو كي څه ونډه لري او نه ئې ښه عملونه په مخنيوي كي.

4.    خو قرآن فرمايي چي د ښه او بد، راحت او مصيبت، نعمت او نقمت؛ پرېكړه د الله تعالىٰ له لوري كېږي، نه شيطان په دې كي څه تصرف او مداخله كولى شي او نه په زمكي او آسمان كي له الله تعالىٰ پرته بل څوك. د هري پېښي پرېكړه د الله له لوري كېږي، هره حادثه د هغه په اراده رامنځته كېږي؛ الله نه په چا ظلم كوي او نه د عدالت خلاف پرېكړه؛ له هر فرد او ټولني سره همغه څه كوي چي د عدالت له مخي ئې مستحق وي؛ نه ستر ستر حوادث تصادفي پېښي دي او نه واړه واړه مصيبتونه؛ كله د انسان بد عملونه د دې مصيبتونو د راتلو لامل وي او نېك عملونه ئې د تم كېدو باعث او كله الله تعالىٰ غواړي د مصيبتونو په ترڅ كي انسان وروزي؛ كمال ته ئې ورسوي او هغه استعدادونه په كي راويښ او ځلانده كړي چي يوازي له كړاوونو سره د مخامخ كېدو په صورت كي په انسان كي وده كوي؛ لكه هغه ماشوم چي د لومړي ځل لپاره په خپلو پښو تگ زده كوي؛ نو په وار وار لوېږي او لټېږي او په همدغو لوېدلو او لټېدلو كي د ده روزنه كېږي، ډېر څه ورښودل كېږي؛ هډوكي ئې مضبوطېږي او په لوړو ژورو كي د تلو هنر زده كوي

قرآن فرمايي:

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَمَن يُؤۡمِنۢ بِٱللَّهِ يَهۡدِ قَلۡبَهُۥۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ ١١ التغابن: 11

هيڅ مصيبت نه راځي مگر د الله په إذن سره او څوك چي پر خداى ايمان لري؛ نو زړه ئې هدايت كړي؛ او الله په هر څه ښه پوه دئ.

دا آيت هم په قاطعيت سره وايي چي هيڅ مصيبت په خپل سر او تصادفي نه راځي؛ د الله په حكم او إذن راځي؛ د ايمان خاوندان ئې په وجه او مصلحت پوهېږي؛ په دې اړه ئې الله تعالىٰ زړونه روښانه كوي او له شك او اعتراض ئې خوندي ساتي.

د قرآن گڼ شمېر آيتونه په پرېكنده ډول وايي چي هيڅكله كوم داسي مصيبت نه دررسېږي چي الله تعالىٰ له مخكي نه وي درته ليكلى؛ كه دا مرگ ژوبله وي، په جگړي كي ماته وي؛ يا كوم بل مصيبت؛ همدې لارښووني ته په پام سره به مؤمنان پر خپل رب توكل كوي؛ د مصيبتونو په اړه به هيڅكله دا شك نه كوي چي دا په خپل سر او د الله تعالىٰ له عادلانه پرېكړي پرته نازل شوي.

كله مصيبت د گناه دنيايي سزا وي؛ او انسان د خپلي گناه له كبله ورسره مخامخ كېږي او كله يوه ټولنه؛ د اكثريت د گناه له كبله؛ كله فردي بڼه لري او كله اجتماعي؛ دا اوس چي په افغانستان، اسلامي نړۍ او ټولي دنيا كي كوم سيلابونه راولاړ شوي او ډېره تباهي ئې كړې؛ د قرآن د وينا له مخي؛ د زمكي په وچه او لمده كي كوم فساد او تباهي رامنځته شوې؛ دا د انسان د غلطو تصرفاتو له كبله دي؛ د هغو گازاتو له كبله چي له ماشينونو او فابريكو فضا ته خورېږي؛ د زمكه هغه سقف سولېدلى او ځاى ځاى كي سورى شوى چي د هوا د تودخي مخه نيسي؛ كلونه وړاندي علماءو او ساينس پوهانو نړۍ والو ته ويلي وو چي كه د دې گازاتو د توليد كچه راكمه نشي نو زمكه به د انسانانو په دوزخ بدله شي؛ د قطبونو واوري به ويلي شي، د سمندرونو اوبه به دومره لوړي شي چي ډېر ساحلي ښارونه به تر اوبو لاندي شي؛ سيلابونه به زيات شي؛ ځيني سيمي به وچكاليو سره مخامخ شي او ځيني له ورانوونكو سيلابونو سره؛ دا اوس په اروپا كي داسي وچكالي راغلې چي وايي په تېرو 500 كلونو كي سارى نه لري؛ ډېرو هېوادونو په گډه وپتېيله چي د دغو گازونو د توليد كچه راټيټه كړي خو امريكا دا پرېكړه ويتو كړه؛ نن چي نړۍ له كومو گواښونو سره مخامخ ده؛ د انسان دغه ناوړه او ظالمانه تصرف ئې اساسي عامل دئ. قرآن فرمايي:

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ41  الروم 41

فساد په وچه او سمندر كي راڅرگند؛ د هغه څه له كبله چي د خلكو لاسونو كسب كړي؛ د دې لپاره چي د هغه څه خوند وروڅكو چي دوى كول؛ ښايي پند واخلي

كله مصيبت يوه الٰهي آزموينه وي او په ترڅ كي ئې انسانان روزل كېږي او لوړو لوړو درجو ته د رسېدو لپاره جوگه كېږي. لكه چي د ايوب عليه السلام په اړه قرآن فرمايي:

وَأَيُّوبَ إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَسَّنِيَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ٨٣ فَٱسۡتَجَبۡنَا لَهُۥ فَكَشَفۡنَا مَا بِهِۦ مِن ضُرّٖۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ أَهۡلَهُۥ وَمِثۡلَهُم مَّعَهُمۡ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَذِكۡرَىٰ لِلۡعَٰبِدِينَ ٨٤  الانبياء: 83-84

او ايوب چي خپل رب ته ئې (د دعاء لپاره) غږ كړ چي يقيناً ما ته كړاو رارسېدلى؛ او ته تر ټولو رحم كوونكو زيات مهربان يې، نو موږ د ده دعاء قبوله كړه او په كوم كړاو چي اخته وو؛ هغه مو ترې لري كړ؛ او ده ته مو د ده خپله كورنۍ او مثل ئې ورسره يو ځاى؛ ورپه برخه كړ؛ د خپلي پېرزويني له مخي؛ او عبادت كوونكو ته د پند او يادوني په توگه.

دلته د ايوب عليه السلام د ژغورني په قصې كي د صالح بندگانو په اړه د الله تعالىٰ د رعايت او عنايت يوه عبرتناكه بېلگه ځلېږي. ايوب عليه السلام له سخت الهي آزمېښت سره مخامخ شو، دومره چي له وفاداري او صابري مېرمني پرته؛ ټولو دوستانو او خپلوانو يوازي پرېښود او خپلي اړيكي ئې ورسره وشلولې؛ هر څه ئې په سړه سينه زغمل، مصيبتونو دومره تنگ كړ چي مجبور شو د خپل مهربان رب په وړاندي د دعاء لاسونه اوچت كړي او ووايي: زما ربه! كړاوونو محاصره كړى يم، او ته تر ټولو رحم كوونكو زيات مهربان يې!! الله تعالىٰ د ده دعاء قبوله كړه، كړاوونه ئې ترې لري كړل؛ نه يوازي مخكيني دوستان او خپلوان ئې بېرته پر شاوخوا راغونډ شول؛ بلكي الله تعالىٰ همدومره نور دوستان او خپلوان هم ورپه برخه كړل. الله تعالىٰ د خپلي پېرزويني له مخي دا احسان پرې وكړ او په همدې كي د الله تعالىٰ د ټولو مخلصو بندگانو لپاره د پند او عبرت لوى درس وړاندي كړ؛ دوى بايد ډاډه او مطمئن وي چي كه د آزموينو په وړاندي د صبر او استقامت لمن پرېنږدي، بې حوصلې نشي، د ايوب عليه السلام په څېر صبر وكړي او د مشكلاتو حل له خپل مهربان رب وغواړي؛ نو الله تعالىٰ به تر هر مهربان؛ زيات مهربان ومومي.

بايبل يو عنوان لري؛ (د ايوب د ايمان آزموينه) په نامه؛ يوه مهمه اعتقادي مسئله؛ د پنځو څېرو د ويناوو په ترڅ كي څېړي؛ دا بحث په ټول بايبل كي ځانگړى او استثنائي حيثيت لري، د بحث موضوع او د څېړني څرنگوالي؛ دې عنوان ته د بايبل په ټولو نورو برخو غوره والى وركړى؛ د بحث موضوع ئې دا ده چي انسان ولي له كړاوونو او مصيبتونو سره مخامخ كېږي؛ څوك او څه ئې مخامخ كوي؟ او د مصيبتونو په وړاندي د چا غبرگون مثبت او صحيح دئ او د چا ناسم او غلط؟ څوك د صبر او قناعت لار غوره كوي او څوك د شكايت او اعتراض لار؟ د پنځو كسانو په ويناوو كي ئې دې ته پنځه ځوابونه وركړي؛ خو متأسفانه په دې نه دئ توانېدلى چي د دې موضوع حق په سمه توگه اداء كړي او اړوند پوښتنو ته واضح او معقول ځواب ووايي؛ كه څوك غواړي په تفصيل ئې ځان پوه كړي نو بايبل د قرآن په رڼا كي كتاب ته دي مراجعه وكړي؛ هلته به تاسو وگورئ چي بايبل؛ بېل بېل نظريات سره خلط كړي، له بحث ئې لوستونكى دا نتيجه نه شي ترلاسه كولى چي كومه وينا او نظريه سمه ده او كومه ناسمه؟ او پر الله تعالىٰ د ايمان او باور تقاضا څه ده؟ ...

په اختصار سره بايد ووايم: بايبل ليكلي: يوه ورځ چي فرشتې د خداى په وړاندي حاضري شوې وې؛ شيطان هم ورسره وو؛ خداى ترې وپوښتل: چېري وې؟ شيطان ورته وويل: د زمكي چارچاپېر وگرځېدم؛ خداى وويل: آيا زما بنده ايوب دي وليد؟ د زمكي پر سر د ده په څېر انسان نشته، نېك، له خداى وېرېدونكى او له گناه ځان ساتونكى؛ شيطان وويل: كه له خدايه وېري؛ ده ته گټه نه رسولى نو دا كار ئې نه كاوو!! هرڅه دي وركړي... شتمني ئې ترې واخله بيا وگوره چي په څرگنده به له تا انكار كوي!! خداى شيطان ته وويل: لاړ شه؛ د شتمنيو په اړه ئې چي څه غواړې هغه وكړه؛ خو ده ته تاوان مه رسوه؛ شيطان ووت... يوه ورځ چي د ايوب زامن د ده د مشر زوى په كور كي مېلمانه وو؛ يو كس ايوب ته راغى او وئې ويل: سابيانو ناڅاپي بريد وكړ، كارگران ئې ووژل او ستا څاروي ئې له ځان سره يوړل؛ يوازي زه ژوندى پاته شوم، ورپسې بل قاصد راغى او وئې ويل: له آسمانه اور راپرېوت، ټول شپانه او رمې ئې وسوزول، يوازي زه ژوندى پاته شوم؛ همداسي بل او بل راغلى او دې ته ورته خبر ئې راوړى؛ په پاى كي بل راغى او وئې ويل: ستا ټول زامن او لوڼي د مشر زوى په كور كي مېلمانه وو؛ ناڅاپي تونده سيلۍ راغله او كور ئې وران كړ؛ ټول تر چتونو لاندي شول، يوازي زه ترې ژوندى پاته شوم ... په دې وخت كي ايوب پاڅېد؛ له ډېره ويره ئې خپلي جامې څيري كړې، د سر وېښتان ئې وخرېيل او د خداى په وړاندي په خاورو كي پرېوت او وئې ويل: د مور له رحمه لوڅ دنيا ته راغلم او لوڅ به ځم؛ خداى راكړي وو او خداى واخيستل؛ د خداى نوم دي مبارك وي!! له دې ټولو سره سره ايوب نه گناه وكړه او نه ئې خداى ته نامناسبه خبره وكړه!!

بيا شيطان له ملائكو سره يو ځاى؛ د خداى په حضور كي وو او د ايوب په اړه ئې همغه مخكنۍ خبري وكړې او دا ځل خداى ورته وويل: ځه د ده د بدن په اړه چي څه غواړې ورسره وئې كړه؛ خو وژنه ئې مه!! نو شيطان د خداى له حضوره ووت او ايوب ئې په دردوونكو دانو اخته كړ؛ ايوب په ايرو كي كښېناست او يو كودړى ئې راواخيست او ځان ئې پرې گراوو، مېرمني ئې ورته وويل: آيا سره له دې چي خداى دا ټول مصيبتونه درباندي راوستل بيا هم ورته وفادار يې؟! په خداى لعنت ووايه او ومره!! ايوب ورته وويل: ته د يوې بې عقلي ښځي په څېر خبري كوې؛ آيا يوازي ښه شيان به له خداى موږ ته رسېږي او بد نه؟!! د دغو ټولو مصيبتونو سره سره ايوب د خداى په اړه بده خبره ونه كړه. خو وروسته د ايوب په اړه ليكي: ايوب په شكايت كولو پيل وكړ؛ وئې ويل: په هغي ورځي هم لعنت چي زه په كي دنيا ته راغلم او په هغي شپې هم چي زه د مور په رحم كي پيدا شوم، كاش دا ورځ د تل لپاره هېره شي، د خداى له ياده هم ووځي!! ... محوه شي او نور نو د مياشتي په ورځو كي حساب نه شي!! ... كاش مړ پيدا شوى وى...ځكه د مرگ په دنيا كي انسان آرامه وي او د شريرو خلكو له ځورونو خوندي؛ غني او فقير يو شاني وي، غلام د ارباب له لاسه آزاد وي، ... ولي بايد پر هغو خلكو د ژوند رڼا ولگېږي چي په بدبختۍ كي ژوند كوي؟ ولي هغو خلكو ته مرگ نه راځي چي د مرگ په انتظار كي دي؟ ... بايبل دلته ايوب عليه السلام داسي ښيي لكه چي له خپل پيدايښت بې زار دئ، مرگ تر ژوند غوره گڼي او تمنى ئې كوي، د هغو خلكو په پېدا كولو اعتراض لري چي بدمرغيو كي ژوند كوي!! معلومه ده چي دا خبري نه له يوه پيغمبر سره ښايي او نه له يوه صابر بنده سره؛ دا يوازي د يوه شاكي او بې صبره بنده خبري كېدى شي.

قرآن؛ د بايبل د وينا خلاف؛ شيطان داسي معرفي كوي چي الله تعالىٰ رټلى، لعنت ئې پرې ويلى او آسمان ته د ختلو لار ئې پرې تړلې. همدا راز قرآن فرمايي چي په آسمان او زمكي كي الله تعالىٰ داسي څوك نه دئ پيدا كړى چي د گټي او تاوان رسولو واك ئې هغه ته سپارلى وي؛ شيطان خو پرېږده مقربو فرشتو او پيغمبرانو عليهم السلام ته هم دا واك نه دئ وركړى شوى. په الٰهي دين كي د شرك او توحيد ترمنځ توپير په دې كي دئ چي يو ئې الله تعالىٰ ټولواك گڼي او بل ئې د الله تعالىٰ ترڅنگ نور ذوات د واك خاوندان او د الله تعالىٰ شريكان.

خو قرآن د ايوب عليه السلام په اړه فرمايي:

او ايوب درياد كړه چي كله ئې خپل رب ته داسي دعاء وكړه: ماته تكليفونه رارسېدلي او ته تر هر رحم كوونكي ډېر مهربان يې! نو د ده دعاء مو قبوله كړه او هغه كړاو مو ترې دفع كړ چي پرې اخته شوى وو؛ د ده كورنۍ مو وركړه او له مثل سره ئې، زموږ له لوري د يوې پېرزويني په توگه؛ او عابدانو ته د يوه تذكار او يادوني په توگه.

گورئ چي دلته ايوب عليه السلام د الله تعالىٰ د واقعي بندگانو لپاره د يوې بېلگي په توگه معرفي شوى؛ خپل رب ته يوازي دومره وايي: په مصيبت اخته شوى يم او ته تر هر مهربان زيات مهربان يې!! په الفاظو كي ئې شكايت خو پرېږده حتى دا هم نشته چي مصيبت رانه لري كړه؛ بلكي د دې له يادولو ئې ډډه كړې او هغه ئې د خپل مهربان رب پېرزويني ته پرېښې؛

قرآن د ايوب عليه السلام په اړه فرمايي چي هغه نېك انسان، صبرناك او الله تعالىٰ ته ډېر مخه كوونكى وو:

وروڼو خوېندو!

د مصيبتونو او د عواملو په اړه ئې دا روايت هم مخي ته راځي چي وايي:

عَنْ أَبِى مُوسَى أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ « لاَ يُصِيبُ عَبْدًا نَكْبَةٌ فَمَا فَوْقَهَا أَوْ دُونَهَا إِلاَّ بِذَنْبٍ وَمَا يَعْفُو اللَّهُ عَنْهُ أَكْثَرُ ». قَالَ وَقَرَأَ (وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ)؛ رواه الترمذي

له ابو موسىٰ رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هيڅ بنده ته كوم ستر يا ووړ مصيبت نه رسېږي مگر د كومي گناه له كبله؛ او ډېر ئې الله تعالىٰ عفو كوي او ترې تېرېږي؛ بيا ئې دغه آيت تلاوت كړ: ( وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ).

كه څه هم ځينو دا روايت د سند له پلوه ضعيف گڼلى؛ خو متن ئې د قرآن له آيت سره په بشپړه توگه مطابقت لري. متأسفانه موږ د رواياتو كتابونو كي له دې ستونزي سره مخامخ يو چي كله به داسي روايت ته صحيح ويل كېږي چي له قرآن سره په بشپړه توگه تعارض لري او كله به پورتني روايت ته ورته روايت؛ ضعيف گڼل كېږي؛ په داسي حال كي چي هغه به د قرآن له څرگند آيت سره مطابقت لري. دا ستونزه له دې راولاړه شوې چي ځينو سند ته پر متن ترجيح وركړې؛ سند ئې په لومړۍ درجې كي معتبر گڼلى او متن په دوهمي درجې كي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک