No-IMG

حکمتیار: ځينې په دې هم نه پوهېږي چي جمهوريت او اشغال دوه متضاد او متناقض مفاهيم دي!

هغه چي په تېرو 44 كلونو كي؛ د دوو اشغالگرانو لپاره د افغان ولس په خلاف جنگېدلي؛ او له بهرنيو ځواكونو سره يو ځاى له افغانستان وتښتېدل؛ نن په اروپا او امريكا كي؛ د ناټو غړو هېوادو ورته پناه وركړې؛ دفترونه او مركزونه ئې ورته پرانستلي؛ او په پراخه پيمانه ورته تبليغات كوي او پر شا ئې ټپوي چي د مقاومت په نامه جنگي جبهه جوړه كړي او پرېنږدي افغانستان كي ثبات او امنيت رامنځته شي. تېره اونۍ د مخكني نظام فراري وزيرانو، جنرالانو او واليانو؛ په يوې آن لاين غونډي كي د دې جنگي جبهې جوړيدا او غوښتني ئې اعلان كړې. دا په حقيقت كي د څو معلوم الحاله څېرو تلفوني غونډه وه نه د گوندونو غونډه؛ د بحران د حل لپاره ئې هيڅ څه نه درلودل؛ اساسي غوښتنه ئې په قدرت كي مشاركت وو؛ همغسي مشاركت چي دوى ئې خوند په تېرو دريو لسيزو كي څكلى؛ هغسي مشاركت چي دوى ئې يوازي د اشغالگرانو د جهازونو تر وزر لاندي تر لاسه كولى شي. بيا بايد ناټو يا د ناټو په څېر بل ځواك راشي، كابل ورته ونيسي او دوى د مخكي په څېر پر كرسيو كښېنوي.

دوى داسي دي چي يوه وړه ولسوالۍ هم نشي متحد كولى؛ څنگه به وتوانېږي د افغان ولس لپاره يو دروند او معتبر محور رامنځته كړي؛ د دې غونډي او د عالي شورىٰ نږدې نيمايي غړي ئې د يوه قومي گوند غړي دي؛ داسي ډله چي هېواد ئې هم په روسانو پلورلى او هم په ناټو؛ دا نن هم له شل كلن اشغال حمايت كوي؛ په ډېري بې شرمۍ سره وايي: موږ په شلو كلونو كي جمهوريت راوستى؛ په دې هم نه پوهېږي چي جمهوريت او اشغال دوه متضاد او متناقض مفاهيم دي؛ دواړه هممهاله او په يوه هېواد كي نشي راغونډېدى؛ يوازي يو سفيه او جاهل انسان به د اشغال په حالت كي د جمهوريت شتون مني؛ جمهوريت يعني د ولس ارادې ته درناوى او تمكين او اشغال او استبداد يعني د ولس اراده سلبول او د پرديو ارادې ته سر ټيټول.

عجيبه ده؛ آيا هغه چي د دوو اشغالگرانو تر قومندې لاندي د ملت خلاف جنگېدلي؛ د پرديو د مټو په زور تر ارگ رسېدلي؛ كله چي په زړه او ناكاره پرزه بدل شوي؛ نو په ټيټو سترگو ئې ويلي: موږ ئې د پيپسي تش ډبي په څېر لري وغورځولو!! ډېره عجيبه ده چي دوى داسي ادعاء كوي!! هغه چي د اشغالگرانو له ماتي وروسته؛ يا له بهرنيو سره يو ځاى او د هغوى په جهازونو كي له افغانستان وتلي او يا تر هغوى وړاندي؛  دوى نه تر دې وړاندي د نظام په جوړولو كي څه ونډه درلوده او نه به ئې له دې وروسته ولري.

له دې غونډي لا دوه ورځي نه وې تېري شوې چي يوه ئې په مستقله توگه طالبانو ته پيغام ولېږو چي د جنگ مخالف دئ او روغه جوړه غواړي؛ بايد مذاكرات پيل شي او گډ حكومت جوړ كړو!!

په همدې غونډي كي ډېرى ئې د يوه گاونډي هېواد له لوري حمايت شوي؛ خو د همدې هېواد يوه مسئول مقام وويل: د مقاومت جبهه د امريكا په اشاره او مرسته جوړه شوې!! همدا تبصره ئې د بلخاب او ملا مهدي په اړه درلوده!!

مگر كېدى شي د مقاومت په اړه له دې پرته بله څه وويل شي او د منلو وړ وي؛ دا ډلي په تېرو شلو كلونو كي د امريكا په چوپړ كي وې او ډېرى ئې امريكايانو له ځان سره يو ځاى او وروسته وړاندي وايستلې او ټول د ناټو غړو هېوادو كي مستقر دي؛ دفترونه او مركزونه او تبليغاتي فعاليتونه لري؛ كه د دوى په اړه له دې پرته بل څه وويل شي؛ نو نه يوازي وينا ئې د حقيقت خلاف ده؛ بلكي نه ئې افغانان ورسره مني او نه نړۍ وال

تېرو تجربو ښودلې چي دا ډلي نه پر واحد محور راټولېدى شي او نه كوم دروند او منلى مشر موندلى او غوره كولى شي. په يوه مشر ئې راټولېدا محال ده؛ نه كوم سپېڅلى آرمان لري او نه د هېواد او ولس غم ورسره دئ؛ په بهر كي زېږېدلې ډلي دي له بهرنيانو سره راغلې او له بهرنيانو سره يو ځاى وتلې؛ هيڅ كله ئې له بحران د وتلو  حل لاره نه درلوده او تل ئې له معقولو طرحو سره مخالفت كړى.

د ځينو په اړه قرآن فرمايي:

... تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا يَعْقِلُونَ 14 الحشر 14

... راغونډ ئې انگېرې خو زړونه ئې متشتت او خواره واره دي؛ دا ځكه چي تعقل نه كوي.

دوى د همدې وينا مصداق دي؛ هر څوك په بېلي وادي او خوړ كي؛ ځيني ئې فيدرالى نظامى غواړي؛ د افغانستان تجزيه يوازينى او وروستى حل گڼي؛ ځيني ريفراندم غواړي خو د ريفراندم په معنىٰ هم نه پوهېږي؛ ځيني ئې غير متمركز پارلمانى نظام غواړي؛ ځيني ئې كمونستان دي، ځيني ئې سيكولران؛ ځيني ئې د كمونستانو او مسلمانانو تر منځ د نفاق په خم كي رنگ شوي.

د دوى په طرح كي ملت او رأيه ئې؛ په بشپړه توگه له پامه غورځول شوې؛ د راتلونكي نظام څرنگوالي ټاكلو حق هم ځان ته وركوي؛ پارلماني غير متمركز نظام غواړي!! هغه څوك چي نه د قوم او سيمي استازى دئ؛ هيڅ افغان د وكيل او كفيل په توگه نه دئ ټاكلى؛ نه په خپل گوند كي او نه په خپل قوم او سيمي كي؛ څنگه دا حق ځان ته وركوي چي د ټول ملت برخليك او د راتلونكي نظام څرنگوالى وټاكي؛ او په دې اړه شرائط وضع كړي!!

راتلونكى نظام او څرنگوالى ئې نه د يوه شخص غوښتني او ارادې ته سپارل كېدى شي؛ او نه كوم گوند او ډلي ته؛ دا موضوع په ټول ملت پوري تړلې موضوع ده؛ يوازي داسي درنه او معتبره شورىٰ ئې پرېكړه كولى شي چي ملي اجماع تمثيل كړي؛ غړي ئې د ملت واقعي استازي وي او د ملت غوڅ اكثريت ئې تر شا ولاړ وي

كه څوك په رښتيا د بحران حل غواړي نو د دغسي يوې معتبري شورىٰ د جوړېدو غوښتنه دي وكړي؛ نه شخصي غوښتني او په اقتدار كي مشاركت.

كه دغي جبهې د داسي يوې درنې منتخبي شورىٰ جوړولو مطالبه كړې وى او ويلي ئې وى چي همدا شورىٰ دي د راتلونكي نظام او حكومت په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي؛ موږ به هم او ډېرو افغانانو به هم د دې طرحي حمايت كړى وو

په كار خو دا وه او ده چي ټول هغه ناافغانان چي د اشغالگرانو ملگرتيا او مرسته ئې كړې؛ مخصوصاً هغه چي په لوړو نظامي، امنيتي او اداري كرسيو نصب شوي وو؛ او هغه چي هم د شوروي اشغالگرانو په چوپړ كي وو او هم د ناټو؛ حتى هغه هم چي تر شورويانو وړاندي ئې د انگرېزانو جاسوسي او ملگرتيا كړې؛ زامن او لمسيان ئې د شورويانو او امريكايانو په خدمت كي ول؛ دوى بايد محاكمه او مجازات شوي وى؛ د نورو لپاره د عبرت په موخه؛ بايد راتلونكي نسلونه د دوى له شر وژغورل شي؛ په ټولو هېوادونو كي چي له اشغالگرانو ئې آزادي تر لاسه كړې او د ملت له ارادې راټوكېدلي حكومتونه ئې په برخه شوي؛ همدا كار شوى؛ او هر هغه حكومت چي د دې كار له كولو ئې ډډه كړې له بدو پايلو سره مخامخ شوى؛ لنډه موده وروسته همدغو مفسدينو يو ځل بيا اشغالگرانو ته د هېواد دروازې پرانستې دي؛

كه له كمونستانو سره محاسبه شوې وى نو د ناټو سرتېري به نه ترې جوړېدل؛ ناټو به له دوى فوځ او امنيتي ځواكونه نه جوړول؛ د ناټو تر سلطې لاندي مو پرچمي جمهور رئيس، د جمهور رئيس لومړى معاون، د امنيت شورىٰ مشاور، د ملي امنيت رئيسان، خارجه وزيران، د فرقو او قول اردو قومندانان؛ د كمونست گوند او مخصوصاً د پرچم ډلي غړي ول. په انتخاباتو كي څلور كمونستان كانديد شوي وو!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک