No-IMG

امریکا کې د ملت ژغورنې ترانې وایی

آواب کامه‌وال

 

یوه ډله یی، څلور لسيزې وروسته، له امریکا نه را روان دي، وایی د امریکا شکست او د هېواد ازادي مبارک شه، لکه دوی چې د شیگل، ناړۍ یا موسی قلعه له سنگره راغلی وي، هلته تقاعد شوي، دلته راغلي پروژې لټوي،

بلې ډلې یی، تیر شل کلن نظام چور، بدنام او نسکور کړو، د پیښورو خبره، په تېښته کامیاب شو، اوس خواله رسنیوو کې، د ملي گرایی، او وطن ژغورنې لیکچرې ورکوي، یا به دا منئ، چې امریکا شکست خوړلی او تاسو له الف تر یا، په حکومت جوړونه او مدیریت کې ناکام وئ، تر اخره ولس سره په دروغو روان وئ، نه اردو دومره شمیر کې وه، نه نور نظامي قطعات، هوا مو گزوله، امریکا لیدلئ چې نه قوت لری، نه ملي انگیزه او ملاتړ، په باد راغلي وی، په باد لاړئ، لکه زر خرید غلام یی وپلورلې، نو وه قام شرمو، مفسدینو،

سپین سترگي خو هم حد لري، له حیاء خو هسې هم گنگال وئ، زهر ولې نه خورئ؟

بله ډله یی، په رښتیا دردمند افغانان دي، چې امریکا کې ژوند کوي، د ملت له بدې ورځې دردیږي، خو د دې مفسدینو د تبلیغاتو ښکار شوي، له هغوي مې هیله دا ده، چې له دوی پوښتنه وکړي، چې تاسو له ولس او خاورې سره کومه لوبه وکړه او ولې مو وکړه؟

ایا تاسو جمع امریکا او ناټو جنگ کې مات شوئ؟ که مات شوي یی، نو دا ومنی چې مات شو،

خو ولې مات شوئ، مدیریت مو کمزوری و، که پر اردو او امنیتي ځواکو مو باور نه و، بابا خو مو تر اخرې سلگۍ د پاتې کیدو، پرړې کولې، ویل یی، زه امان الله خان نه یم، چې وتښتم، که نه امریکا درباندې سودا وکړه؟

که امریکا درباندې سودا کړي وي، نو ولې یی ملت ته نه وایی، چې اصلي ډرامه دا وه،

بیا نو ورته ولې راغلئ؟

پر خپله خاوره به مو ځان وژلي وو، خو دوی کره به نه راتلئ،

د افغاني ننگ او غیرت

په نامه مو کومه کیسه اوریدلي که نه؟

چې حیاء نه پیژني دنیا هغو وخوړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک