د خپلواکۍ ورځ، ستونزي او حللاري ئې!
اسد الله اسد
نن د هيواد د خپلواکۍ ۱۰۳مي کليزي ورځ ده، هغه ورځ چي د غازي آمان الله خان په مشرۍ د هيواد زړورو ولسونو انګريزي ښکيلاک په ګونډو کړ او د توري په زور ئې را پاته هيواد زموږ کړ!
انګريزي ښکليلاک له سيمي ووت خو خپلو توطئو ته ئې دوام ورکړ، دومره چي ترننه موږ ترې کراره ورځ و نه ليده، د غازي امان الله خان پر وړاندي د بغاوتونو تر شا انګرېز ولاړ وو او وکولی ئې سول چي د افغانستان د پرمختګ مخه ډبه کړي او په سيمه کې د ملتونو د يو ويښوونکي، خوځوونکي او جوړوونکي هيواد جوهر غارت کړي!
سرې لښکري همدوی زموږ پر هيواد را مارش کړې څو ئې د افغانانو په لاس و ځپي او له دې لاري خپل نړيوال برم وساتي، د سرو لښکرو پر وړاندي د افغان مقاومت څپې او تپې دوی و پاشلې تر څو کولی سي په سيمه کي خپل ستراتېژيک اهداف و پالي!
همدوی ول چي شل کاله پخوا ئې زموږ پر هيواد د ترورزيزم د ځپلو تر دورغجني او مکرجني نارې لاندي يرغل وکړ، زموږ کلي، ښارونه، کورونه، مدرسې، حجرې، هديرې او بانډې ئې بمبارد کړې، د دېموکرات نظام په نوم ئې يو بې واکه، کاواکه او بې ځواکه نظام را جوړ کړ چي د لنډغريزم او مافيا په منګولو کې ايسار وو او تر پايه و نه توانېد چي هيواد له سياسي او اقتصادي ټراما را وباسي!
اوس هم همدوی دي چي پرموږ ئې سياسي او اقتصادي کړۍ را تنګه کړې، د نوي نظام د بهرني مشروعيت پر وړاندي ولاړ دي، د داخلي بغاوتګرو ښکاره او پټ ملاتړ کوي، زموږ ملي پانګي ئې کنګل کړې دي!
سږ کال افغانان د خپلواکۍ ۱۰۳ مه کليزه په داسي حال کي لمانځي چي په هيواد کي ئې بهرنۍ عسکر وجود نه لري، نظام ئې خپل دئ، که څه هم چي ډېري ستونزي شتون لري، د ستونزو لاملونه بهرني او هم کورني اړخونه لري.
نن موږ يوازي سياسي خپلواکي ترلاسه کړې، دومره چي هيواد مو د بهرنيو لښکرو له وجود پاک دئ خو ډېري تشي لرو، اقتصادي خپلواکۍ، علمي او فکري خپلواکۍ هغه پړاوونه دي چي که و نه وهل سي، سياسي خپلواکي هيڅ ارزښت نه لري، بېرته را څخه اخيستل کېږي، ساتل ئې آسان ندي!
نن ورځ افغانان يوازيني هغه کمبخته خلک دي چي په مليونونو په پرديو هيوادونو کي کډوال دي، نسلونه، فکرونه او پانګي ئې د نورو هيوادونو او ولسونو په خدمت کي دي، له خپل هيواد په تېښته دي، د هيواد پر دروازو چي کوم وضعيت ليدل کېږي، هغه د يو ابرومند او عزتمن ولس وضعيت ندی!
ا ا ا بايد دا لاندي اساسي تشو ته پام وکړي تر څو وتوانېږي د هيواد خپلواکۍ وساتي:
1. زموږ په هيواد کي د ټولو بغاوتونواو کودتاوو بنستيز لامل چي بهرنيو يرغلونو ته ئې هم لار خلاصه کړې، د واک د لېږد د ميکانيزم نشتون وو، ااا بايد د واک د لېږد داسي يو متفق عليه ميکانيزم را وپېژني چي ټولو هيوادوالو ته د منلو وړ وي، ترڅو په راتلونکي کي واک ته د رسېدا هڅي د رژيم د پرځېدا له لاري و نسي.
2. تېر څلوېښت کلن بحران زموږ ملي وحدت سخت ځپلی دئ، دومره چي د هيواد وروڼه قومونه، قبيلې او پرګنې ئې د يو بل پر ضد درولې، توکميز ، ژبنيز او سيمه شاونزم پر افغانيت غلبه موندلې، هغه چي د هيواد د تجزيه غوښتونکو سره ئې مرسته کړې ده . د دې ژور زخم د درملنې لپاره ملي پخلايني ته سخته اړتيا ده، ملي پخلاينه هغه وخت شونې ده چي ټولنيز عدالت پلی سي، هيڅوک هم د محروميت او محکوميت احساس و نه کړي، د تېر نظام نظامي او ملکي منسوبينو ته دي غېږ خلاصه سي، شړل، هېرول او پرېښوول ئې د هيواد او ولس په ګټه ندي.
3. زموږ هيواد د خپل ځانګړي جيوستراتيژيک او جيواکناميک موقعيت له مخي تل د بهرنيو يرغلونو، تاړاکو او سازشونو ښکار سوی دئ، په سيمه کي داسي يو اقتصادي سياست او د اقتصادي سرچينو مديريت چي د سيمه ييزو، ګاونډيو او نړيوالو ابر قدرتونو ګټي و نه ګواښي، اړين دئ . د دې کار لپار بايد يو وړ کاري او مسلکي ټيم چي د نړيوال اقتصاد، ډيپلوماسۍ او سياست له رمزونو سره آشنا وي، و ګمارل سي او واک ورکړل سي چي په آزاد مټ د هيواد لپاره لابي وکړي.
4. زموږ د هيواد په مليونونو وګړي په پرديو هيوادونو کي دي، نور هم ور په منډه دي، له قانوني او غير قانوني لارو له هيواد ځان باسي، د بشري او فکري قوې تر څنګ د پانګي فرار – سختي بدي پايلي لرلی سي، حکومت دې په عاجل ډول غم وخوري، اقتصادي، سياسي او کلتوري ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، د زده کړو او کار فرصتونه دي ورته رامنځته کړي.
5. د خپلواکۍ ساتل د پياوړي قلم، ويښتيا او ځيرکتيا پر مټ شونی دئ. د دې لپاره چي موږ ويښ ولس ولرو، بايد قلم مو خپل سي، زموږ بچي بايد نور خپل قلم، کتاب او کتابچه ولري، نور بايد دېته اړتيا نه وي چي د ديني او عصري زده کړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولاړسو او له هغه ځايه د زده کړو په نوم د هغوی فکرونه اوکلتوري کوډونه خپلي ټولني ته راوړو. موږ له دې اړخه سخت ټکان خوړلي دي، د کميونيزم تخم هم له دې لاري زموږ هيواد ته راوړل سوی، د مذهبي تفرقې او الحاد زړي هم هغوی پاشلي چي له هيواد د باندي ئې زده کړي کړې دي، استثنی حتماً سته او بېخي ډېره ده . هدف مي دا دئ چي موږ بايد يو پرمختللی ښوونيز نظام ولرو، هغه چي د مدرسې او مکتب توپير ورک کړي، پر بهرنيو مو احتياج له منځه يوسي، يوازي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه بايد زده کړي په بهرنيو موسساتو کي وسي . دا کار له اقتصادي، سياسي او کلتوري اړخه موږ خوندي کوي.
په همدې هيله
د هيواد د خپلواکۍ يو سل درېيمه کليزه مو مبارک سه
د خپلواکۍ د لاري اتلانو او شهيدانو ياد دي ژوندی وي
