د احمدشاه بابا ويجاړ کور؛ د تير دولت تجارت، کمپاين او د نوي دولت بې غوري
د افغان امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لمړي سمت اړوند د سدوزو کوڅه کي په همهغه پخواني بڼه ولاړ دئ، تاريخ احمدشاهي کتاب په وينا دغه کور په ۱۷۵۴ع د بابا په امر د فني او تخصوصي کارګرانو (معمارانو) لخوا په بخارایي بڼه جوړ سوی چي ۱۴۳۸ متر مربع سايز لري چي په پخه څلورکنجه خښته، ګچو، نولوخ، ایرو او سره خاوره چي (سارو) ورته ویل کیده، او مهر به په لګول کېده؛ جوړ سوی.
دغه ۲۶۰کاله لرونکې وداني درې منزله، اته (۸)خوني، يوه زیرخانه او پر سر يو دالان لري چي په دالان کي د بابا د ناستي ځاي هم معلوم چي ورته به [شاه نشین] په نامه سره يادېده.
دالان چپه او راسته ته یو ډول دهلیزونه لري او دوهم منزل کي دواړو خواو ته ګوشکنان [غوږ نيونکي] لري چي د هر ګوشکن موظف به د بابا امر ته غوږ نیولي وو چي شاه څه امر کوي.
په یاد کور کي په ښکلی هنر زیرخانې هم جوړ سوي دي چي هره زېرخانه دوه بادکښه[ باددوانونه]لرله چي تر دوهم منزل پوري هوا رسوي، همدارنګه زیرخانه کي د ننه یو حوض هم سته چي د شاه ویالي څخه به اوبه ورته راتللې او حوض ته به تویدلې چي د دغو اوبو په واسطه سره به هوا په دوبي کي سړه کیدل.
د یادي وداني میناتوري د هکۍ په سپنو او چڼل سويو ګچو او یو ډول سریښناکه ماده سره جوړي سوي چي اوس یو ډول ځلا هم لري.
د ودانۍ پر بام د سراي وطرف ته یوه اوږده کټاره ده چي پکښي ښايسته خټيني کنجیاني په ډیر ښه هنر سره ایښي.
د تير دولت ځانګړي ډول ډاکټر غني د لومړي مشرۍ پر مهال کندهار ته په اول سفر له دې کوره يو ډول کمپايني استفاده وسوه او وويل سوه چي ياد کور دولت د احمدشاه بابا له لمسیانو څخه په لس میلیونه ډالره اخیستی او وروسته به جوړ سو او په دې منځ کي له ما د نظر غوښتلو په ځای کي ما ورته وويل چي د ميوزيم شکل بايد ورکول سي. خو خبره داسي نه وه، فقط د خبرو تر کچي ويل کېده؛ چي:
"وزيرانو شورا د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت، ماليې وزارت او سيمه یيزو ارگانونو بنسټ ته دنده وسپارله چي د ياد کور د استملاک بهير بشيړ کړي او دغه کور د افغانستان د لرغونو نښو نښانو د نوملړ برخه وگرځوي...".
خو دا تر پايه خبري وې او هيچا ددې کور پوښتنه ونه کړه او ويل کېږي چي ځيني چارواکو دا کوښښ کاوه چي دا کور غضب او خرڅ کړي، کور اوس د دولت د بېغوريو د لاسه په يوه [کڼډواله] بدل سو!!؟
له دې وروسته د کندهار د ۲۰۱۴ع کال غلو چارواکو او ولايتي مشرانو په ګډه غلا د بابا د کور په څنګ کي مسجد او احمدشاهي دورې د قاضي ملا شاه کور وران او ورباندي سوداګریز مارکیټ جوړ کړ چي چارواکو فقط مشهوره کليشي خبره وکړه چي دا کار يوه ايراني سوداګر کړی او دوی ئې څېړنه کوي!
که افغانستان څښتن لرلای اوس به دغه کور يو ستر موزيم وای، او د کندهار ښار دغه لرغونې سيمه [سدوزو کوڅه] چي د احمد شاهي واکمنۍ د چارواکو کورونه پکښې دي، تول خوندي او ګڼ سيلانيان به ئې لرلای خو اوس ئې ۳۲ميليونه لمسيان د کنډواله کېدو ننداره کوي
خو:
دا خوشحال به چي انسان وي که به نه وي
چي بهرام غوندي ترې سپی بچی پیدا سه
نور په ويډيو او البوم کي، ويډيو کامنټ کي
Destroyed house of Ahmad Shah Baba Kandahar Afghanistan
The house of Ahmad Shah Baba, the Afghan emperor, stands on Sadozo Street in Kandahar city in its old style.
According to Tarikh Ahmad Shahi, the house was built in 1754 on the orders of Baba by special workers (architects) in the form of a heater with an area of 1438 square meters.
