مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د فاریاب ولایت یو شمېر زدهکوونکي وايي، د وروستیو کلونو جګړو په پایله کې د دوی ښوونځي په کنډوالو بدل شوي. دوی له مسوولانو غوښتنه کوي چې دا ښوونځي بېرته ورغوي.
بل خوا د فارياب د پوهنې رياست هم دا ستونزه مني او وايي، د ښوونځيو بيارغونه د دوى په کاري پلانونو کې دي.
✒: سخنگوی وزارت امر به معروف و نهی از منکر:
محتسبین این وزارت در نهادهای حکومتی گماشته شده اند تا مردم را به "راه نیک" دعوت کنند و از "منکرات" جلوگیری کنند. او گفت که مکانهای تفریحی برای زنان و مردان جاهای جدا ساخته شده اند، تا زنان به راحتی به تفریحگاهها بروند.
✒: ولسوال شورابک ولایت کندهار به طلوعنیوز میگوید که روز گذشته یک بند آب در آن سوی خط دیورند شکست و آب این بند روستای بدرزوی این ولسوالی را زیر گرفت.
او گفته است که این رویداد تلفات جانی ندارد، اما به علت وجود آب زیاد، رفتن به این منطقه ناممکن است.
✒: رویټرز خبري آژانس د دریو با خبرو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا به له ا.ا سره د افغانستان بانک کنگل شویو شتمنیو د یوې برخې د ازادیدو په اړه خبرو اترو ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه هیواد له طالبانو سره د افغانستان بانک کنگل شویو شتمنیو د یوې برخې ازادیدو په اړه خبرې دروي.
✒: د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د تحصیلي برخې د بیا کتنې او پراختیا لپاره په یوه پروګرام کې وویل، په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون له اتلس کرېډیټو څخه ۲۴ کریډیټو ته لوړ شوی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني وايي: «پهدې برخه کې د لوړو زدهکړو وزارت په پیشنهاد باندې او د مشرتابه په منضورۍ باندې د اسلامي ثقافت مضمون د وړاندې په نسبت باندې غني شوی هم دی، قوي نصاب د هغې لپاره تیار شوی دی او په هفته کې درې ساعته د هغې لپاره انتخاب شوی.»
د دې وزارت مسوولان وایي، نوی ښوونیز نصاب د ملی او دیني ارزښتونو په رڼا کې طرحه شوی دی.
د تحصیلي نصاب رییس عبدالرووف فراهي زیاتوي: «د هېواد او ټولنې ملي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره، کله چې په هغه رشتې باندې کار کېږي، دا د استادانو او متخصصینو کار دی.»
✒: د هوا پېژندنې اداره وايي، په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او لنډمهاله چټکو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.
یاده اداره زیاتوي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې به مختلفو ولایتونو کې د ورښتونو له امله سېلابونه هم جاري شي.
✒: تر جوزجان وروسته په بلخ کې طبیعي اورلګېدنه رامنځ ته شوې او ۱۰ کورونه یې سوځولي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي چې ددې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ تليگک او قرچيګک کلیو کې د طبیعي اورلګېدنې له کبله د استوګنې ۱۰ کورونه سوځېدلي.
✒: د چین او افغانستان لرغونپېژندونکو په مس عینک کان کې د تاریخي او لرغونو اثارو د خونديتابه په موخه څیړنې بشپړې کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې دا څېړنې د دريو چينايي او دريو افغان لرغونپېژندونکو له لوري د يوې اونۍ په موده کې شوې دي.
✒: د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې ویلي، ټاکل شوې چې نن او سبا د هېواد په ګڼو ولایتونو کې بارانونه وشي او په ځينو برخو کې سیلابونه راووځي. له بارانونو سره جوخت د لنډمهاله چټکو بادونو وړاندیونه هم شوې ده.
✒: د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د هوایي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین منصور د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د بدخشان ولایت د زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسوالیو ته سفر کړی دی.
✒: وبگاه اوکراینسکایا پراودا طی گزارشی با استناد به اظهارات مقامات نظامی اوکراین اعلام کرد که 5 حمله بزرگ روسیه در منطقه لوهانسک خنثی شده و درگیریها در 6 منطقه دیگر ادامه دارد.
براساس این گزارش، بر اثر حملات روسیه در دونتسک 2 غیرنظامی کشته شده و 19 خانه، یک مدرسه و یک آسیاب آسیب دیده است.
یگانهای روسیه در حال پیشروی به سمت میکولائیف هستند و در بلاگودات به موفقیت جزئی دست یافتند.
ستاد کل ارتش اوکراین نیز طی بیانیهای گزارش داد که طی 24 ساعت گذشته بیش از 200 سرباز روسیه کشته شدهاند.
بنابراین، از ابتدای جنگ در مجموع 45 هزار و 400 سرباز روسیه جان خود را از دست دادند.
✒: ترکیه: بیش از 721 هزار تُن غلات از بنادر اوکراین منتقل شده است.
✒: د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداري ویلي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو زلزله ځپلو کورنیو ته د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳۰۰ کورونه جوړوي.
یاده اداره زیاتوي، چې د دغو کورونو دوه زره یې د پکتیکا په برمل او ګیان او درې سوه نور یې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې جوړوي چې تر ژمي به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پام کې ده، چې هرې ځپل شوې کورنۍ ته تر ۷۰۰ ډالرو هم ورکول شي.
✒: ښاغلي پوټزل د چين له «سي سي ټي وي» ټلوېزیون سره په مرکه کې وايي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تر خبرو وروسته، د ښځو د حقونو په تړاو یې د اسلامي امارت په کړنو کې هیله بښوونکي نښې لیدلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل وویل:«کله چې، په کابل کې مې د طالبانو له مشرانو، وزیرانو، مرستیالانو، رییس الوزرا سره خبرې وکړې او کله چې ولایتونو ته ولاړم او له والیانو او ولسوالانو سره مې خبرې کړې، تر اوسه له داسې چارواکي سره نه یم مخ شوی چې، د نجونو د زده کړو پلوی نه وي. دا د دې ښکارندويي کوي چې، ډېری خلک د نجونو د زده کړو پلويان دي.»
✒: د پاکستان صدراعظم سبا سه شنبه قطر ته په دوه ورځني سفر ځي.
له قطري چارواکو سره به د دوه اړخیزو سیاسي ـ تجارتي اړیکو او د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړي.
✒: چین ـ شي جیانګ:
چین د برقي مقناطیس پر ځای د رېډ رېل په نوم تر ټولو زورور او خالص مقناطیس باندې حرکت کوونکی هوایي ټرین لاین افتتاح کړ.
په دغه ټرین که انرژي هم بنده شي، ۸۷ مسافرو سره د مقناطیس په زور هوا کې ځان معلق ساتلی شي.
په ډېره کمه انرژۍ حرکت کوي او ۵۰ مایله پر ساعت مزل کوي.
✒: متحده عربي امارات تر اوږده ځنډ وروسته ایران ته سفیر استوي. د اماراتو د دولتي رسنیو د راپور پر بنسټ په نږدې وختونو کې به د دوی سفیر ایران ته لاړ شي څو ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو د دوام لپاره کار وکړي.
✒: د ترکیې خیریه بنسټونو او ددغه هېواد د سرې میاشتې کمېټې ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. سرچینه وایي چې ترکیه په پام کې لري په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په زلزله ځپلو او سیل ځپلو سیمو کې له خلکو سره له کوم تبعیض پرته بشردوستانه مرستې وکړي.
✒: امریکايي پوځیان وايي افغانستان کې د ملکیانو پر وژلو پښېمانه دي. د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو کنټرولر برنډن چې په افغانستان کې یې ګڼ عملیات ترسره کړي وايي، په افغانستان کې د سترو ناخوالو او جنایتونو برخه وال و.
✒: د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې یوه پخواني تحلیلوونکي د افغان کډوالو پر وړاندې د امریکا او نړیوالې ټولنې تګلاره غندلې ده. نومړوي انسایډر نشریې ته ویلي چې افغان کډوالو ته د امریکا او نړۍ بې پامي د جدي اندېښنې وړ ده.
✒: د پاکستان حکومت په دې هیواد کې یوټیوب بند کړی او پاکستاني تلویزیونونو ته یې هم خبرداری ورکړی چې د دې هیواد پخواني صدراعظم عمران خان ویناوې نشر نکړي.
د راپورونو له مخې د پاکستان کورنیو چارو وزارت هم اوس د عمران خان او د هغه د نږدې کسانو د نیولو امر کړی دی.
دې سره هممهاله پاکستاني پولیس او د عمران خان پلویان «بني گالا» ته چیرې چې د عمران خان کور دی رسیدلي دي.
پوليسو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د عمران د خان د نيولو امر ورته نه دی شوی، خو که امر وشي، نو سملاسي به يې ونيسي.
خان دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو د عمران خان خلاف د ترهګرۍ ضد قانون د موادو له مخې دوسيه پرانيستې ده.
تېره ورځ د علي جاويد په نامه يوه قاضي د عمران خان په ضد مارګلې کې عريضه وکړه. علي جاويد په خپله عريضه کې ويلي، چې عمران خپلو پلويانو ته د يوې وينا پرمهال پوليس او قضايي چارواکي ګواښلي دي.
په ورته وخت کې د تحريک انصاف ګوند يوه مشر فواد چوهدري له خپلو پلويانو غوښتي چې د عمران خان د اوسېدو ځای ته ورشي، ځکه د نوموړي د نيول کېدو وېره موجوده ده.
له بل پلوه بيا د عمران خان پلويانو ګواښ کړی، که خان ونيول شي، نو موږ به هغه څه وکړو، څه چې سريلانکايانو وکړل.
د چارو شنونکی عادل نجيم وايي، چې عمران خان د خپلې واکمنۍ د وخت په پرتله هم غښتلی برېښي. د نوموړي ګوښه کېدل د هغه لپاره احتمالاً غوره پېښه وه.
✒: د اروپايي ټولنې شارژدافیر ارنوټ پاول له کلید راډیو سره په خبرو کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل حیاتي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې، منطقي نه ده، چې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو پرته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
✒: روسي استخباراتو په دې هیواد کې د داعش هغه ځانمرگی بریدگر نیولی چې په هند کې یې د برید پلان درلود.
«رایا نوستي» روسي نشریه وایي چې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د داعش هغه ځانمرگی بریدگر نیولی چې غوښتل یې هند ته سفر وکړي او د دغه هیواد د واکمنې حلقې په یوه غړي برید ترسره کړي.
✒: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان هغه ته په یوې منسوبې ویډیو کې چې افغانستان ته یې د "دښمن هېواد" خطاب کړی و، د خپلو خبرو په اړه سپیناوی ورکړ او هغه یې یوه لفظي تېروتنه بللې ده.
نوموړي په وروستیو کې د یوې خبري غونډې پر مهال د پاکستان پر نوي حکومت د عمران خان د نیوکو په غبرګون کې ویلي و چې هغه ګواکې د پاکستان پر حکومت "د دوښمن هېواد افغانستان" له لوري لګول کېدونکي تورونو ته ورته تورونه لګوي.
