No-IMG

اسد دانش ته په ځواب کي

حقمل

 

بې دانش صیب لږ مطالعه وکړئ چي دانش مو بشپړ شي؛ چي بس لر شۍ، بر شۍ او پر حزب را برابر شئ، یو کي دونه ننګ پیدا نه شو چي د هغو خلکو نوم په خوله واخلي چا چي کابل وران کړ، بس آسانه آدرس مو پیدا کړی نرم په حزب را تاوی شي.

دونه خو نشۍ کولای چي پدې ځان خبر کړۍ چي د افشارو، خوشحال خان مېنه، کوټسنګي، کارته سه او کارته چهار د کومو ډلو ترمنځ جګړو کي لوټه لوټه شول.

کارته سه، دارالامان، چهاردهی، چهلستون، شاه شهید، کارته نو او بګرامي د چا له خوا د تلویزیون د غره له سره د ګولیو باران پرې جوړ وو.

پدې هم خبر نه یاست چي جاده میوند، چنداول، پل محمود خان د کومو ډلو ترمنځ په جګړه کي وران شول؟

حزب که ورانولی نو ده افغان، وزیر اکبر خان، شهرنو، بهارستان، پروان دو، سه ..... به وران ویجاړ وو.

که بیا هم سر نه خلاصوۍ نو مهرباني وکړۍ له ملل متحد څخه غوښتنه وکړۍ په ۲۰۰۱ کال کي چي دوی د کابل د کورنیو جګړو په اړه کوم تحقیقي راپور ترتیب کړی وو هغه د نشر ته وسپاري ترڅو ستاسو دانش پوره او د رښتیا اسد دانش درنه جوړ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک