مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د فواید عامې وزارت وايي، چې د کابل ـ جلال اباد لویه لار د درونټې اړوند په نظر اباد سیمه کې د سېلابونو راوتلو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونه نن د سختو سېلابونو شاهدان وو؛ په میدان وردګو ولایت کې هم تېره شپه سېلابونو ۳۰ کورونه نړولي دي.
✒: د کابل امنيې قوماندانۍ مرستیال وايي، چې د فاطمې په نوم یوه معصومه ماشومه يې د اختطافګرو له منلګولو ژغورلې ده.
نوموړی زیاتوي، برمته کوونکو غوښتل، دا نجلۍ کابل ښار څخه وتښتوي، چې په شمالي کوتل دروازه کې د ا.ا پولیسو لخوا ژغورل شوې او خپلې کورنۍ ته سپارل شوې ده.
✒: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په افغانستان کې د پخواني امریکايي پوهنتون له استرالیایي استاد جبرائیل عمر سره وکتل.
د ملا برادر دفتر وايي، چې نوموړي جبرائیل عمر ته د ښه راغلاست د ویلو تر څنګ؛ د اسلام په مبارک دین د هغه د مشرف کېدو مبارکي هم ورکړه.
جبرائیل عمر هم پر افغانستان د اسلامي امارت د حاکمېدو او شرعي نظام د ټینګېدو له کبله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اوس په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی دی.
✒: د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي د روسيې فدراتیف د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګې له مرستیال خیروف البرټ پاولویچ سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه کړې، چې په لوړه کچه به د روانو سوداګریزو خبرو اترو تعقیب وکړي، ترڅو د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.
✒: د اوبو او انرژي وزارت په راتلونکو دریو ورځو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
✒: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته په سفر کې د کانال اړوند زیتونو فابریکې، ترکاڼۍ فابریکې، خرما بڼ او یو شمېر نورو پروژو لیدنه کړې ده.
نوموړي مسوولانو ته د چارو د لا ښه والي په هدف سپارښتنې کړي او د ننګرهار کانال يې ملي او حیاتي پروژه بللې ده.
✒: په جوزجان کې شاوخوا سل ښوونځي بیا رغول کېږي. د جوزجان ولایت ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا سلو ښوونځیو ودانۍ بېرته رغول کېږي. دوی وايي چې دا ښوونځي په مرکز او ولسوالیو کې دي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته به رغول کېږي.
✒: یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې ۶۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي چې د اسد میاشتې له ۲۱مې بیا د همدې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د وسپنې پټلۍ په مرسته شاوخوا ۶۲زره ۵۱۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
✒: په هرات کې زرګونه جریبه ځمکه د غاصبانو له منګولو خلاصه شوې ده. په هرات کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون مسوولین وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ۱۷۵ زره او ۶۷۲ جریبه غصب شوې ځمکه د غاصبانو له منګولو خلاصه کړې ده.
✒: د امریکا سنامجلس بهرنیو اړیکو کمېټه: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شوی.
✒: خلوصی آکار، وزیر دفاع ترکیه: تا کنون در مجموع 656 هزار و 349 تن غلات از بنادر اوکراین حمل شده که در نظر داریم این رقم را به تدریج افزایش دهیم.
✒: گوترش: از ترکیه بابت ایفای نقش مهمش در ابتکار عمل در حمل غلات از دریای_سیاه تشکر میکنم.
✒: د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د ۷۷۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ او وې ویل چې په دې مرستو به نه یوازې اوکراین وکړی شي په جګړې کې برلاسي تر لاسه کړي، بلکې هغه سیمې به هم بېرته ونیسي چې روسي ځواکونو قبضه کړي.
✒: د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق څانګې مشر فیض علي سمیعوف پرون رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې پروژې کار به په افغانستان کې پیل نه شي.
✒: سي ان ان انګلیسي په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې امریکا ته راغلي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي. د راپور پر بنسټ سره له دې چې امریکا ته د افغانانو د لېږدول کېدو یو کال پوره شوی دی خو ډېری یې لا هم د سرپناه له نشتوالي او آن د لومړنیو ستونزو له نه حل کېدو شکایت کوي.
✒: وانگ ونبین سخنگوی وزارت خارجه چین بار دیگر از حضور ۲۰ ساله امریکا در افغانستان انتقاد کرده است. آقای ونبین در یک نشست خبری، امریکا را متهم کرده است که زیر نام مردم سالاری و حقوق بشر به دنبال ایجاد هرج و مرج در دیگر کشورها است.
✒: یوې شیاویونگ نمایندهٔ خاص وزارت خارجهٔ چین برای افغانستان بمناسبت یکساله شدن ا.ا موقف کشورش را در مورد افغانستان بیان داشته گفته است که بسیاری بر تشکیل حکومت همه شمول، حقوق زنان و تعلیم دختران تمرکز میکنند اما این همه باید با باز سازی اقتصادی همزمان گردند.
یوې شیاویونگ میگوید باید با حکومت سرپرست فعلی در تعامل بود اما همزمان آنرا به اختیار کردن سیاستهای معتدل و محتاطانه تشویق کرد. نامبرده با اشاره به خطر تروریزم میگوید که حرکت اسلامی ترکستان شرقی (ETIM) از وضعیت جاری در افغانستان برای تقویت خود و رخنه در خارج استفاده میکند.
✒: د ملگرو ملتونو امنیت شورا تراوسه د ا.ا مشرانو د سفر کولو د بندیز معافیت په اړه تازه پریکړه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا ۱۳ لوړپورو غړو پر سفر د بندیز معافیت نن د اگست په ۲۰مه پای ته رسیږي.
د راپورونو له مخې روسیه او چین د بندیزونو د معافیت غوښتونکي دي، امریکا غواړي له ۱۳ جگپوړو غړو څخه د ۷ پر سفر د بندیز معافیت پای ته ورسیږي او ایرلند د ا.ا د ۱۳ مشرانو په سفرونو د بندیز غوښتنه کړې ده.
✒: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې به د هر ماشوم ملاتړ ته ژمن پاتې شي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار وايي، امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پر مشروطه بڼه خوشې کړي، ترڅو د ا.ا چارواکي يې د اقتصادي او بشري بحرانونو ختمېدو لپاره ترې ګټه واخلي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي و، په پام کې نه لري، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپارل شي.
