مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار پرون دوشنبه له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د پُلچرخي زندان د أمر بالمعروف له مسئول ښاغلي عين الدين او ورسره پلاوي، د مدير هاشم خان په مشرۍ د پروان ولايت له يو شمېر قومي او جهادي متنفذينو، له سياسي څېړونکي ښاغلي توريالي همت او حاجي شېرمحمد، د کابل ولايت، موسهي ولسوالۍ له جيد ديني عالم شيخ احمد شاکر،
د غزني ولايت له مشهور ديني عالم مولوي عبدالمنان، د پروان ولايت له جهادي شخصیت ملا عبدالواحد، له ترکيهمېشتي مُتعهد او سياسي شخصيت ښاغلي حامد جویا او له سويډن مېشتي مُتعهد شخصيت ښاغلي انجينیر محمد کبیر ساحل او همداراز له مُتعهد شخصیت حاجي صاحب حجة الله خان په مشرۍ له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
په دغو کتنو پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ننني ملاقاتونه د کلام الله مجید په څو مبارکو آيتونو پيل شول، ورپسې د پُلچرخي زندان د أمر بالمعروف مسئول ښاغلي عين الدين پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل:
ستاسې «حکمتيار صاحب» د قربانيو او مبارزې له برکته په افغان ولس کې د جهاد او آزادۍ روحيه پياوړې او ژوندۍ شوه، موږ او ټول افغانان مو پهدې برخه کې د احسانونو مرهون او پوروړي يو، بلکې شاگردان مو يو، ستاسې له برکته موږ د جهاد له ښېگڼو او سعادته برخهمن شو، فعلاً که په نظام کې کومې ستونزې وي او يا شته، د حل له پاره يې ستاسې مشورو او لارښوونو ته اړتيا لرو، په ځانگړي ډول په زدهکړهايز بهير کې ستاسې لارښوونې، مشورې او لاسنېوی بيخي اړين دی.
نوموړي خپله وينا د جهاد او مبارزې پر قبوليت، شهيدانو ته د فردوس جنت او د اسلام دښمنانو ته د هلاکت پر غوښتنې پای ته ورسوله.
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلی انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله: يقيناً چې دا د الله تعالىٰ ستره پېرزوينه وه چې په يوه پېړۍ کې يې د درې سترو امپراتوريو د زوال او نسکورېدا له پاره افغانان غوره کړل، همغسې لکه موسیٰ عليه السلام او د هغه قوم يې چې د فرعون د سرکوبۍ لهپاره انتخاب کړ. الحمد لله د تشلاسو افغانانو پر مټ يې د نړۍ درې بدمستې او مغرورې امپراتورۍ «برېتانيا، شوروي، ناټو+امريکا» له ماتې سره مخ کړې.
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلی انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله: فعلاً مهم او اساسي کار دادی چې ټول اسلامپال لوري په مشترک ډول د يو مُقتدر او واقعي اسلامي نظام د جوړېدو لهپاره مټې ونغاړي او داسې يو منلی اسلامي نظام تأسیس کړي چې ټول خلک يې د آقا او بادار پر ځای خپل خادم وگڼي، هېڅڅوک پهکې د وېرې او ډار احساس ونهکړي، او هېڅڅوک يې د خدمت او شفقت له سيوري محروم نهشي.
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلی انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله: له فعلي نظام غيرمشروط حمايت کوو، په اقتدار کې ونډه نهغواړو، حمايت يې يوازې د الله تعالىٰ د رضا او د خپلې سپېڅلې داعيې له مخې کوو. د خير په کار کې يې مرسته کوو او د غلطۍ په صورت کې يې په أحسن شکل تصحيح پر ځان لازمه گڼو، همدا مو د إيمان او عقيدې غوښتنه او تقاضیٰ ده او پر ځای کولو ته يې په تمامه معنیٰ ژمن يو.
✒: د شیخ هبة الله د حکم په اساس ملا محمد حنیف حمزه د افغانستان برښنا شرکت د نوي عمومي اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
✒: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېره شپه د غزني په مرکز او ولسوالیو کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۵ نور يې ټپیان کړي دي.
د وزارت مسوولان همداراز زیاتوي، د هېواد په نورو بېلابېلو ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي، چې له امله يې خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو درانه مالي زیانونه يې ورته اړولي دي.
✒: د ا.ا کابینې یوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې د شرکتونو له لوري پر حکومت د پورونو د څیړلو په تړاو طرحه جوړه کړي او له دوی سره یې په بله غونډه کې شریکه کړي.
د یو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولان وایي، چې پخوانی حکومت یې شاوخوا ۲۷ میلیارده افغانی پوروړی و.
✒: باختر خبري آژانس وایي چې د نیمروز په چهار برجکي ولسوالۍ کې وروستیو سیلابونو ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.
✒: په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټوېټرپاټه لیکلي، چې نور یې په افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده پای ته رسېدلې ده.
هغه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره ولیدل او له هغه یې خدای پامانېي واخیسته.
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
✒: د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي ارنوټ پاولز سره لیدلي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، ددې لیدنې پر مهال حقاني؛ پاولز ته ډاډ ورکړی چې ا.ا به د بشري مرستو د کارکوونکو او مرستندویه بنسټونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
✒: د پاسپورټ لوی ریاست مرستیال شیر شاه قریشي وايي، یاد ریاست کې يې د فساد جدي مخنیوی کړی او کمېشنکاران او جعل کاران يې له دندو لرې کړي دي.
د قریشي په خبره، په تېر یوه کال کې يې ۳۵۰ کمېشنکاران او جعل کاران نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
✒: د فواید عامې وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
یاد وزارت د کابل – کندهار لويې لارې له ټولو مسافرو او د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې پر دغه مسیر له تګ راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه لا هم د احتمالي سېلابونو راوتلو خطر شتون لري.
✒: د هوا پېژندنې اداره وايي، په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
دغې ادارې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو کچه له ۱۰- ۴۰ ملي مترو پورې ښودلې او زیاته کړې ده، چې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د چټکو بادونو پېښېدو وړاندوینه هم شوې.
✒: د افغانستان برېښنا شرکت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کابل صنعتي پارک د برېښنا د کمښت د ستونزې هوارېدو په هدف يې د دغه پارک برېښنا ۱۲ ساعتونو ته پورته کړې.
یاد ریاست ویلي، دغه پرېکړه د شرکت مشرتابه پلاوي او د صنعتي پارکونو استازو په کتنه کې کړې ده.
✒: د ملگرو ملتونو امنیت شورا غړي پرون یو ځل بیا ونه توانیدل د ا.ا د چارواکو په سفر د بندیز د معافیت په اړه پریکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو په سفر د بندیز معافیت د جمعې په ورځ پای ته ورسید.
✒: کمیسیون رسیدگی به تخطیهای رسانهیی نخستین نشستاش را به رهبری ملا خیرالله خیرخواه، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ، برگزار کرد.
ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در تویترش گفته است که این کمیسیون مشکلات فراراه رسانهها را در نشستهای هفتهوار بررسی خواهد کرد.
✒: د لوګر د والي ویاند عمر منصور وايي، له هڅو وروسته د دې ولایت د مرکز او خوښۍ ولسوالۍ تر منځ لار د موټرو د تګ-راتګ لپاره پرانیستل شوه. د سیمهییزو چارواکو په خبره، د تېرې شپې د شدیدو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله دا لار چې دا ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، تړل شوې وه.
✒:د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اړوندو ادارو په ملتیا یې په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو د لړۍ په دوام په یوه اوونۍ کې ۸۹۸ سوالګر راټول کړي چې له ارزونې وروسته ۱۰۸ کسان مستحق او ۴۱۰ هغه حرفوي سوالګر بلل شوي چې له بایومټرک وروسته ترې د سوال نه کولو تضمین اخیستل شوی دی.
✒: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي خليلالرحمن حقاني په یوې خبرې غونډه کې پر مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غږ وکړ چې د مرستو د وېش پرمهال له دې وزارت او اړوندو ادارو سره همغږي وکړي، څو په ټولو ولایتونو کې مستحقو کسانو ته پر وخت او منظم ډول مرستې ورسېږي.
✒: د پاسپورټ ریاست:
تېر کال مو ۷ لکه او ۱۴ زرو نه زیات پاسپورټونه توزیع کړي او ۴ میلیارده افغانۍ عاید مو درلود.
وایي، ۲ میلیونه پاسپورټ کتابچې نورې چاپوو.
✒: د نا تائید شویو راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان د حافظ گل بهادر برخې قوماندان یاسر پرکۍ له خپلو دریو ملگرو سره په کندهار کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.
✒: د امریکا د بندیزونو له امله د ایران ۴۰ فیصده الوتکې غیر فعاله شوي او ترمیم ته اړتیا لري.
د دوی ټولې الوتکې زړې شوي او اوس له ۳۳۰ الوتکو نه یوازې ۱۷۳ یې پرواز کولی شي.
✒: امریکا: جمهوري خواهانو په بایډن پسې اسناد را ایستلي چې نوموړي خپل ۱۹ میاشتې ماموریت کې ۲۲۸ ورځې رخصت اخیستی او ۱۵۰ ورځې یې په کور وې.
دومره رخصتي، د امریکا په تاریخ کې کوم ولسمشر نه ده کړې.
اوباما دومره موده کې ۳۲ ورځې رخصت کړی و.
✒: جاپان: د افغانستان له سقوط وروسته مو ۹۸ افغان همکاران له کورنیو سره ایستلي او دایمي پناه ورکوو.
✒: د اروپایي ټولنې د هیئت مشر ارنوټ پاولز:
طالبانو راته ویلي له کابله ووځه.
وایي، تاسو کولی شئ یو ډپلوماټ وشړئ، خو افغانستان له ډپلوماټانو خالي نه شئ پرېښودلی.
✒: امريکا ويلې چې روسيه پر اوکراين د بريدونو د يوې بلې څپې د پيلولو پلان لري. امريکايي چارواکو ويلي چې روسيه به ښايي د بريدونو دا لړۍ د اګسټ په ۲۴مه یا د اوکراين د خپلواکۍ په ورځ پيل کړي او د دغه هېواد بنسټيز تاسيسات به په نښه کړي.
✒: د ټرمپ له لوري غلا شوي سندونه ښایي د امریکا ملي امنیت ته خطرونه جوړ کړي. امریکایي رسنۍ وایي په وروستیو کې چې د ټرمپ په کور کې کوم محرم اسناد موندل شوي په هغه کې خورا خوندي امنیتي اسناد هم شامل دي.
✒: په اوکراین کې د امریکا سفارت په تازه امنیتي خبرداري کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له اوکراین ووځي. په خبرداري کې راځي چې په وروستیو کې د اوکراین امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی نو له همدې امله امریکايي وګړو ته په کار ده چې له اوکراین ووځي.
✒: په پاکستان کې د پراخو ګډوډیو د رامنځته کېدو شونتیا شته ده. نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې د پاکستان وضعیت ته کتنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلي چې په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول مارټن ګرفتس له "سيجيټياېن" ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې ۱۹ مېلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۶٫۶ مېلیونه بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، یوازې بشرپاله مرستې د افغانستان کړکېچ نهشي حلولای او په وینا یې اړتیا ده چې پهدې هېواد کې اقتصاد، بانکي سېسټم او لومړنيو خدماتو ته وده ورکړل شي. نوموړي د افغان ښځو د حقونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو هم تینګار کړی دی.
