مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير گُلبدين حکمتیار حفظه الله په يوه ځانگړې کتنه کې د پخوانۍ ولسي جرګې له دوه تنو مشهورو غړيو هر يو ښاغلي نعمت الله کرياب او ښاغلي مامور احمدزي او همدا راز د حا له مشهور جهادي قومندان ښاغلي ميرويس جهاديار سره وکتل.
په دغه کتنه کې يادو شخصيتونو له قدرمن مشر سره پر يو شمېر هېوادنيو سياسي او إجتماعي قضاياءو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.
✒: پس از نزدیک به چهل سال بند نغلو از رسوبات پاک شد
مسئولان بند نغلو ولسوالی سروبی کابل میگویند که با بارندگیهای اخیر در کشور، آب کافی در این بند جمع شده است که بهمنظور تخلیه رسوبات نزدیک به چهل ساله این بند، دروازههای گِلابۀ بند نغلو، سروبی و درونته را باز کردند.
✒: د ا.ا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزيزالله دین محمد سره لیدلي دي.
حاجي دین محمد د دې لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام تر ټينګښت وروسته اوس بايد د هغه ساتنې ته پام وشي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددې وزارت سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي دکتور محمد سعيد آل عياش سره لیدلي دي.
عیاش د دې لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی به افغانستان کې خپل دفتر نور هم پراخ او ځايي کارکوونکي به جذب کړي.
نوموړي ویلي، چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زره افغان کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.
✒: ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت ویاند وايي، افغانستان په فضا کې ګرځېدونکې بې پيلوټه الوتکې په امریکا پورې تړاو لري او په دې په اړه په لوړه کچه له امریکايي لوري سره د اسلامي امارت خبرې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو د وضع کېدو په صورت کې په افغانستان کې د هرې رامنځ ته کېدونکې ستونزې مسوولیت د نړیوالې ټولنې په غاړه دی.
✒: ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو مسئله د ادعا په حد کې ده او په دې اړه د دوی څیړنې روانې دي.
✒: د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په تېره یوه مياشت کې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه شوي او ۲۵۰ تنه ټپیان دي.
نوموړی وايي، دغو سېلابونو د استوګنې ۳۱۰۹ کورونه قسما او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.
✒: په زابل ولایت کې د یوې ټرافیکې پېښې پر مهال دوه موټر سایکل چلوونکي مړه شوي او بل ټپي شوی دی. د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، دا پېښه د دې ولایت په سیوری ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه موټر سایکلونو له یو بل سره ټکر وکړ.
✒: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لېدلي. ښاغلي کرزي پر ټویټر لیکلي، د دې لېدنې پر مهال یې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د افغانستان او سیمې وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
✒: د کندهار د سپین بولدک بندر د رسنیو د دفتر مسوول رسنیو ته وایي، د ډیورنډ کرښې هاغاړې د یوه بند د ماتېدو له کبله د سپین بولدک-چمن لار بنده شوې ده.
✒: د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ملي پخلاینې په اړه د هند دفاع وزارت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت د "سیاسي مخالفانو" د راستنولو لپاره له هرې لارې کار اخلي.
ذبیحالله مجاهد د یوې غونډې پر مهال زیاته کړې، د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې و نه کارول شي.
✒: اداره هواشناسی از بارندهگیها و احتمال سرازیر شدن سیلابها در ولایتهای بدخشان، تخار، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردک، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، ارزگان، قندهار، هلمند، دایکندی، غور و زابل هشدار داده است.
بربنیاد خبرنامهٔ این نهاد این بارندهگیها همراه با رعد و برق و سیلابهای آنی و بادهای شدید خواهند بود.
در این خبرنامه آمده است که در ولایتهای هرات، فراه و نیمروز بادهای نسبتا شدید همراه با گرد وخاک پیش بینی شده است.
✒: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حقاني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دې وزارت سږ کال ۶.۸۸۱ مېلیارډ افغانۍ عاید راټول کړي چې د تېر کال پرتله ۱.۲ مېلیارډ افغانۍ ډېروالی ښيي. د هغه په وینا، تېر کال د دې وزارت عاید ۵.۶۴۹ مېلیارډ افغانۍ وو.
✒: رجب طیب اردوغان، رئيسجمهور ترکیه عصر امروز پنجشنبه با حضور در مراسم بزرگداشت نهصد و پنجاه و یکمین سالگرد نبرد ملازگرد در شهر اخلاط استان بیتلیس اظهارداشت: به عملیاتمان بر اساس اولویت امنیتی کشور و برنامهریزی خود ادامه میدهیم. ممکن است یک شب ناگهان و در هر جایی اقدام کنیم.
رئیس جمهور ترکیه خاطرنشان کرد: بار دیگر به تمام جهان اعلام میکنم مبارزه ما تا زمانی که مرزهای جنوبی کشورمان را با کریدوری به عمق 30 کیلومتری امن نکنیم، پایان نخواهد یافت.
وی ضمن با تاکید بر اینکه اخلاط دروازه حفظ ملازگرد که به دست سلطان آلپ ارسلان گشوده شد است، افزود: با احداث مجتمع ریاست جمهوری در این منطقه، از میراث اجداد که آناتولی را به وطن ملتمان تبدیل کردند، محافظت میکنیم. با تلاش بنیاد تیراندازی با کمان ترکیه از میراث نیاکان خود مراقبت میکنیم.
✒: ترکیې افغانستان ته د لسو بنسټونو ۶ مه جوپه بشري مرسته راروانه کړه.
په دې جوپه کې افت ځپلیو ته ۱۵۰۰ ټنه مرسته رالېږل کېږي.
وایي، ۱۴ جوپې پوره کوو.
✒: د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ شانګهای غړو ته:
مه پرېږدئ چې افغانستان د ترهګرو د جلب و جذب، راټولېدو او په هېوادونو د بریدونو مرکز شي.
✒: د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د شانګهای دفاع وزیرانو کنفرانس ته:
افغانستان کې مذهبي افراطي او ترهګرې ډلې په پراخېدو دي.
✒: فرانس پریس: د امریکا مالیې وزارت د ترکیې سوداګرو ته اخطار ورکړی که روسیې ته سوداګرۍ لپاره ورنږدې شوئ، کېدای شي بندیزونه درباندې ولګوو.
✒: بنګله دېش کې د انرژۍ بحران:
حکومت د ښوونځیو او دفترونو رسمي وختونه کم کړل.
د کار وخت اووه ساعته شو او ښوونځي به اوونۍ کې دوه ورځې رخصت وي.
✒: کرکټ: هانګ کانګ د اسیا جام سیالیو ته ځان ورساوه.
دوی ته الف ګروپ کې پاکستان او هند سره سیالي ور له غاړې ده.
خو افغانستان به (ب) ګروپ کې بنګله دېش او سریلنکا سره ډغره وهي.
✒: د پاکستان صدراعظم او د قطر امیر د افغانستان د بحران حل او ورسره اقتصادي همکاریو باندې هوکړه وکړه.
✒: هند د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې لومړي ځل لپاره د اوکراین طرف ونیو او د روس خلاف رایه یې ورکړه.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې لا یې هم لسګونه متحدین په افغانستان کې دي او دوی یې د ایستلو هڅه کوي. د ده په خبره امریکا په دې لټه کې ده چې وکړی شي له مصوونو لارو د ځانګړو وېزو لرونکي او یا هم د امریکا تابعیت لرونکي کسان وباسي.
✒: اوکراين کې د روسيې د توغنديز بريد له کبله ۲۲ تنه مړه او ۵۵ نور ټپيان شوي دي. اوکرايني چارواکو ويلي چې بريد د اوکراين د خپلواکۍ په ورځ د اورګاډي پر يوه تمځای شوی دی.
✒: د پاکستان آزاد خبریال طاهر خان له قوله اسلام آباد عبید الرحمن نظامي په افغانستان کې خپل شارژدافیر ټاکلی دی.
عبیدالرحمان نظامي له دې مخکې په امریکا او هند کې هم د دیپلومات په حیث کار کړی دی. نوموړی تر دې مخکې د پاکستان خارجه وزارت کې د اروپایي اتحادیې د برخې مسوول و.
✒: د هند دفاع وزیر په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
راجنات سېنګ په تاشکند کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال د یاد سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت چارواکي د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو او ملي پخلاینې ته وهڅوي.
