مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير گُلبدين حکمتيار حفظه الله پرون د سه شنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د پاکستان له سفير ښاغلي منصور احمد خان سره په افغانستان کې د نوموړي د رسمي ماموريت د پایته رسېدو په مناسبت توديعي کتنه وکړه.
په ياده کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر متوازنو سياسي او اقتصادي اړيکو گټور او تفصيلي بحثونه وکړل.
✒: اسلامي امارت د بښنې نړیوال سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د ښځينه وو او نارینه وو حقونه خوندي دي.
ا.ا وايي، د بښنې نړیوال سازمان د افغان دښمنه کړیو د ویناوو پر بنسټ راپورونه جوړوي او په دې توګه د افغان حکومت د تخریب هڅه کوي.
✒: په کابل کې د چین سفیر وايي، چې ډېر ژر به د لوګر د مس عینک کان د استخراج چارې پيل شي.
نوموړي دا خبره نن د کانونو او پټرولیم وزات سرپرست شهاب الدین دلاور سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
✒: د مالیې وزارت د پرېکړې له مخې تر دې وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادرولو اجازه نشته او یوازې به تازه مېوې او ترکاري له دې لارې پاکستان ته صادریږي.
ماليې وزارت ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې د تازه مېوو او ترکاریو موسم دی او ددې لپاره چې دا مېوې په اسانۍ سره صادرې شي، د تورخم له لارې د ډبرو سکرو صادرات بنديږي او دا صادرات به یوازې د غلام خان او خوست د ګمرک له لارې ترسره کیږي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له پخواني سفیر منصور احمد خان سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې پر روان وضعیت او پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر متمدنو اړیکو ټینګار کړی او دا يې د دواړو هېوادونو په ګټه بللې دي.
✒: د ا.ا د سیاسي کمېسیون غونډه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د هېواد پر وان وضعیت، د ستونزو پر حل او په هېواد کې د سیاسي ثبات پر لا تحکیم بحث او مشورې شوې دي.
✒: د بلخ د استخباراتو ریاست په دې ولایت کې د داعش ډلې یو غړی نیولی دی.
د استخباراتو لوی ریاست وایي چې د داعش دغه غړي غوښتل په بلخ کې تخریبي کړنې ترسره او د هیوادوالو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
✒: سخنگوی پولیس بلخ میگوید که یک فرد بر اثر انفجار مواد انفجاری که قصد انتقال آنرا داشت، زخم برداشته است. به گفته او، این رویداد در ناحیه چهارم شهر مزارشریف رخ داده است و فرد مذکور به شفاخانه انتقال یافته است.
✒: سه تن در نتیجه یک رویداد ترافیکی در فاریاب جان باختند.
مسوولان محلی در ولایت فاریاب میگویند که این رویداد بامداد امروز در پی برخورد دو موتر باربری در شاهراه میمنه_المار رخ داده است.
✒: ناصر کنعانی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران، در خصوص حمله نیروهای ارتش آمریکا به تاسیسات زیرساختی مورد استفاده شبهنظامیان وابسته به سپاه پاسداران ایران در دیرالزور سوریه گفت: «اقدام را نقض حاکمیت، استقلال و تمامیت ارضی این کشور میدانیم و آن را قویا محکوم میکنیم».
به گزارش مرکز اطلاع رسانی وزارت خارجه ایران، وی این حمله را یک اقدام «تروریستی» خواند و و هرگونه وابستگی «گروه های مبارز» را به جمهوری اسلامی ایران «تکذیب» کرد.
براساس بیانیه صبح امروز (24 اوت) حساب فارسی فرماندهی مرکزی ایالات متحده آمریکا «سنتکام» در توئیتر، «حملات هوایی نیروهای ارتش آمریکا تاسیسات زیرساختی مورد استفاده شبهنظامیان وابسته به سپاه پاسداران ایران در دیرالزور سوریه را هدف قرار داد»
✒: امریکا له اوکراین سره ۳ میلیارده ډالر نوره نظامي مرسته اعلان کړه.
✒: نومبیو نړیوال سروس د نړۍ د لسو خوندي ښارونو لیست خپور کړی چې پنځه په کې د متحده عربي اماراتو دي.
اول الفجیره، دویم ابوظهبۍ، اووم عجمان، اتم شارجه او نهم دوبۍ.
✒: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ تور له لګېدو خبر دی او غوښتنه یې کړې چې په دې تړاو دې په بې طرفه ډول پر قانون عمل وشي.
✒: هند هغه درې تنه افسران له دندو ګوښه کړي، چې دروان کال په لومړیو کې یې له دغه هېواده په تېروتنې سره د پاکستان پر خاوره د براهموس توغندی توغولی و. دا توغندی د پاکستان میا چنو ښار ته نږدې لګېدلی و، خو مرګژوبله یې ځکه نه درلوده چې سروکه یا سرګلوله یې غېر فعاله وه.
✒: کمیسیون ایالات متحده در امور آزادی مذهبی بینالمللی دربارۀ آزادیهای مذهبی در افغانستان ابراز نگرانی کرده است و گفته است که آزادیهای مذهبی در این کشور "شدیداً وخیم شده است." امارت اسلامی تاکنون در این باره چیز نگفته است.
✒: د اسلامي همکاریو سازمان په یوې اعلامیه کې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو افغانانو سره مرستې وکړي.
یاد سازمان وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتلو له کبله زرګونه خلک زیانمن شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
✒: د بښنې نړیوال سازمان په ا.ا نیوکه کړې، چې په خپله یو کلنه واکمنۍ کې يې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه منحل کړي او د افغانانو حقونه يې تر پښو لاندې کړې دي.
دغه سازمان په افغانستان کې د ا.ا د اقداماتو پر خلاف د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړی او له خلکو يې غوښتي، چې لاسلیک يې کړي.
✒: د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نړیواله ټولنه دې دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو حل لپاره لاس په کار شي.
نوموړی وايي، نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له نوي حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي، ځکه پرته له دې بشري مرستې او د افغانانو لاسنیوی ستونزمن دی.
✒: د یو شمېر روسي رسنیو د راپورونو پر اساس؛ د روسيې او تاجکستان ولسمشرانو د ټلیفون له لارې د سیمې او افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې او د دې راپورونو له مخې دواړو خواوو په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د زرګونو جنګیالیو پر حضور اندېښنه ښودلې ده.
✒: د لیبیا دفاعي ځواکونو په دې هیواد کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د لیبیا پوځ وایي امریکایي «ریپر» بې پیلوټه الوتکه یې د بنغازي ښار هوایي میدان ته نږدې په نښه کړې او له منځه وړې ده.
