د حزب اسلامي د بنديانو د آزادی په اړه
فيض الله جليلي
تقریبا" دوه کاله مخکې د بندیانو د خلاصون لپاره ارګ ته د ملګرو سره لاړم تر څو د حزب اسلامي افغانستان او دولت ترمنځ د سولې د توافقنامې په اساس بندیان له بند څخه خلاص شي.
ارګ کې یو ځوان په ځواب کې په ډیره تروشه ټنډه راته وویل چې رئیس جمهور تروریستان نه خوشي کوي. تاسې راغلي یئ چې طالبان او تروریستان خلاص کړئ. که رئیس حمهور یی خلاص کړي، د شورای آمنیت رئیس یی نه خلاصوي، که د آمنیت شوری رئیس یی خلاص کړي، زه یی هم په والله که خلاص کړم. هر څه چې تیرشول، ددوی عکس العمل او روش چې زمونږ سره هر څنګه ؤ؛ خوله نه پرې خوځیږي. ددې ځوان خبرې به مې هیڅ هیرې نه شي.
دومره ورته وایم چې هغه ښاغلي چې تا ورته تروریستان ویل او زه د ملګرو سره یو ځای د سولې د توافقنامې له مخې د هغوی د خلاصون لپاره درغلئ وم، اوس په لوی تعداد خلاص شول او څوک چې پاته دې هغوی به هم انشاءالله یوه ورځ خلاصیږي. اوس دا راته ووایه چې ددې واک ستا سره ؤ او که د امریکا سره؟ هغه توافقنامه چې تاسې په خپله امضاء کړي وه، تاسې په خپله ماته کړه او د توافقنامې هیڅ احترام مو ونه کړ مګر هغه فیصله چې بادار وکړه په تاسې یې عملي کړه.
امریکا خو په تاسې هغه څه وکړل کوم چې روسانو له خپلو ملګرو سره کړي ؤ. که هغه وخت هغه توافقنامه عملي وای اوس به دې ملک کې دومره وینې نه توئیدې. دوی خو اوس خلاص شول، اوس به ستا جواب دې خپل ملت ته څه وي؟ اوس هم سر د وخت ده، پریږدئ چې ملت خپله راتلونکي په خپله وټاکي.
په ټول سیاسی تاریخ کې هیڅ اشغالګر هم د چا سره وفاء نه ده کړي ، دوی همیشه خپلې ګټې ساتې، نه د نورو.
