No-IMG

حکمتيار: تر 3 آزاديو وروسته مونږ ولې پر دې بريالي نشو چې آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو!

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 28 اسد 1401)

 

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ 5   إبراهيم 5  صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

او يقيناً چي موسىٰ مو له خپلو آيتونو سره ولېږو چي خپل قوم دي له تيارو د نور لوري ته وباسه او (د پند په توگه) د الٰهي ورځو يادونه ورته وكړه؛ يقيناً چي په دې كي حتماً د هر ډېر صبر كوونكي شاكر لپاره ښكاره نښي دي.

په دې مبارك آيت كي د موسىٰ عليه السلام د بعثت يادونه شوې؛ مأموريت ئې دا وو چي خلك د كفر، شرك، جهل، ظلم او فساد له تيارو وباسي او د ايمان، صالح عمل، عدالت او ښايسته ژوند روڼ سباوون پرې وگوري، ورته ويل شوي وو چي د قوم په وړاندي د هغو سترو سترو الٰهي ورځو يادونه وكړه چي د لويو لويو ظالمانو د واكمنۍ ماڼۍ په كي نسكوري شوې، مظلومان ژغورل شوي او د زمكي خلافت او وراثت ئې په برخه شوى. په دې تاريخي ورځو كي د هغو وگړو لپاره ښكاره نښي دي چي (صبر) او (شكر) ئې دوه څرگندي ځانگړتياوي دي؛ هغه چي د ستونزو او كړاوونو په وړاندي په مېړانه صبر كوي، نه مأيوس كېږي او نه په نيمي لاري كي ښي او كيڼ لوري ته منحرف كېږي؛ هغه چي د حق په لار كي پر خپل هر حالت راضي وي او د خپل رب د پېرزوينو قدر كوي. او كله چي بريالى شي نو د الله تعالىٰ د پېرزوينو او هغي بريا شكر اداء كوي چي الله تعالىٰ ورپه برخه كړې؛ د دې نعمت قدر كوي او د داسي څه له كولو ډډه كوي چي ناسپاسي وي او د نعمتونو د زوال باعث كېږي.

وروڼو خوېندو!

تېره چهار شنبه د خيرخانه په صديقيه جامع جومات كي او د ماښام لمانځه په مهال؛ چاودنه وشوه؛ د مرگ ژوبلي شمېره نږدې شپېتو ته رسېدلې؛ تر اوسه چا د دې ستر جنايت او وحشيانه عمل مسئوليت نه دئ منلى!!

موږ دا او دې ته ورته جنايات په كلكه غندو او د هغو كار ئې گڼو چي نه په زړه كي ايمان او انساني ترحم لري او نه په سر كي عقل او انساني شعور.

باور مو دا دئ چي د علماءو او جهادي شخصيتونو نيوني، وژني او ترورونه د كمونستانو له لومړۍ كودتا پيل شوي، لړۍ ئې تر ننه روانه ده؛ او لمن ئې هره ورځ پراخېږي؛ دا ټول د بهرنيو استخباراتي شبكو د اجيرو جنگياليو كار دئ..  

وروڼو خوېندو!

نن د اسد 28 ده؛ له انگرېزانو د استقلال ورځ ده! دا ورځ مونږ ته راپه يادوي چې الله تعالىٰ زمونږ مجاهدو پلرونو ته 103 كاله وړاندي پر انګريزانو برى وركړ، داسې لكه 34 كاله د مخه ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو مونږ ته بريا راپه برخه كړه او تېر كال ئې د امريكا په مشرۍ د ناټو اشغالگر ځواكونه له افغانستان وتلو ته اړ كړل. خو راشئ وګورو چې دا ولې نه مونږ هلته په دې بريالي شوو چې آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي فوځونو له ايستلو وروسته؟ انګريزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغې ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چې د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنګيږي او د روسي فوځونو نيم ګړى جنگي مأموريت بشپړ كړي!!

زموږ جنگ ځپلى وران هېواد لا د شوروي ځواكونو له پرهارونو نه وو رغېدلى چي يو ځل بيا د انګريزانو او امريكايانو تر مشرۍ لاندې صليبي ځواكونو؛ له فضاء او زمكي زموږ پر هېواد بريد وكړ؛ افغان ولس او مؤمن مجاهدين له يوي بلي تاريخي آزمويني سره مخامخ شول.

الله تعالىٰ مؤمن افغانان په دغو دريو تاريخي آزموينو كي بريالي كړل؛ دښمنان ئې له خپل هېواد؛ سر ټيټي او نامراد ايستلي؛ خو نه ئې په واقعي معنى آزادي او خپلواكي تر لاسه كړې او نه دې ته پرېښودل شوي چي د خپلي خوښي او د خپلو باورونو او ارزښتونو په رڼا كي؛ واقعي اسلامي نظام جوړ كړي.

برادران و خواهران عزيز!

افغان ها؛ در مدت كمتر از يك قرن؛ با سه ابرقدرت زمان خود؛ درگير شدند؛ نيروهاى بريتانيا از جنوب، نيروهاى اتحاد شوروى از شمال؛ و نيروهاى ناتو از فضاء و از شرق و شمال؛ بر كشور ما تجاوز كردند؛ هر يكى در اوج غرور و يكه تازى اش وارد كشور ما شده و مؤقتاً آنرا به اشغال خود درآورده اند.

هر يكى حكومت دست نشانده اش را تحميل كرده و قدرت را به بدترين هاى جامعه ما سپرده اند؛ پست، ذليل، وطنفروش، دين فروش، ضمير فروش و مزدور؛ اما الحمد لله هيچ يكى نتوانست اين كشور را براى مدت طولانى در اشغال مستقيم خود داشته باشد. از اولين روزهاى ورود به حريم اين كشور؛ با مقاومتى روبرو شده اند كه بطور روز افزون تشديد گرديده، مردم سربلند و آزاده اين سرزمين مردخيز؛ دسته دسته به صفوف مقاومت پيوسته اند، به سنگر رفته اند، در كنار رهبران برخاسته از متن ملت ايستاده اند، در راه دفاع از آزادى و استقلال و حفظ هويت ملى و مقدسات دينى شان؛ به قربانى همه چيز خود آماده شده اند، جان و مال شان را در راه خدا قربانى كرده اند، با امكانات محدود دست داشته شان به جنگ دشمن رفته اند و تا آنگاه جنگيده اند كه نيروهاى اجنبى را از مرزهاى كشور بيرون رانده اند و پرچم آزادى از سلطه اجنبى را به اهتزاز درآورده اند.

تقدير الٰهى چنان بوده كه قدرت هاى بزرگ استعمارى تمامى كشورهاى حول و حوش افغانستان را اشغال كرده اند؛ يكى از انگلستان حركت كرد و تا هند جلو رفت و تمامى كشورهاى مسير را در اشغال خود آورد و امپراطورى اى درست كرد كه  آفتاب در آن غروب نمى كرد. ديگرى از مسكو حركت كرد، نيمى از اروپا را در غرب، و تمامى آسياى مركزى تا سرحدات چين و جاپان را در شرق تصرف كرد و به نيرويى تبديل شد كه هيچ كشورى در روى زمين؛ توان مقابله با آن را در خود نمى ديد. امريكا با بزرگترين و مجهز ترين پيمان ناتو؛ و همراهى 48 كشور و همكارى تمامى همسايه هاى افغانستان؛ كشور ما را اشغال كرد؛ و 20 سال تمام در اين كشور جنگيدند؛ اما هر يكى از اين اشغالگران؛ زمانى كه پاى شان به افغانستان كشانده شد، با جريانات غير مترقبه و حوادثى رو برو شده اند كه احدى انتظار آنرا نداشت؛ هيچ كسى تصور نمى كرد كه اين ابرقدرت ها؛ در كشورى چون افغانستان؛ با مقاومتى مواجه شوند كه نه تنها توان سركوبى آنرا ندارند و تحكيم سلطه بر افغانستان را براى شان دشوار ساخته؛ بلكه به جنگى كشانده شده اند كه پيروزى در آن را محال يافته اند؛ نه وسايل جنگى مدرن و پيشرفته شان كارگر افتاده و نه سربازان مغرور فاتح شان كارى از پيش برده؛ نه با كشتارهاى بيرحمانه توانسته اند مقاومت را سركوب كنند و نه با ويرانگرى ها و تخريب تأسيسات اقتصادى و نابودى تمامى امكانات زندگى اين مردم؛ توانسته اند سنگر ها را بكوبند و آزادى خواهان افغان را به تخليه سنگر ها و گذاشتن سلاح برزمين وادار كنند. مجاهدين افغان در مقاومت و جهاد شان عليه ناتو؛ كاملاً تنها بودند؛ نه تنها هيچ حامى اى در دنيا نداشتند؛ بلكه رقباى جهانى امريكا و كشور هاى همسايه افغانستان نيز امريكا را در اشغال كشور ما همراهى كردند؛ اما با وجود آن؛ پس از مدت كوتاهى؛ به اين نتيجه رسيده اند كه افغان هاى سربلند حضور نيروهاى اجنبى را در سرزمين خود هرگز و به هيچ صورتى تحمل نمى كنند؛ چاره اى جز ترك اين كشور و اخراج نيروهاى شان نيافته اند.

اهميت ستراتيژيك افغانستان چنان بوده كه اشغالگران را به تصرف آن كشانده و پس از شكست نيز حاضر نبودند با خروج قواى خود قضيه را خاتمه يافته خوانده و افغان ها را آزاد بگذارند و از مداخله در امور داخلى اين كشور خوددارى ورزند؛ برعكس خواسته اند با خروج نيروهاى شان؛ حساسيت افغان ها را خفه كنند، در ظاهر بيرون بروند و بدينترتيب مقاومت را تضعيف و خاموش كنند؛ ولى از طريق تحميل مهره هاى داخلى خود؛ سلطه شانرا بر اين كشور حفظ نمايند.

نيروهاى انگليس بيرون رفتند؛ ولى شهزاده اى را در عقب گذاشتند كه در برابر يك موتر رولزرويس انگليسى؛ كه چون تحفه اى در سفرش به انگلستان به او داده شد، چادر ملكه اش را در محضر مردم دور انداخت، عنعنات دينى و ملى افغان ها را به تمسخر گرفت، فرمان صادر كرد كه مرد و زن افغان مكلف است لباس ملى اش را كنار بگذارد، دريشى بپوشد، شپو بر سر بگذارد و نيكتايى بزند، و زنان؛ چادر افغانى را از سر بردارند و با موها و پاهاى برهنه و عريان نمايان شوند؛ تا از اين طريق به ترقى و تعالى برسيم و از عقب ماندگى نجات بيابيم!! اين شهزاده معاهده اى را با انگليس ها در پغمان امضاء كرد كه بر تمامى معاهدات اسلافش با انگليس ها صحه مى گذاشت؛ به شمول معاهدات يعقوب خان و عبدالرحمن خان؛ شامل معاهده گندمك و تجزيه و تقسيم افغانستان. و آنگاه كه او بسوى روس ها متمايل شد و از افكار كمونستى كرملين نشينان متأثر گرديد؛ انگليس ها او را كنار زدند و در عوضش مهره ديگرى را مسلط كردند؛ نادرشاه را از طريق بمبئى و پشاور به كابل رساندند و تخت و تاج كابل را به او سپردند. در تمامى مدتى كه خاندان نادرى بر كشور ما حكومت كرده؛ ما روز استقلال كشور را در حالتى تجليل كرده ايم كه در واقع از آزادى واقعى محروم بوده ايم و تحت سلطه غير مستقيم اجنبى قرار داشته ايم. عده اى ساده انديش پنداشته اند كه افغانستان آزاد است و افغان ها به استقلال رسيده اند؛ نمى دانستند كه نادرخان در اصل مكناتن افغانى انگليس ها بود. همچنان روس ها آمدند؛ پايتخت را اشغال كردند، ببرك را بر اريكه قدرت نشاندند، يك مليون سرباز جنگ آزموده شانرا گروه گروه به افغانستان فرستادند، تمامى وسايل مدرن شانرا تجربه كردند، از اشغال دائمى افغانستان عاجز ماندند، چاره اى جز برون رفتن از اين كشور اشغال ناپذير نيافتند، رفتند ولى نجيب را در عقب خود گذاشتند و آنگاه كه نجيب چانس بقا در قدرت را از دست داد و به استعفاء وادار شد، مهره هاى مجاهدنما را در يك جبهه ائتلافى با مزدوران كمونست مسكو؛ وارث تخت و تاج ساختند، با ارسال سلاح و پول درپى بقاى آنان در اريكه قدرت شدند.

نيروهاى امريكايى پس از بيست سال جنگ خونين و ناكام؛ مجبور شدند كشور ما را ترك كنند؛ خواستند خروج شان آبرومند و به گونه اى باشد كه حفظ منافع استعمارى اش در افغانستان و منطقه تضمين بوده و نظامى كه بيست سال بر آن سرمايه گذارى كرد؛ حفظ شود؛ مذاكرات دو جانبه را در دوحه و در كنار بزرگترين پايگاه نظامى اش تدارك ديدند؛ كه منتج به امضاء معاهده دوحه گرديد؛ اما اراده الهى به گونه اى بود كه نگذاشت خروج ناتو آبرومند بوده و با دست پر از افغانستان خارج شوند؛ خروج امريكا از افغانستان چنان بود كه يكى از سناتور هاى معروف امريكا آن را شكست ستراتيژيك خواند و ديگرى آن را چنان صدمه بزرگ به حيثيت و اعتبار امريكا شمرد كه گفت: پس از اين كسى امريكا را دوست با اعتبار و قابل اعتماد نخواهد گرفت!!

برادران و خواهران عزيز!

كشور هاى آزاد شده از سلطه اجنبى؛ همواره سرنوشت مشابه داشته اند. دشمن بيرونى را بيرون رانده اند و در ظاهر به آزادى رسيده اند؛ ولى مهره هاى داخلى دشمن بر سرنوشت آنها مسلط گرديده و از نيل به آزادى واقعى محروم مانده اند؛ دشمن توسط همين مهره ها نه تنها از تحقق آرمان ملت هاى آزادى خواه مانع شده اند؛ بلكه رهبران ملى شان كه در جريان مقاومت از متن ملت برخاسته اند و دشمن از سركوبى، تهديد، تطميع و خريدارى آنها عاجز شده؛ توسط اين مهره ها بزندان رفته اند، به اعدام محكوم شده اند، تبعيد و ترور شده اند.

كارى را كه دشمن نتوانسته با سربازان خود انجام دهد؛ با مهره هاى مزدور خود به آسانى انجام داده است.

وروڼو خوېندو!

د اسد 24 يوه بله ستره تاريخي ورځ ده؛ پر امريكايي اشغالگرانو د مجاهدينو د بريا ورځ؛ دا ورځ بايد هر كال په داسي پرتمينه توگه ولمانځل شي چي راتلونكو نسلونو ته ځلانده درس وي او هر دښمن ته ورپه ياد كړي چي چا د افغانستان د اشغال غلطي كړې؛ خپل سر ئې خوړلى او ماتي پښې ترې وتلى.

دا ورځ؛ ټول مؤمن افغانان؛ د خونړي اشغال خاتمه او په يوه تاريخي جهاد كي د افغانانو د بريا ستره او ځلانده ورځ گڼي؛ ځيني پرې خفه دي او د جمهوريت پاى ته رسېدا ئې گڼي؛ د ايمان خاوندان او په آزادۍ مين افغانان ئې ستايي او لمانځي اما منافقين او غلامان ئې توره ورځ گڼي. هغه چي له اشغالگرانو سره يو ځاى راغلي او يو ځاى ورسره وتلي؛ دا ورځ ورته توره شپه برېښي؛ د اشغالگرانو بېرته راتگ او د هغوى د مټو په زور بيا د اقتدار پر كرسۍ د كښېنستو هيله لري!!

وروڼو خوېندو!

هغه چي په تېرو 44 كلونو كي؛ د دوو اشغالگرانو لپاره د افغان ولس په خلاف جنگېدلي؛ او له بهرنيو ځواكونو سره يو ځاى له افغانستان وتښتېدل؛ نن په اروپا او امريكا كي؛ د ناټو غړو هېوادو ورته پناه وركړې؛ دفترونه او مركزونه ئې ورته پرانستلي؛ او په پراخه پيمانه ورته تبليغات كوي او پر شا ئې ټپوي چي د مقاومت په نامه جنگي جبهه جوړه كړي او پرېنږدي افغانستان كي ثبات او امنيت رامنځته شي. تېره اونۍ د مخكني نظام فراري وزيرانو، جنرالانو او واليانو؛ په يوې آن لاين غونډي كي د دې جنگي جبهې جوړيدا او غوښتني ئې اعلان كړې. دا په حقيقت كي د څو معلوم الحاله څېرو تلفوني غونډه وه نه د گوندونو غونډه؛ د بحران د حل لپاره ئې هيڅ څه نه درلودل؛ اساسي غوښتنه ئې په قدرت كي مشاركت وو؛ همغسي مشاركت چي دوى ئې خوند په تېرو دريو لسيزو كي څكلى؛ هغسي مشاركت چي دوى ئې يوازي د اشغالگرانو د جهازونو تر وزر لاندي تر لاسه كولى شي. بيا بايد ناټو يا د ناټو په څېر بل ځواك راشي، كابل ورته ونيسي او دوى د مخكي په څېر پر كرسيو كښېنوي.

دوى داسي دي چي يوه وړه ولسوالۍ هم نشي متحد كولى؛ څنگه به وتوانېږي د افغان ولس لپاره يو دروند او معتبر محور رامنځته كړي؛ د دې غونډي او د عالي شورىٰ نږدې نيمايي غړي ئې د يوه قومي گوند غړي دي؛ داسي ډله چي هېواد ئې هم په روسانو پلورلى او هم په ناټو؛ دا نن هم له شل كلن اشغال حمايت كوي؛ په ډېري بې شرمۍ سره وايي: موږ په شلو كلونو كي جمهوريت راوستى؛ په دې هم نه پوهېږي چي جمهوريت او اشغال دوه متضاد او متناقض مفاهيم دي؛ دواړه هممهاله او په يوه هېواد كي نشي راغونډېدى؛ يوازي يو سفيه او جاهل انسان به د اشغال په حالت كي د جمهوريت شتون مني؛ جمهوريت يعني د ولس ارادې ته درناوى او تمكين او اشغال او استبداد يعني د ولس اراده سلبول او د پرديو ارادې ته سر ټيټول.

عجيبه ده؛ آيا هغه چي د دوو اشغالگرانو تر قومندې لاندي د ملت خلاف جنگېدلي؛ د پرديو د مټو په زور تر ارگ رسېدلي؛ كله چي په زړه او ناكاره پرزه بدل شوي؛ نو په ټيټو سترگو ئې ويلي: موږ ئې د پيپسي تش ډبي په څېر لري وغورځولو!! ډېره عجيبه ده چي دوى داسي ادعاء كوي!! هغه چي د اشغالگرانو له ماتي وروسته؛ يا له بهرنيو سره يو ځاى او د هغوى په جهازونو كي له افغانستان وتلي او يا تر هغوى وړاندي؛  دوى نه تر دې وړاندي د نظام په جوړولو كي څه ونډه درلوده او نه به ئې له دې وروسته ولري.

له دې غونډي لا دوه ورځي نه وې تېري شوې چي يوه ئې په مستقله توگه طالبانو ته پيغام ولېږو چي د جنگ مخالف دئ او روغه جوړه غواړي؛ بايد مذاكرات پيل شي او گډ حكومت جوړ كړو!!

په همدې غونډي كي ډېرى ئې د يوه گاونډي هېواد له لوري حمايت شوي؛ خو د همدې هېواد يوه مسئول مقام وويل: د مقاومت جبهه د امريكا په اشاره او مرسته جوړه شوې!! همدا تبصره ئې د بلخاب او ملا مهدي په اړه درلوده!!

مگر كېدى شي د مقاومت په اړه له دې پرته بله څه وويل شي او د منلو وړ وي؛ دا ډلي په تېرو شلو كلونو كي د امريكا په چوپړ كي وې او ډېرى ئې امريكايانو له ځان سره يو ځاى او وروسته وړاندي وايستلې او ټول د ناټو غړو هېوادو كي مستقر دي؛ دفترونه او مركزونه او تبليغاتي فعاليتونه لري؛ كه د دوى په اړه له دې پرته بل څه وويل شي؛ نو نه يوازي وينا ئې د حقيقت خلاف ده؛ بلكي نه ئې افغانان ورسره مني او نه نړۍ وال

تېرو تجربو ښودلې چي دا ډلي نه پر واحد محور راټولېدى شي او نه كوم دروند او منلى مشر موندلى او غوره كولى شي. په يوه مشر ئې راټولېدا محال ده؛ نه كوم سپېڅلى آرمان لري او نه د هېواد او ولس غم ورسره دئ؛ په بهر كي زېږېدلې ډلي دي له بهرنيانو سره راغلې او له بهرنيانو سره يو ځاى وتلې؛ هيڅ كله ئې له بحران د وتلو  حل لاره نه درلوده او تل ئې له معقولو طرحو سره مخالفت كړى.

د ځينو په اړه قرآن فرمايي:

... تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا يَعْقِلُونَ 14 الحشر 14

... راغونډ ئې انگېرې خو زړونه ئې متشتت او خواره واره دي؛ دا ځكه چي تعقل نه كوي.

دوى د همدې وينا مصداق دي؛ هر څوك په بېلي وادي او خوړ كي؛ ځيني ئې فيدرالى نظامى غواړي؛ د افغانستان تجزيه يوازينى او وروستى حل گڼي؛ ځيني ريفراندم غواړي خو د ريفراندم په معنىٰ هم نه پوهېږي؛ ځيني ئې غير متمركز پارلمانى نظام غواړي؛ ځيني ئې كمونستان دي، ځيني ئې سيكولران؛ ځيني ئې د كمونستانو او مسلمانانو تر منځ د نفاق په خم كي رنگ شوي.

د دوى په طرح كي ملت او رأيه ئې؛ په بشپړه توگه له پامه غورځول شوې؛ د راتلونكي نظام څرنگوالي ټاكلو حق هم ځان ته وركوي؛ پارلماني غير متمركز نظام غواړي!! هغه څوك چي نه د قوم او سيمي استازى دئ؛ هيڅ افغان د وكيل او كفيل په توگه نه دئ ټاكلى؛ نه په خپل گوند كي او نه په خپل قوم او سيمي كي؛ څنگه دا حق ځان ته وركوي چي د ټول ملت برخليك او د راتلونكي نظام څرنگوالى وټاكي؛ او په دې اړه شرائط وضع كړي!!

راتلونكى نظام او څرنگوالى ئې نه د يوه شخص غوښتني او ارادې ته سپارل كېدى شي؛ او نه كوم گوند او ډلي ته؛ دا موضوع په ټول ملت پوري تړلې موضوع ده؛ يوازي داسي درنه او معتبره شورىٰ ئې پرېكړه كولى شي چي ملي اجماع تمثيل كړي؛ غړي ئې د ملت واقعي استازي وي او د ملت غوڅ اكثريت ئې تر شا ولاړ وي

كه څوك په رښتيا د بحران حل غواړي نو د دغسي يوې معتبري شورىٰ د جوړېدو غوښتنه دي وكړي؛ نه شخصي غوښتني او په اقتدار كي مشاركت.

كه دغي جبهې د داسي يوې درنې منتخبي شورىٰ جوړولو مطالبه كړې وى او ويلي ئې وى چي همدا شورىٰ دي د راتلونكي نظام او حكومت په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي؛ موږ به هم او ډېرو افغانانو به هم د دې طرحي حمايت كړى وو

په كار خو دا وه او ده چي ټول هغه ناافغانان چي د اشغالگرانو ملگرتيا او مرسته ئې كړې؛ مخصوصاً هغه چي په لوړو نظامي، امنيتي او اداري كرسيو نصب شوي وو؛ او هغه چي هم د شوروي اشغالگرانو په چوپړ كي وو او هم د ناټو؛ حتى هغه هم چي تر شورويانو وړاندي ئې د انگرېزانو جاسوسي او ملگرتيا كړې؛ زامن او لمسيان ئې د شورويانو او امريكايانو په خدمت كي ول؛ دوى بايد محاكمه او مجازات شوي وى؛ د نورو لپاره د عبرت په موخه؛ بايد راتلونكي نسلونه د دوى له شر وژغورل شي؛ په ټولو هېوادونو كي چي له اشغالگرانو ئې آزادي تر لاسه كړې او د ملت له ارادې راټوكېدلي حكومتونه ئې په برخه شوي؛ همدا كار شوى؛ او هر هغه حكومت چي د دې كار له كولو ئې ډډه كړې له بدو پايلو سره مخامخ شوى؛ لنډه موده وروسته همدغو مفسدينو يو ځل بيا اشغالگرانو ته د هېواد دروازې پرانستې دي؛

كه له كمونستانو سره محاسبه شوې وى نو د ناټو سرتېري به نه ترې جوړېدل؛ ناټو به له دوى فوځ او امنيتي ځواكونه نه جوړول؛ د ناټو تر سلطې لاندي مو پرچمي جمهور رئيس، د جمهور رئيس لومړى معاون، د امنيت شورىٰ مشاور، د ملي امنيت رئيسان، خارجه وزيران، د فرقو او قول اردو قومندانان؛ د كمونست گوند او مخصوصاً د پرچم ډلي غړي ول. په انتخاباتو كي څلور كمونستان كانديد شوي وو!!

وروڼو خوېندو!

په دې وروستيو كي دا افواهات خپاره شوي چي د جوزجان په يوې سيمي كي يو شمېر كورونه ناڅاپي سوزېدلي؛ او گواكي د سيمي خلكو د اور تر لگېدو لږ وړاندي داسي عجيب څه ليدلي او اورېدلي چي ښيي دا به پېريان وي!! په دې اړه خپلو مؤمنو افغانانو ته وايو:

قرآن وايي: انسان نشي كولى پېريان په خپلو سترگو وگوري، چا ته ضرر نشي رسولى، پر انسانانو هيڅ تسلط نه لري او هيڅ مخلوق؛ د پېريانو په شمول نشي كولى خپل فطرت او جوړښت بدل كړي؛ جن هغه څه ته وايي چي په سترگو نه ليدل كېږي؛ قرآن د پېري لپاره همدا نوم غوره كړى؛ څوك چي د پېريانو په اړه له دې پرته بله عقيده لري؛ هغه د قرآن خلاف خبره كوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي:

14228 - عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَغْلِقُوا أَبْوَابَكُمْ، وَخَمِّرُوا آنِيَتَكُمْ، وَأَطْفِئُوا سُرُجَكُمْ، وَأَوْكُوا أَسْقِيَتَكُمْ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لَا يَفْتَحُ بَابًا مُغْلَقًا، وَلَا يَكْشِفُ غِطَاءً، وَلَا يَحُلُّ وِكَاءً، وَإِنَّ الْفُوَيْسِقَةَ تُضْرِمُ الْبَيْتَ عَلَى أَهْلِهِ» يَعْنِي: الْفَأْرَةَ مسند احمد

له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: دروازې مو بندي كړئ؛ د اوبو لوښيي مو وپوښئ، څراغونه مو خاموش كړئ، د اوبو ژيو خولې وتړئ؛ يقينا چي شيطان نه كومه تړلې دروازه خلاصولى شي؛ نه كوم پوښښ پرانستلى شي او نه كومه غوټه وازولى شي؛ او موږك يو كور پر هستوگنو ئې سوزولى شي.

يعني پيريان نه تړلې دروازه خلاصولى شي، نه د لوښي سر لوڅولى شي، نه د ژي خوله او غوټه پرانستلى شي؛ حتى دومره هم نشي كولى لكه يو موږك چي ئې كولى شي؛ موږك كولى شي د ډېوې سوزېدونكى تار كش كړي او خونه وسوزوي.

غالب گمان دا دئ چي دې كورونو ته هغه څوك اورونه اچوي چي غواړي خلك د سيمي پرېښودو ته اړ كړي؛ تر شا به ئې د هغو فتنه گرو او خبيثو كړيو لاس وي چي د جگړو اورونه بلوي، چاودني او ترورونه كوي. عجيبه ده چي د سيمي مسئولين د خلكو د غلطو باورونو او خرافاتو د تصحيح پر ځاى خرافات تأييدوي او دا پېښه د پېريانو له لوري گڼي.

دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ ولس او هېواد د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو وژغوري او له جگړو او فتنو فارغ افغانستان راپه برخه كړي. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک