حکمتیار: انګريزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل
پرون د اسد 28 ده؛ له انگرېزانو د استقلال ورځ ده! دا ورځ مونږ ته راپه يادوي چې الله تعالىٰ زمونږ مجاهدو پلرونو ته 103 كاله وړاندي پر انګريزانو برى وركړ، داسې لكه 34 كاله د مخه ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو مونږ ته بريا راپه برخه كړه او تېر كال ئې د امريكا په مشرۍ د ناټو اشغالگر ځواكونه له افغانستان وتلو ته اړ كړل. خو راشئ وګورو چې دا ولې نه مونږ هلته په دې بريالي شوو چې آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي فوځونو له ايستلو وروسته؟ انګريزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغې ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چې د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنګيږي او د روسي فوځونو نيم ګړى جنگي مأموريت بشپړ كړي!!
زموږ جنگ ځپلى وران هېواد لا د شوروي ځواكونو له پرهارونو نه وو رغېدلى چي يو ځل بيا د انګريزانو او امريكايانو تر مشرۍ لاندې صليبي ځواكونو؛ له فضاء او زمكي زموږ پر هېواد بريد وكړ؛ افغان ولس او مؤمن مجاهدين له يوي بلي تاريخي آزمويني سره مخامخ شول.
الله تعالىٰ مؤمن افغانان په دغو دريو تاريخي آزموينو كي بريالي كړل؛ دښمنان ئې له خپل هېواد؛ سر ټيټي او نامراد ايستلي؛ خو نه ئې په واقعي معنى آزادي او خپلواكي تر لاسه كړې او نه دې ته پرېښودل شوي چي د خپلي خوښي او د خپلو باورونو او ارزښتونو په رڼا كي؛ واقعي اسلامي نظام جوړ كړي.
