No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ له یو سل او دریمې کلیزې سره برابره ده.

افغان میړني او مجاهد ولس ۱۰۳ کاله وړاندې د اوږدې سختې مسلحانه مبارزې په پایله کي له انګلیس څخه خپله آزادي ترلاسه کړه؛ د افغان غازیانو د جهاد مشري ستر سپه سالار غازي سردار محمد ایوب خان کوله د یادولو وړ ده چي د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې د بریا په ترلاسه کولو کي دسترې مبارزې ملالې میوندۍ شجاعت، میړانه او غیرت یې د ستایلو وړ دی او د تاریخ هره کرښه او پاڼه ورباندې ګواهي ورکوي.

‏تاریخ پوهان وايي، د افغانستان خپلواکي په سیمه او نړۍ کې د نورو محکومو هیوادونو لپاره د آزادۍ ستر الهام شو او له انگریزانو د آزادۍ اخیستلو حرکتونو ته یې قوت وباښه. د افغانستان د استقلال جنگ هغه ذهنیت مات کړ، چې ګواکې د برتانوي امپراطوري نه نړېدونکې ده.

: ‏د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله نن د جمعي لمانځه خطبه کې د خپلواکۍ کلیزې ته په اشارې سره وویل، چې د دلوې۲۶، د اسد۲۸او د اسد۲۴هغه ورځې دي چی افغانانو پکې د نړۍ سترقوتونه مات کړي دي.

ښاغلی ‏حکمتیار وايي، ۱۰۳ کاله وړاندې افغانانو بریتانیا، ۳۴ کاله مخکې شوروي او ۱ کال وړاندې هم امریکا ته ماته ورکړې، نوموړی زیاتوي، چې د دغو دریو له جملې دوو زوال له افغانستان نه پیل شو او د دریم د زوال ته هم خلک منتظر دي.

ښاغلي ‏حکمتیار دغه راز د تیرې چهارشنبې برید چې د خیرخاني سیمه کې په صدیقیه مسجد کې ترسره شوی و او تر۶۰ کسانو پورې يې تلفات درلودل وغانده او هغه يي د بهرنیانو کار وباله.

:‏د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ مه کلیزه د حکومت او عامو خلکو له لوري ونمانځل شوه.

د اسلامی امارت دفاع وزارت سرپرست یاد وزارت کې د پوځي تشریفاتو په لړ کې د ازادۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او له دې ورځې يې نمانځنه وکړه.

‏مجاهد وايي، د هېواد د خپلواکۍ بیا ترلاسه کول داسې وخت کې نمانځي، چې د دې هېواد سیاسي، نظامي، اقتصادي ډګرونه خپلواک دي او چا پورې تړلې نه دي.

نوموړی زیاتوي، تعامل غواړي، سیاسي او نظامي ځواک غواړي، خو په دې قیمت نه چې خپلواکي تر سوال لاندې راشي.

: ‏سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره کتلي دي.

‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره دوامداره اړیکې ولري او بشري، اقتصادي او امنیتي برخو کې د سوء تفاهم پر ځای پر تفاهم کې پاتې شي، چې نړۍ او افغانستان له یو او بل سره اړیکې ولري.

‏په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل د پنجشنبې شپې د پېښې په اړه د کورنیو چارو وزارت سرپرست سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له زلزله خپلو سره يې پر وخت د مرستو په رسولو کې ترې د بې ساري همکارۍ مننه کړې ده.

: ‏د پکتیکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي، د دې ولایت برمل ولسوالۍ په «ډنګر لیګډ» سیمه کې یې د زلزله ځپلو لپاره د زرو کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله. د هغه په خبره، په هر کور ۵ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو او ادا موسسې له‌خوا ورکول کېږي.

: ‏د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله پر ټویټر ټولو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۳مې کلیزې مبارکي ورکړې او زیاتوي، "دا له ټول هېواده زموږ د نیکونو د قربانیو محصول دی" او ټینګار کوي چې د دې ورځې نمانځل له ملي یووالي سره مرسته کوي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ټولو هېوادوالو ته د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۳مې کلیزې مبارکي ویلې او په افغانستان کې یې د تل‌پاتې او سراسري سولې او ثبات هیله څرګنده کړې ده.

‏ښاغلي کرزي په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، د ارامه ژوند لپاره په هېواد کې د نجونو زده‌کړې مهمې دي او یو ځل بیا یې پر سرپرست حکومت غړ کړی چې د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي.

: ‏بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده ته منسوب یو غږیز کلپ خپور کړی. نوموړي پرون د کندهار ولسي غونډه کې د اسلامي امارت په خپلواکۍ، امنیت، اقتصاد، د شریعت په چوکاټ کې پر حکومتوالۍ او پانګونې  په اړه خبرې کړي.

‏مولوي هبت‌الله اخندزاده زیاته کړې، اسلامي امارت هېڅ هېواد او ځواک پورې تړلی نه‌دی او په وینا یې دوی یوازې خدای پورې تړلي دي او هره موضوع چې د شریعت پر خلاف وي دوی ته د منلو وړ نه‌ده.

: ‏چارواکي وايي، د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د سکرو په یوه کان کې ۳ کارګر مړه شوي دي. د ده صلاح د ولسوال ویلي چې دا درې تنه په الوګک کان کې د میتان ګاز د خپرېدو له کبله مړه شوي دي.

: ‏د امر بالمعروف وزیر:

مشروعیت نور څنګه وي؟ زرګونه سپین ږیرو، عالمانو د کابل لویه غونډه کې او تجارانو مو مشر ته مخامخ بیعت ورکړی.

: دفتر رسانه‌ای ارتش پاکستان طی بیانیه‌ای اعلام کرد که قمر جاوید باجوا، فرمانده نیروی زمینی ارتش این کشور با مایکل اریک کوریلا، رئیس ستاد فرماندهی مرکزی ایالات متحده آمریکا (سنتکام) در راولپندی دیدار کرده است.

براساس این بیانیه٬ در این دیدار موضوعاتی از جمله منافع دو کشور٬ امنیت منطقه‌ای، ثبات، دفاعی و همکاری‌های امنیتی میان دو کشور مورد بحث و بررسی قرار گرفت.

همچنین تلاش‌های ارتش پاکستان برای مبارزه با تروریسم و ​​نقش ارتش این کشور در صلح و ثبات منطقه و برنامه آموزش نظامی بین پاکستان و آمریکا از جمله موضوعاتی است که مورد رایزنی طرفین قرار گرفته است.

ژنرال کوریلا از تلاش‌های پاکستان در مبارزه با تروریسم و ​​صلح و ثبات منطقه ستایش کرده است.

: به گزارش خبرگزاری رسمی عربستان سعودی «واس»، محمد بن سلمان، ولیعهد این کشور و عمار حکیم، رهبر جریان ملی حکمت عراق در شهر جده دیدار و گفت‌وگو کردند.

بر اساس این گزارش، طرفین در این دیدار روابط عربستان سعودی و عراق را مورد بحث و گفت‌وگو قرار دادند.

همچنین بن سلمان و حکیم در باره مسائل مشترک میان دو کشور تبادل نظر کردند.

در این نشست خالد بن سلمان معاون وزیر دفاع، مساعد بن محمد العیبان مشاور امنیت ملی عربستان سعودی، عبدالعزیز الشمری سفیر ریاض در بغداد و محسن الحکیم معاون رئیس جریان ملی حکمت عراق نیز حضور داشتند.

: ‏افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یوشیاویانګ:

هغه هېوادونه چې افغانستان کې د ښځو په حقونو او د نجونو په مکتبونو ټینګار کوي، باید پوه شي چې دا کار د افعانستان له اقتصادي رغونې پرته ناشونی دی.

: د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي ونوموله. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوريت غوښتونکیو غړیو یو راپور خپور کړی او له افغانستان څخه یې د امریکا وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي بللې. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مایکل مک ‌کال پدې باور دی، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د روسیې او ایران  په ګډون د امریکا دښمنان ډېر زړور کړل. په دې راپور کې ویل شوي، چې د دوحې تړون ولسمشر بایډن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي، بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو مشورې بابیزه وګڼلې. په دې راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د خپلو پوځي سلاکارانو د مشورو پر خلاف له افغانستان څخه بې قید او شرطه وتل غوره کړل. که څه هم د بایډن اداره وايي، چې د دوحې تړون عملي شوی دی.

: ‏د م.م عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي سره ولیدل. درې واړو مشرانو د خوړو د نړیوال بحران، د برېښنا اټومي کارخانې ته د ګواښونو او د روسیې لخوا پیل شوې جګړې ته د سیاسي حل موندلو پرسر خبرې کړې.

: ‏د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس روانه میاشت په افغانستان کې د چاودنو له امله څه باندې ۲۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ګوتریش ویلي، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او د خپلې مذهبي ازادۍ څخه برخمن وي.

: ‏د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په تېر یوه کال کې د ۳۵۰ میلیونه یوانو یا څه د پاسه ۵۱ میلیونه ډالرو بشري مرسته کړې ده.

: ‏کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان د خپل هېواد په استازيتوب د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ورځې په مناسبت مبارکي ویلې. هغه پر ټویټر لیکلي: «د پاکستان لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرتابه ته د مبارکۍ پیغامونه لېږلي او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ هیله یې څرګنده کړې

: ‏یو امریکايي سیاستوال ویلي، که پاکستان ووېشل شي او بلوچستان خپلواک شي، امریکا به یې په افغانستان کې ګټه پورته کړي.

دغه امریکايي سیاستوال په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو د تامینولو لپاره د یوه لوبغاړي په توګه د هند ستراتیژیک موقعیت او جیوپولیټیک قدرت ته په اشارې سره وویل، ‏که بلوچستان یو خپلواک هېواد وای، امریکا کولای شي له دغه هېواده په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اکمالولو لپاره پر پاکستان د تکیه کولو پر ځای وکاروي.

‏د تسنیم خبري اژانس د سیمه ییز دفتر د راپور له مخې، جمهوري غوښتونکي سیاستوال “باب لانسیا” په یوه ټویټ کې له افغانستانه د امریکا شرموونکي وتلو ته په اشارې سره ویلي، که واشنګټن د اسلام اباد پر ځای له ډیلي سره ملګرتیا کړې وای، ښايي وضعیت بل ډول وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک