د انجینیر ګلبدین د سولې خبرې او د واکمنو سپین سترګي
صلاح الدين
لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، حزب اسلامي و نه غوښتل د بهرنيو په وساطت او منځګړتوب له افغان دولت سره سوله وکړي، او دا تاریخ پرېږدي چې ګویا د اوسني دوه سري حکومت په څېر حزب اسلامي هم له بهره په افغانانو تپل شوی، او د هغوی په زور يې مشر کابل ته راغلی او تحمیل شوی، له دې امله یې دولت سره نېغ په نېغه او د بهرنيو له مداخلې او منځګړتوب پرته مذاکرات ترسره کړل، او دې کې هم شک نه شته چې واکمنو په ډېره سپین سترګۍ د تړون ټول موارد تر پښو لاندې کړل، ځکه چې واکمنو غوښتل چې نوموړی له احساساتو کار واخلي او دوی یې همېش لپاره له سحنې لېرې کړي، ځکه چې له یوې خوا د امریکایانو په تور لست کې دی، له بلې خوا یې دولت په مکمله توګه د حریف او نه پخلا کېدونکي رقیب په لاس کې دی، او له بلې خوا د ناټو په غړو هيوادونو کې ګڼ د حزب اسلامي سره سخته دښمني لري له دې امله د حزب اسلامي رهبرۍ و نه غوښتل د کمو امکاناتو په شتون کې ځان په ډېرو جبهو کې مصروف کړي ، له دې امله یې له عملي اقدام ډډه وکړه، ځکه له تاوان پرته يې هیڅ نه درلودل، مناسبه یې وليده چې يو ځل کابل کې مېشت شي، اسلام پرسته ځوانان، اسلامي ډلې د ده له موقف خبر شي، ځکه چې تېرو څلوېښتو کلونو کې ورپسې پرلپسې منفي تبلیغات شوي وو، خاصکر تېرې نولس کلنې دوره کې په ملیونو ډالر د حزب اسلامي په پاشل کېدو، د مشرانو په بدنامولو مصرف شوې دي.
ښاغلی انجینیر حکمتيار په جرئت کې ساری نه لري، هغه په دې مشهور دی چې نه په وينا کې د چا بېځایه ملاتړ کوي، نه هم عملي اقدام کې، حتی که هغه د حزب اشخاص هم وي، له دې امله ځينې مشران ترې لاړل، له انجینیر صاحب یې غوښتل چې په دې خاطر چې حکومت کې برخه تر لاسه کړي باید د اوسنيو واکمنو ملاتړ وکړي، او نرمي اختیار کړي، له تملق کار واخلي، مګر هغه هر تنقید د دلایلو سره په قوت کړی، خپل ټینګ موقف یې نیولی او تر آخره پرې پاتې شوی دی.
انجینیر ګلبدین د طالبانو او دولت مذاکراتو کې څه کولی شي؟
دا چې اوس چې ښاغلی انجینیر ګلبدين حکمتيار په کابل کې شتون لري، کولای شي چې د دولت او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې ډېر مثبت رول ولوبوي، لکه څنګه چې حکمتيار صاحب په دې مشهور دی چې قوي مذهبي څېره ده، هغه به په بشپړ ځواک سره د داخلي جهت په توګه د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي، نه به پرېږدي چې د دولت خواته څوک غلط غیر منطقي موقف اختیار کړي، او له بلې خوا به د کابل د مرکز څخه د حق اواز اوچتوي، او هغه خوا ته به د طالبانو موقف قوي کېږي، چې په مجموع کې دا د اسلامي نظریو د قوت لامل کېږي، ځکه هغه مهال چې حکمتيار صاحب کابل ته تشریف راوړی و، په جرئت يې ويل چې که طالبان وغواړي زه به د هغوی مدافع وکيل يم، د هغوی له هر اسلامي موقف به دفاع کوم، او هر معقول شرط به یې ملاتړ کوم.
له دې امله طالبان داسې حالت کې قرار لري چې ټول داخلي او خارجي سیکولران يې سخت مخالف دي، او په دې وېره کې شپې او ورځې سبا کوي چې که طالبان راشي څه به کېږي، هغوی د دې هڅه کوي او سترګې په لار دي چې خاصکر د دوه اسلامي ډلو (حزب اسلامي او طالبان) په خپلو کې د تصادم لار غوره کړي، که طالبان دا مهال د حزب اسلامي سره د تصادم لار غوره کړي نو دا به ورته ډېرې ستونزې وزېږوي، موقف به یې کمزوری کړي، خو که چېرې د اسلامي نظام راوستلو لپاره د حزب اسلامي په څېر د قوي کدرونو او منطق درلودونکی ځواک خپل کړي نو پرته له شک چې ګټې به یې زياتې وي او په ترڅ کې به یې د اسلامي حکومت په اعاده موفق شي.
په دې شرایطو کې طالبان په هیڅ صورت او هيڅکله نه شي کولای چې يواځې حکومت وکړي، حتی د اسلامي نظریاتو درلودونکي اشخاص هم ورسره دا نه مني، او توانايي يې هم نه لري، او درسته هم نه ده چې هر څه به ملا وي، د برق وزیر ملا، د عدلیې وزیر ملا، د معادنو وزیر ملا، .... په دې شکل که يې حکومت کولی شوای نو اووه کاله یې دا فرصت درلود، چې ځان په ولس کې دننه کړي، ولس اعتماد کې واخلي، مګر ومو ليد چې ټول دوېرې ورسره و، د ماتې په لومړۍ ورځ ټول خلک د طالبانو د واکمنۍ دښمنان وو، نو له دې امله د حکومتي مفسدو واکمنو په ځای که د حکمتيار صاحب په څېر د شخصیت ملاتړ له ځان سره ولري دا به ورته ډېره غوره وي.
