ستاسو یی د افغانستان سره څه ؟
دکتور عمر عماد
زه د دوه ډلو د افغانیت ، او د افغانانو سره د خواخوږئ په دعوی شکمن یم :
یو هغه افغانان چه پخوا یا اوس زرګونه کیلو متره لیری غرب ته پرته له کوم ضرورته، د ښه ژوند کولو په موخه، کډوال شوی ، هلته میشت شوی ، او د هغه هیوادنو جنسیت یی اخیستی یا اخلی ، اوحتی اولادونه یی په پښتو یا فارسی سم نه پوهیږی.
دغه خلک چه په خپل دنیوی جنت کی میشت شوی دی ، او خپله ښه پوهیږی چه بیا به ورباندی ددی وطن شمال هم نه لګیږی، او که راځی هم د یو څه وخت لپاره به د خاصو موخو لپاره موقتا میلمانه راځی ، خو ددی تصور ډیر لیری دی چه دوی دی بیرته دی وطن ته راستانه شی، ځکه که دوی ځینی ځینی د افغانستان سره روحی اړیکی لری، ددوی اولاد او کورنئ ځانونه د هغه وطن ګڼی چه پکی پیدا شوی او لوی شوی دی...
خو بیا یی هم له هغه ځایه افغانستان ته دوربین را اچولی، او دلته یی توری مښوکی را اوږدوی کړی او مغرضانه ټونګی وهی، څوک پکی له کاناډا او امریکا څخه د – په اصطلاح- ملت پالنی خیالی غورځنګونه چلوی، او چا پکی د الحاد او سیکولریزم خپرولو ته مټی رانغاړلی دی، او ډیر ښه یی هغه عقده یان دی چه په په پرځول شوی نظام پسی ویر او ژړا کوی، او په زړونو یی تور ټغر غوړیدلی دی .
دوهمه ډله هغه سور خولیان او سرخ پوشان (پټانان) دی چه عملا د علی جناح د انځور لاندی ناست دی، او د پاکستان دآین سره سم د پښتنو د حقوقو په عنوان سیاست او تجارت کوی.
دغه خلک چه پخوا یی هم د افغانو ددین او وطن ددښمنانو( کمونستانو پرچم څانګه ) سره تودی اړیکی درلودلی، خو د غویی د کودتا راهیسی یی عملا همیشه ددی وطن ددښمنانو – لمړی د کمونستی روس پلوه، او بیا د امریکایی غرب ځپلو حکومتونو- سره خپله دوستی پاللی، او د افغانانو په ویر او ماتم یی خوښی اتڼونه کړی دی، د هغوی برحقی مبارزی او سرخندنی ته یی د پردیو د ګټو جګړه ویلی ده، د هغوی په ژړا پوری یی خندلی، او د دی وطن د صادقو اولادو بری په سو راور کښینولی دی.
دوی هم ځانونه د دی خاوری وارثان بولی(!!!) او د هغه متل په مصداق چه وایی( د مدعی نه شاهد ډیر برګ دی) د افغانستان نوی نظام ته یی سختی تڼاکی په زړونو ولاړی دی. څوک چه د افغانستان په اړه ددوی بابیزه څرګندونی واوری نو بیخی حیران شی چه دا خلک کوم خوب وینی، او له کومه ځایه غږیږی ؟!
څوک چه کله ناکله د افغانستان اړوند ددغی دواړه ډلو مغرضانه خبری واوری ، نو دا سوال ورته پیدا کیږی چه :
وه خلکو، ستاسی یی د افغانستان سره څه؟ تاسو خو عملا نه د افغانانو په غم او نه یی په خوشحالئ کی شریک یاستئ.
ځواب یی دادی چه:
هو، پدی دوی هم تر هر چا ښه پوهیږی چه دوی د افغانیت په دعوی کی رښتونی ندی ، خو دا ټوله فکری دښمنی ده چه دوی یی د افغانستان د مسلمانانو سره پالی، نه د افغانانو سره رښتینی خواخوږی.
