مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ملگرو ملتونو امنیت شورا کې د اسلامي امارت د چارواکو په سفر د بندیز پر معافیت پریکړه سبا دوشنبه کیږي خو تر هغه وخته د اسلامي امارت چارواکي له هیواده بهر ته د سفر اجازه نلري.
تمه کیږي د امنیت شورا په ناسته کې به سبا د امریکا په هغه وړاندیز پریکړه وشي چې له مخې یې د دیارلسو طالب چارواکو څخه یوازې د شپږو تنو په سفر د بندیز معافیت د دریو میاشتو لپاره وغځول شي.
بلخوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملگرو ملتونو پر امنیت شورا غږ وکړ چې بندیزونه د فشار د وسيلې په توګه ونه کاروي.
✒: سیمه ایز چارواکي وايي، چې په لوګر، لغمان، نورستان ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۵ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د لوګر سیمه ایز چارواکي تاییدوي، چې ددې ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د تېرې شپې سېلابونو له کبله ۳ زره د استوګنې کورونه نړېدلي او زرګونه کرنیزه ځمکه او د مېوو باغونه تخریب شوي او زیان یې لیدلی دی.
په ورته مهال ا.ا او د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
✒: د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه تر هغو چې د اسلامي بانکدارۍ ټول اړوند اسناد د علومو اکاډمۍ په مشرۍ بشپړ کېږي، ټول دولتي او خصوصي بانکونه دې د اسلامي پورونو د ورکړې پروسه افغانستان بانک د شرعیه بورډ له اجازې وروسته د اسلامي شریعت په رڼا کې پیل کړي.
✒: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري د بدخشان پامیر ته د سفر پر مهال ویلي، چې « موږ به هېڅکله پر خپله خاوره معامله ونکړو. يوه لوېشت خاوره د سر په بيه هم وړيا ده. زموږ خاوره د هيچا په خلاف نه استعماليږي او له ګاونډيانو هم غواړو چي زموږ ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي.»
✒: د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب الله حنیف کابل نیوز ته وویل، د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله یو کور نړېدلی، چې په پایله کې يې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نجیب الله حنیف وايي، د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
✒: د لوګر والي ویاند عمر منصور مجاهد کابل نیوز ته وویل، چې دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله نږدې ۲۰ کسان مړه شوي، چې له ډلې يې دوه ماشومان او دوه ښځې دي.
نوموړی وايي، دغو سېلابونو شاوخوا ۳ زره کورونه په بشپړ ډول له منځه وړي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې.
✒: د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره کتلي دي.
عبدالله عبدالله وایي په دې لیدنه کې یې په یوناما او نورو نړیوالو سازمانونه غږ کړی څو د افغانستان له سیلاب ځپلو سیمو سره مرستې وکړي.
✒: مولوي حیات الله مهاجر فراهي د ذبیح الله مجاهد پر ځای د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو نوي معین په حیث ټاکل شوی دی.
مولوي حیات الله مهاجر فراهي نن د دغه وزارت سرپرست ملا خیر الله خیر خواه لخوا کار کوونکو ته ور وپیژندل شو او رسما یې خپله دنده پيل کړه.
✒: د هند د درملو او طبي توکو د مرستې لسمه جوپه د شنبې په ورځ کابل ته راورسېده او اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه.
هندي رسنۍ وايي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته هند هېواد له افغانستان سره د ۳۰ ټنو درملو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه کابل کې د هند سفارت هم پرانیستل شوی او وايي چې له افغانانو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
✒: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان په اساس ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشیر ولایت او اندرابونو د عمومي نظامي مسوول په توګه، ملا محمد طیب حقاني د همدې ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک معیین مولوي عطاءالله عمري د زراعت وزارت سرپرست په توګه، د زراعت وزارت مخکنی سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو وزارت د مهاجرینو چارو د معیین په توګه،د اروزګان مخکنی والي ملا محمد خان دعوت د پکتیا د والي په توګه، د پکتیا مخکنی والي مولوي محمد علي جان احمد د اروزګان والي په توګه ټاکل شوي دي.
✒: د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت چک، سید آباد، جلګه، نرخ او جلریز ولسوالیو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله لسګونه کورونه تخریب شوي دي.
د چارواکو په خبره، د دغو سېلابونو له امله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
✒: نظامیان اسرائیل 4 نوجوان فلسطینی را بازداشت کردند.
✒: واکنش اوکراین به کشته شدن دختر ایدئولوگ روس.
میخائیل پودولیاک، مشاور دفتر ریاست جمهوری اوکراین در یک مصاحبه تلویزیونی با اشاره به کشته شدن دختر الکساندر دوگین از فیلسوفان و ایدئولوگهای سیاسی شناخته شده روسیه گفت: ما مثل روسیه کشور جنایتکاری نیستیم.
✒: د کډوالو پر وړاندې د ترکانو کرکه ډېره شوې ده.په وروستیو کې زرګونه افغان، سوریايي او عراقي کډوال پر ترکیه ورمات دي چې ددغه هېواد ښاري نظم یې ګډوډ کړی. واشنګټن پوسټ یوه راپور کې وايي، د استانبول او انقرې په څېر د ترکیې په لویو ښارونو کې د کډوالو او ترکي وګړو ترمنځ اخ او ډب ډېر شوی.
✒: آرنوت پاولز، رییس هیات اتحادیه اروپا برای افغانستان در یک گفتوگوی ویژه با طلوعنیوز، تاکید میورزد که خواستهای جامعه جهانی از بهر ایجاد حکومت همهشمول، دادن حق کار و آموزش به بانوان به معنی دخالت در مسایل داخلی افغانستان نیست.
✒: انفجار ماین در یک موتر در نزدیکی کرملین جان یکتن را گرفت.
ماین مذکور در موتر «دریا دوگینا» دختر الکساندر دوگین فیلسوف و سیاستدان مشهور روسی منفجر گردیده وی را به هلاکت رسانید.
✒: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن په یوه خبري کنفرانس کې افغانستان ته د دښمن هیواد خطاب وکړ.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په خبري کنفرانس کې ویلي چې د پاکستان دښمن ملک افغانستان هم حتی د عمران خان په څیر د دې هیواد په حکومت تورونه نه دي لگولي.
