حکمتیار: چا چي د افغانستان د اشغال غلطي كړې؛ خپل سر ئې خوړلى او ماتي پښې ترې وتلى!
د اسد 24 يوه بله ستره تاريخي ورځ ده؛ پر امريكايي اشغالگرانو د مجاهدينو د بريا ورځ؛ دا ورځ بايد هر كال په داسي پرتمينه توگه ولمانځل شي چي راتلونكو نسلونو ته ځلانده درس وي او هر دښمن ته ورپه ياد كړي چي چا د افغانستان د اشغال غلطي كړې؛ خپل سر ئې خوړلى او ماتي پښې ترې وتلى.
دا ورځ؛ ټول مؤمن افغانان؛ د خونړي اشغال خاتمه او په يوه تاريخي جهاد كي د افغانانو د بريا ستره او ځلانده ورځ گڼي؛ ځيني پرې خفه دي او د جمهوريت پاى ته رسېدا ئې گڼي؛ د ايمان خاوندان او په آزادۍ مين افغانان ئې ستايي او لمانځي اما منافقين او غلامان ئې توره ورځ گڼي. هغه چي له اشغالگرانو سره يو ځاى راغلي او يو ځاى ورسره وتلي؛ دا ورځ ورته توره شپه برېښي؛ د اشغالگرانو بېرته راتگ او د هغوى د مټو په زور بيا د اقتدار پر كرسۍ د كښېنستو هيله لري!!
