ورور حکمتيار د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره توديعي کتنه وکړه
سهشنبه؛ د سنبلې ۱، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گُلبدين حکمتيار نن غرمه د خپل کار په دفتر کې د پاکستان له سفير ښاغلي منصور احمد خان سره په افغانستان کې د نوموړي د رسمي ماموريت د پایته رسېدو په مناسبت توديعي کتنه وکړه.
په ياده کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر متوازنو سياسي او اقتصادي اړيکو گټور او تفصيلي بحثونه وکړل.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
