No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏په کندهار کې د دیني علماوو، چارواکو، قومي مخورو، فرهنګیانو او عامو خلکو په ګډون ولسي غونډه جوړه شوې وه.

د ملي ټلویزیون رئیس احمدالله وثیق وايي، چې د استقلال او د اسلامي امارت د ملاتړ په هدف د کندهار ولسي غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې شاوخوا ۲ زره ۵ سوه کسانو برخه اخیستې وه.

: ‏د کندهار د ولسي غونډې یوه ګډونوال له اسلامي امارت وغوښتل، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

نوموړي وویل: اصول او چوکاټ یې دې حکومت ورته جوړ کړي مګر ښوونځي دې پرانیزي.

: ‏امیرخان متقي د کندهار ولسي غونډې ته: که مونږ پاکستان ته لار ورکړې چې اسیایي هیوادونو ته خپل مالونه یوسي خو مونږ هم کولی شو چې هندوستان ته خپل مالونه ورسوو.

امیرخان متقي وویل، چې یو شمېر هېوادونو د امریکا په خوله رسمیت پېژندنه ځنډولې خو ډیپلوماتیکي اړیکي پالي.

: ‏د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند په یوه جومات کې د تېر ماښام په چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو ددې ستر جنایت عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري‌.

: ‏د تصفیوي چارو لوی کمېسیون وايي هغه هېوادوال چې په تصفیوي عملیاتو کې د نیول شویو نقلیه وسایطو او نورو اجناسو په اړه د شخصي ملکيت ادعا لري؛ د دغو وسایطو د بېرته ترلاسه کولو په هدف دې خپلې عریضې او د ملکیت اسناد د سنبلې تر ۱۲مې نېټې د کابل پولیسو اکاډمۍ د معتمدینو کمېسیون ته وسپاري.

: ‏په کندهار ولایت کې د اهل تشیع مشر زاهد اغا د کندهار ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې  یوازې په علم او تقوا حکومتولي نه کیږي، عالمان باید سیاسي پوهه هم ولري.

: ‏د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیب الله اغا د کندهار په ولسي غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې که دیني عالمان پر رسنیو کې نېمګړتیاوې بیانوي، د فساد لامل ګرځي او په خبره یې حکومت د شکایتونو د وړاندیزونو لپاره مرکزونه لري، دا شکایت دې هلته ووایي.

: ‏اسلامي امارت د کابل خیرخانې په یوه جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د عامو خلکو قاتلین او د داسې جنایاتو عاملین به ډیر ژر نیول کیږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسیږي.

: ‏د هوا پېژندنې ریاست سبا (جمعه) او بل سبا (شنبه) په بدخشان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشیر، تخار، بغلان، پروان، بامیان، سمنگان، کابل، میدان وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان، دایکندی، غور، کندهار او هلمند کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په صدیقیه جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا یې د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی په کندهار کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو د دې تمه باید و نه‌لرو چې له شل کلنې جګړې وروسته دې له هغوی سره اړیکې دومره ژر عادي شي.

: ‏قرار است فردا (جمعه)، زمان معافیت ممنوعیت سفر بر چندین عضو امارت اسلامی تمام شود. هرچند سازمان ملل دربارۀ تمدید این معافیت تاکنون چیزی نگفته است، اما امندا پرایس، خبرنگار الجزیره در سازمان ملل در صفحه تویترش نگاشته است که رای‌زنی‌ها ‏دربارۀ معافیت ممنوعیت سفر اعضای امارت اسلامی در شورای امنیت این سازمان به بن‌بست رسیده است. اما تصمیم نهایی تاکنون در این باره گرفته نشده است.

: ‏په کندهار کې د نننۍ ولسي غونډې ګډونوالو د یوه ۱۷ ماده‌يي پرېکړه‌لیک په خپرولو سره پر نړیوالې ټولنې په تېره اسلامي هېوادونو غږ کړی چې اسلامي امارت د "یوه مشروع نظام" په حیث په رسمیت وپېژني او له اسلامي امارته یې غوښتي چې دیني او عصري زده‌کړو او اقتصادي ودې ته پاملرنه وکړي.

‏په‌دې پرېکړه‌لیک کې په کابل کې د امریکا وروستی هوايي برید د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه او د افغانستان پر حریم تېری بلل شوی او زیاته شوې: «کوم ګاونډي هېواد چې د امریکا بې‌پلوټه الوتکي ته پخپله فضاء کې د الوتلو اجازه ورکړې ده، هغوی هم په‌دې جنایت کې ورسره شریک دی

‏د دې پرېکړه‌لیک په دویمه ماده کې دې ګاونډي هېواد ته په اشارې همداراز راغلي: «د همدې هېواد واکمنان باید پوه شي چې د افغانستان پر سر معامله کول او د افغانستان دښمنمانو ته په خپله ځمکه او فضاء کې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول یقینا د دوی لپاره بدي پایلي لري

: ‏د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ چې کورونه یې نړیدلي له خپلو اصلي مېنو نږدې ځایونو ته بېځایه شوي دي.

: ‏د ا.ا کابينې چې د رييس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه دغه راز اقتصادي کمېسيون ته دنده سپارلې ده چې له وړانديزونو سره سم د کمال خان بند د پاتې تخنيکي کارونو د بشپړولو لپاره اقدام وکړي.

: ‏په پروان ولایت کې د کرونا ناروغۍ درملنې ته د ځانګړي شوي روغتون مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۷۰ سلنه زیات شوی دی. دوی وایي، چې د ناروغانو د زیاتوالي له کبله د بستر او نورو امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

: ‏د جمهوریت د وروستیو ورځو لوی درستیز جنرال علیزی:

کرزی دروغ وایي، چې د سقوط په ورځ ما ارګ نه نیوه.

وایي، که ما یې مخه نیولې نه وای، واک یې لاس کې اخیسته او شاید د پوځ قومندانان یې طالبانو ته په لاس هم ورکړي وای.

: ‏طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت:

تېر کال حوادثو ۱۵۱۱ افغانان وژلي او ۳۷۰۰ تنه یې ژوبل کړي دي.

: ‏په بشري حقونو د څار سازمان:

امکان نه لیدل کېږي چې نوي واکمن افغانستان کې داسې اسانه د نجونو ښوونځي  پرانیزي.

وایي، نړیوال دې لاس تر زنې نه کېني او په دې اړه دې اقدام وکړي.

: ‏د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ:

د افغانستان خلک او ښځې ژوره غمیزه کې راګېر دي او تېر کال افغانستان ډېر زیات پر شاتګ کړی.

وایي، دا نه یوازې افغانستان، موږ بلکې نړیوالو شریکانو ته غموونکې ده چې هلته مو د رغون ډېرې هڅې وکړې.

: ‏د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د نړیوال امنیت کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم دی. ددغه سازمان مشر د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د ثبات او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.

: ‏امریکايي ديپلوماتان وايي افغانستان کې یې د ماتې ستر لامل اداري فساد و. په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر سیګار ته ویلي چې افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل وسله والې ډلې نه بلکې پراخ اداري فساد و.

: ‏د يونان په سويل کې يوه ټاپو ته نږدې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې ده. د يونان ساحلي ګارد په کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر ۹۷ ښودلی خو د هغوی هويت يې نه دی په ډاګه کړی. ځايي رسنيو بيا ويلي چې د کښتۍ په سپرليو کې پنځه مېرمنې او پنځه ماشومان هم شامل دي چې ښايي ټول افغانان وي.

: ‏پاکستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له کبله په دغه هېواد کې ۶۴۹ تنه مړه شوي او ۱۰۳ ولسوالۍ اغېزمنې شوې دي.

: چین وايي، د افغانستان له اوسني حکومت سره به خپلې اړیکې پراخې کړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو په یوې خبري غونډه کې وویل، چین به د یوه ښه ګاونډي او شریک په توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

هغه وايي، چين د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندلو په برخه کې د امريکا لار نه څاري او په تېر يوه کال کې يې له اوسني حکومت سره اړيکې ښې او د ورورولۍ وې.

په کابل کې سفیر وانګ یوو وايي: «چين به د ښه ګاونډي، ورور او همکار په توګه د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو افکارو په رڼا کې د نړيوال پرمختيايي او امنيتي وړانديزونو له مخې، له افغانستان سره د مختلفو چارو همکارۍ پراخې کړي. له زحمت‌کښو افغانانو سره يو ځای به په افغانستان کې د سولې، ټيکاو او پرمختګ د ژر تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک