No-IMG

د اقتصاد په نړۍ کې دا بیخي نادر کار دی!

اسد مبارز

 

د کرونا وایرس د لاک ډاون او ورپسې متصل د روسیې او یوکراین جنګ نږدې ټوله نړۍ له اقتصادي پلوه وځپله؛ هر هیواد کې د لومړنیو توکو له بیو نیولې تر آسایشي توکو تر بیو پورې لوړې شوي. تولیدات کم شول او اسعار د ډالر پر وړاندې ارزښت وبایلل.

ددې حالت کنټرول لپاره د اکثرو هیوادونو مرکزي بانکونو د سود کچه زیاته کړله تر څو له مارکیټ څخه اسعار کم کړي او د ډالر پر وړاندې یې ارزښت بیرته لوړ او بیې کنټرول شي، له امریکا نیولې تر آسیایي هیوادونو ټولو همدا طریقه عملي کړه او لا یې عملي کوي اما یوازینی هیواد چين دی چې بیخي نادر کار یې وکړ.

چین د نورو ټولو هیوادونو برعکس بیا د مرکزي بانک د یو راپور له مخې د سود کچه لس پواینټه (له ۲.۸۵ څخه ۲.۷۵) کمه کړله او مارکیټ ته یې نږدې ۴۰۰ میلیارده یان چې ۶۰ میلیارده ډالر کیږي پمپ کړل. دا نو واقعا نادر او ما لپاره بیخي بې سابقي کار دی چې چین یې ترسره کوي. په دلایلو پسې یې په لټه کې شوم او لاندې پایلې مې وموندلې:

* د جون میاشتي راپور له مخې نسبت نورو میاشتو ته د چین تولیدات د پام وړ کم شوي دي چې په اقتصادي وده مستقیم اثر کوي؛ دلیل یې د پور لوړه کچه سود دی، چین مجبور وو چې د سود کچه کمه کړي چې صنعتکاران پور واخلي تر څو تولیدات زیات او اقتصادي وده زیاته شي.

* دویم دلیل یې د کارخانو د کم تولید او ځینو د مطلق بندیدا له وجې د بیکارۍ کچه له ۱۶ سلنې ۱۹ سلنې ته زیات شوي ده؛ د همدې وجې چین مارکیټ کې پیسې پمپ کوي تر څو هر هر پور غوښتونکي او بالخصوص صنعتکار ته ورسېږي تر څو کارخانه فعاله او کارګرو ته کار پیداشي.

* د کورونو او ځمکو بیې پکې بیخي لویدلې وې؛ دا په داسې حال کې دي چې راتلونکو څو میاشتو کې د چین کمونست پارټۍ کنګره ترسره کیږي او احتمال شته چې ژي جیپنګ پکې بیاځلي ولسمشر وټاکل شي. دوی ددې له وجې هم پیسې مارکیټ کې زیاتې کړلې چې خلکو سره ډیرې شي او بیرته د کورونو او موټرو بیې لوړې شي تر څو خلک له مظاهرو او جلوسونو څخه منع شي.

ممکن ځینې ملګري پوښتنه وکړي چې دې سره به چینایي کرنسي خپل ارزښت دلاسه ورکړي؛ هو بلکل دې سره ممکن چینایي یان ارزښت وبایلي خو دا هغه څه دي چې چین یې د صادراتو د ډیریدلو پخاطر پخپله غواړي او څو څو ځلې د نړیوالو مالي ادارو له لورې د کرنسي ارزښت په لوی لاس غورځیدلو باندې تورن کړی هم دی.

د چین د مرکزي بانک د سود کچې کمیدا او پیسو پمپ کیدا سره سمدلاسه د خامو تیلو بیې ولوېدي او تمه ده د تیلو بیې لا هم وغورځېږي.

افغانستان لپاره یو فرصت دادی چې د تولیداتو ډیریدا سره چین بریښنا ته اړتیا زیاتېږي، نو همدا ښه وخت دی چې چین سره مستقیم د ذغالو تړون وکړو او د پاکستان لاسونو ته زمونږ له ذغالو ګټه ودروو.

خلاصه دا چې د چین اقتصاد په تولیداتو او صادراتو ولاړ دی؛ مونږ هم که په کور دننه او بهر پانګوال ته د پانګونې برخه کې قانوني پروسیجرز آسانه او مالیات پرې کم کړو، لرې نده چې لومړۍ خپل واردات کم او په کرار کرار له وارداتي هیواد څخه په صادراتي بدل شو. دا هر څه هغه وخت شوني دي چې هیواد لومړیتوب ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک