No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کندهار سبا ته د افغانستان پر عمومي مسایلو د  بحث لپاره د یوې غونډې کوربه دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نور احمد سعید پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د  ا.ا چارواکو سربېره د پخواني حکومت ځینې چارواکي او قومي مخور برخه اخلي او د هېواد پر عمومي مسایلو بحثونه کوي.

: ‏د ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وايي، په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له کبله تړل شوي دي

نورالله منیر وايي، ا.ا د نجونو د ښوونځیو په تړاو له شرعي اړخه کومه ملاحظه نه لري خو زیاتوي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړل شوي ‏دا په داسې حال کې ده چې پرون د پوهنې وزارت ویاند د خپل وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي وو چې د نجونو ښوونځي به د طرحې تر جوړېدو تړلي پاتې وي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان هیڅکله د ترهگرو ډلو کوربه نه و بلکې یو قرباني یې و.

کرزي ویلي چې د سړې جگړې پر مهال امریکا افراطیت د شوروي د ماتې او پاکستان د افغانستان د ضعیف کولو لپاره کارولی په نتیجه کې افغانستان د ترهگرۍ قرباني گرځیدلی.

: ‏حامد کرزي له دویچه ویله سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو په گډون ټول افغانان باید یو ځای شي او د نجونو ښوونځیو د تړلو پریکړې ته چې یا د طالبانو په منځ کې د چا لخوا شوې او یا هم له بهر نه تحمیل شوې تغییر ورکړي.

: ‏د کابل امنيې قومانداني وايي، تېر یوه کال کې يې نږدې ۲ زره د جنايي جرمونو قضيې کشف کړي او په پایله کې يې ۳۲۵۵ تورن کسان نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

‏د قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ همداراز زیاتوي، شرارتي پېښو کې يې د لاس لرلو په تور ۵۲ تنه له بېلابېل ډوله وسلو سره یو ځای نیولي دي.

مسوولان وايي، د خلکو امنیت يې مسوولیت دی او په هر حالت کې به يې د سر او مال ساتنه وکړي.

: ‏حامد کرزي له سي ان ان سره مرکه کې ویلي چې د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو نیول او د سپټمبر پیښو د قربانیانو کورنیو ته یې ورکول یو ناسم کار دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا د یوه ډیر غریب او بیچاره قرباني نه پیسې اخلي او بل قرباني ته یې ورکوي.

: ‏د ملي دفاع وزارت وایي چې د ا.ا ځواکونو په هرات ولایت کې مولوي مهدي وژلی دی.

دغه وزارت وایي چې مولوي مهدي غوښتل چې ایران ته وتښتي خو د کشف، استخباراتو او سرحدي ځواکونو له خوا د دې ولایت او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او وژل شوی دی.

: ‏دوستم: جګړه حللاره نه ده!

د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو مشرتابه ته یې پیغام استولی او ترې غوښتي یې دي چې جګړه د حل لاره نه ده.

دوستم بي بي سي ته ويلي: "زه غواړم طالبانو ته ووایم چې موږ دوی په جګړه له منځه نه شو وړلی، یو ځل مو دا کار وکړ خو دوی بېرته راغلل.

‏ټول له جګړې ستړي شوي دي. زه هېڅ جګړه نه غواړم او طالبان هم باید دا ومني."

: ‏د کرېکټ نړیوالې شورا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د راتلونکو سفرونو پروګرام اعلان کړ. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له مهال‌وېش سره سم به افغانستان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ موده کې د بېلابېلو لوبډلو پر وړاندې ۲۱ ټیسټ، ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۷ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ تر سره کړي.

: ‏کابل: د خپلواکو خبریالانو ټولنې د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام ته یوه طرحه ورکړې چې د افغانستان د رسنیو کارکوونکو ته معاشونه ورکړئ.

: ‏د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، مسکو کې رسنیو ته:

راغلی یم چې روسیې نه افغانستان ته ۱ میلیون بوشکې تېل وپېرم.

وایي، که زیات راکړي لا به ښه شي.

: ‏طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت:

د تېرې اوونۍ سېلابونو ټول هېواد کې ۱۰۴ کسان وژلي، ۱۱۵ ژوبل دي، له سلو نه د زیاتو مړی و ژوندی ورک دی.

: ایگور کوناشنکوف، سخنگوی وزارت دفاع روسیه در نشست خبری امروز خود در مسکو اعلام کرد: از ابتدای جنگ تا کنون 4 هزار و 334 تانک و خودروی زرهی متعلق به ارتش اوکراین منهدم شده است.

وی ضمن تاکید بر تداوم حملات روسیه علیه عناصر نظامی در اوکراین، گفت: در منطقه خرسون 40 نظامی اوکراین کشته و 10 خودروی نظامی منهدم شدند. همچنین انبار مهمات نیروی هوایی اوکراین در دونتسک با استفاده از موشک‌های حساس هدف قرار گرفت و در پی آن 30 نظامی اوکراینی کشته و بیش از 3 هزار گلوله توپ منهدم شدند.

وی افزود: 9 مقر فرماندهی و 9 انبار مهمات متعلق به ارتش اوکراین در 24 ساعت گذشته مورد اصابت قرار گرفت، 4 پهپاد نیز توسط سامانه های پدافند هوایی روسیه سرنگون شدند.

به گفته سخنگوی وزارت دفاع روسیه٬ تاکنون 267 فروند هواپیما، 148 فروند بالگرد، 1747 پهپاد، 365 سامانه موشکی پدافند هوایی، 4 هزار و 334 تانک و خودروی زرهی، 799 راکت انداز، 3310 هویتزر و خمپاره انداز و 4 هزار و 922 دستگاه خودروی ویژه نظامی متعلق به ارتش اوکراین منهدم شده است.

: ‏ایران: مذاکرات تمام شده و روند توافق در حال انجام است.

نایب رئیس دوم کمیسیون امنیت ملی و سیاست خارجی مجلس ایران اعلام کرد تصمیم سیاسی ایران برای انجام تفاهم گرفته شده و باید آمریکا موضع خود را مشخص کند.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی کابلوف:

د طالبانو اصلي دښمن د افغانستان اقتصادي او ټولنیز حاکم سوی وضعیت دی.

: ‏چین: امریکا افغانستان کې له ماتې سبق نه دی اخیستی.

وایي، اوس هم هېوادونو کې د ډیموکراسۍ او بشر حقونو په بهانه ګوتې وهي.

: ‏د برېټانیا پخوانی لوی درستیز جنرال نېک کارټر:

نړیوالو افغانستان کې پایداره دولت او پوځ جوړ نه کړ او دا موضوع یې درک هم نه کړه، ځکه پخواني نظام سیاسي ماتې وخوړه.

: ‏د روسی‌ خارجه وزارت کې د نویو ګواښونو د څېړنې مشر ولادیمیر تارابرین:

افغانستان د مخدره توکو په لوی امتحاني مرکز بدل شوی.

وایي، د ۲۰۰۱ کال په پرتله دغلته د مخدره توکو تولید ۴۰ برابره زیات شوی.

: ‏امریکا وایي په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان یې د تګ پر مهال په دغه هېواد کې د شاوخوا ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې شوي دي. سرچینه وايي چې په دې وسلو او مهماتو کې موټرونه، ټانکونه او الوتکې هم شاملې دي. امریکايي چارواکي وايي چې تر ۳۰۰ زره ډېر یوازې ټوپک او نورې لاسي وسلې له پخواني حکومت اوسني حکومت ته پاتې دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د مخکني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي.

: د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي چې د نړۍ يو قطبي نظم په ختمېدو دی، له همدې ويرې امريکا په اوکراين کې د جګړې اوږدول غواړي. پوتين چې پرون يې د افريقا، اسيا او لاتينې امريکا د امنيتي چارواکو په ګډون امنيتي کنفرانس ته خبرې کولې وويل چې امريکا په نړۍ د خپلې سلطې د ساتلو لپاره جګړې ته ضرورت لري. هغه ټينګار وکړ چې متحدو ايالتونو اوکراين د خپلو ګټو لپاره د توپ خولې ته ورکړ او اوس هڅه کوي چې په اسيا، افريقا او لاتينې امريکا کې پر جګړو تېل وپاشي. امريکايي چارواکو د پوتين د دې ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

: ‏د افغانستان وضعیت په امریکا کې د سیاسیونو ترمنځ د ستر اختلاف لامل شوی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان وتلو امریکايي سیاستوال په تېره ددغه هېواد دوه ستر ګوندونه جمهوري غوښتونکي او ديموکراتان د یو بل پر ضد درولي دي.

: ‏امریکايي رسنۍ وايي هغه مهال چې بایډن واک ته ورسېد، نو د محبوبیت کچه یې لوړه وه، خو وروسته تر هغه چې له افغانستان د وتلو په پرېکړې سره بايډن د امریکا باور زیانمن کړ، نو د نوموړي د محبوبیت کچه هم راټيټه شوې ده.

: ‏د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پر ټویټر لیکلي، د اسیا په کچه افغانستان کې د امیندوارو مېرمنو د مړینې کچه ډېره ده. یاد صندوق زیاتوي، افغانستان کې د زېږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۶۳۸ یې مري او په وینا یې که مخه یې و نه نیول شي، ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې ۵۱ زره نورې مېرمنې هم ومري.

: ‏د امریکا مشهور جمهوري غوښتونکي سناټور لېنډسي ګراهام ویلي چې له افغانستانه پر امریکا او متحدانو یې د برید احمتال شته او موږ هېڅ جګړه پای ته نه ده رسولې، بلکې یوه نوې جګړه مو پيل کړې ده ‏ښاغلي ګراهام له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکا وتل یوه سیاسي پرېکړه وه چې د جوبایډن له خوا ونیول شوه.

دغه پرېکړه له پوځي مشورې پرته شوې ده. هغه زیاته کړې چې له افغانستانه د وتلو لپاره ځينې شرایط موجود و ‏اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

: ‏کارتر:سراج الدین حقاني موډرنیسټ او سرخلاصی سړی دی.

د برېتانیا د وسلوالو ځواکونو پخوانی لوی درستیز جنرال سرنیک کارتر وايي د طالبانو منځ کې د نوي فکر او منځلارۍ خلک هم شته  وايي سراج الدین حقاني چې شل کاله زموږ غلیم و یو موډرنیسټ او پر دې عصر پوه سرخلاصی سړی دی.

: ‏د زده کړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړلو موضوع ته په اشارې د اسلامي همکاريو سازمان څخه د مداخلې غوښتنه کړې ويلي يې دي: «دغه سازمان بايد د نجونو ښوونځيو تړلو او پر ښځو د محدودیتونو له امله له ډيپلوماتيکو لارو پر ‏طالبانو فشار راوړي

نوموړي د نجونو پر ښوونځيو د بنديز پر دوام اندېښنه ښودلې، دا کار يې تبعيض بللی او ټينګار يې کړی چې هېڅوک بايد نور په دې اړه غلي پاتې نشي.

: ‏د سپټمبر ١١مې د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو په یوه لیک کې له جوبایډن غوښتي چې ددې پېښې د قربانیانو کورنیو ته  د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د ځانګړې کولو پرېکړې ته دې تغییر ورکړي.

هغوی دغه شتمني د افغانانو ملکیت بللی دی.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دمګړۍ په افغانستان کې تر نیمايي ډېر وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

دغې ادارې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی، چې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي او له لوږې سره د مخ افغانانو ژوند وژغوري.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، په پام کې نه لري، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي، د داسې لارو چارو په لټه کې دي، ترڅو له دې پیسو د افغانستان خلک ګټه واخلي.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له ۱۲ میاشتو زیاته موده کې يې افغانستان کې ۴۵۷ زره په شدېدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کړې.

: ‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې طالبان د ځینو سخت دریځو عناصرو لخوا یرغمل نیول شوي دي.

‏خلیلزاد د بیلگې په توگه د نجونو ښوونځیو تړل کیدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ډیر شمیر طالب مشران یې د خلاصولو طرفدار دي خو تر اوسه د طالبانو حکومت د ښوونځیو د تړلو په اړه یوازې ضد او نقیض دلایل وړاندې کړي دي.

: ‏ایران په دې هیواد کې د بیزو چیچک د لومړۍ پیښې د ثبتیدو خبر ورکړی دی.

ایراني چارواکي وایي چې ۳۴ کلنه ښځه چې په دې ناروغۍ اخته شوې اوس قرنطین شوې ده.

: ‏زلمی خلیلزاد وایي، که اشرف غني تښتیدلی نه وای د طالبانو او جمهوریت تر منځ د گډ حکومت د جوړیدو امکان موجود و.

‏خلیلزاد اوکسیوس په نوم خپرونې سره په مرکه کې ویلي، تېر کال د اگست په ۱۵ مه د غني تیښتې سیاسي حل ناممکن کړ او یوه خلا یې رامنځته کړه، کنه طالبان چمتو وو د حامد کرزي په گډون د افغان سیاسیونو یو پلاوي سره خبرې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک