ورور حکمتيار د هېواد له جهادي، قومي، متعهدين او سياسي مشرانو سره وکتل
دوشنبه؛ د اسد ۳۱مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د پُلچرخي زندان د أمر بالمعروف له مسئول ښاغلي عين الدين او ورسره پلاوي، د مدير هاشم خان په مشرۍ د پروان ولايت له يو شمېر قومي او جهادي متنفذينو، له سياسي څېړونکي ښاغلي توريالي همت او حاجي شېرمحمد، د کابل ولايت، موسهي ولسوالۍ له جيد ديني عالم شيخ احمد شاکر، د غزني ولايت له مشهور ديني عالم مولوي عبدالمنان، د پروان ولايت له جهادي شخصیت ملا عبدالواحد، له ترکيهمېشتي مُتعهد او سياسي شخصيت ښاغلي حامد جویا او له سويډن مېشتي مُتعهد شخصيت ښاغلي انجينیر محمد کبیر ساحل او همداراز له مُتعهد شخصیت حاجي صاحب حجة الله خان په مشرۍ له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
په دغو کتنو پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ننني ملاقاتونه د کلام الله مجید په څو مبارکو آيتونو پيل شول، ورپسې د پُلچرخي زندان د أمر بالمعروف مسئول ښاغلي عين الدين پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل:
ستاسې «حکمتيار صاحب» د قربانيو او مبارزې له برکته په افغان ولس کې د جهاد او آزادۍ روحيه پياوړې او ژوندۍ شوه، موږ او ټول افغانان مو پهدې برخه کې د احسانونو مرهون او پوروړي يو، بلکې شاگردان مو يو، ستاسې له برکته موږ د جهاد له ښېگڼو او سعادته برخهمن شو، فعلاً که په نظام کې کومې ستونزې وي او يا شته، د حل له پاره يې ستاسې مشورو او لارښوونو ته اړتيا لرو، په ځانگړي ډول په زدهکړهايز بهير کې ستاسې لارښوونې، مشورې او لاسنېوی بيخي اړين دی.
نوموړي خپله وينا د جهاد او مبارزې پر قبوليت، شهيدانو ته د فردوس جنت او د اسلام دښمنانو ته د هلاکت پر غوښتنې پای ته ورسوله.
ورپسې قدرمن مشر يادو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه:
يقيناً چې دا د الله تعالىٰ ستره پېرزوينه وه چې په يوه پېړۍ کې يې د درې سترو امپراتوريو د زوال او نسکورېدا له پاره افغانان غوره کړل، همغسې لکه موسیٰ عليه السلام او د هغه قوم يې چې د فرعون د سرکوبۍ لهپاره انتخاب کړ. الحمد لله د تشلاسو افغانانو پر مټ يې د نړۍ درې بدمستې او مغرورې امپراتورۍ «برېتانيا، شوروي، ناټو+امريکا» له ماتې سره مخ کړې.
قدرمن مشر وويل:
فعلاً مهم او اساسي کار دادی چې ټول اسلامپال لوري په مشترک ډول د يو مُقتدر او واقعي اسلامي نظام د جوړېدو لهپاره مټې ونغاړي او داسې يو منلی اسلامي نظام تأسیس کړي چې ټول خلک يې د آقا او بادار پر ځای خپل خادم وگڼي، هېڅڅوک پهکې د وېرې او ډار احساس ونهکړي، او هېڅڅوک يې د خدمت او شفقت له سيوري محروم نهشي.
هغه دا هم وويل:
له فعلي نظام غيرمشروط حمايت کوو، په اقتدار کې ونډه نهغواړو، حمايت يې يوازې د الله تعالىٰ د رضا او د خپلې سپېڅلې داعيې له مخې کوو. د خير په کار کې يې مرسته کوو او د غلطۍ په صورت کې يې په أحسن شکل تصحيح پر ځان لازمه گڼو، همدا مو د إيمان او عقيدې غوښتنه او تقاضیٰ ده او پر ځای کولو ته يې په تمامه معنیٰ ژمن يو.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
