No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اسلامي امارت د پوهنې وزارت وايي، چې د علماوو لخوا د نجونو ښوونځیو په اړه د طرحې تر جوړېدو به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې وي.

د یاد وزارت چارواکو کابل کې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې علما د طرحې پر جوړولو بوخت دي او تر هغې چې دا طرحه جوړیږي، ښوونځي به تړلي وي.

‏دوی همدارازا وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې په څه باندې ۱۷ زره ښوونځیو کې لس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. دوی همداراز زیاتوي چې د درسي نصاب لپاره هم طرحه جوړه شوې ده.

: ‏د ح.ا.ا امیر ښاغلی انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله: خروج نیروهای اشغالگر و خاتمه اشغال یک دستاورد و یک آرمان بود که سال‌ها برای آن مبارزه کردم.

: ‏مولوی حبیب الله آغا، رییس شورای علمای کندهار به طلوع‌نیوز می‌گوید، قرار است نشستی با اشتراک عالمان دین، بزرگان قومی، فعالان مدنی و برخی از مسوولان حکومت پیشین هفته‌ آینده در این ولایت برگزار شود.

او می‌افزاید که این نشست همانند نشست کابل است ونزدیک به ۲۵۰۰ تن اشتراک خواهند کرد.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړه که د اسلامي امارت مشرانو کړې وي او یا هم د پاکستان له لوري ورباندې تحمیل شوې وي؛ باید بېرته واخیستل شي.

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له دویچه ویلې سره په مرکه کې ویلي چې لوڼې یې کابل کې زده کړې کوي او مشره لور ملاله چې اوس لس کلنه ده او له شپږم ټولگي څخه فارغیږي او اووم ته ځي، اوسني وضعیت ته په کتو سره نشي کولای خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

‏حامد کرزي ویلي چې اوس له سلگونو زرو میندو او پلرونو سره دا پوښته ده چې که یې لوڼې لېسې او ثانوي ښوونځیو ته ورسیږي نو دوی به څه کوي خو په وینا یې د هیواد نه وتل د هیواد خوشي کول‌ دي نو ځکه باید په گډه د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو لپاره مبارزه وشي.

: ‏عبدالرحیم ایوبی: به اشرف غنی گفتم که ، روزانه صدها سرباز و افسر نظامی ما به شهادت می‌رسد،  این بسیار خطر ناک است .

اشرف غنی:

 به پشتو درگوشم گفت که ، همه ملیشه  اند ،  بگذار تمام ملیشه ها کشته شوند!

: ‏د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر حمدالله محب د مقاومت شورا په نوم د جوړې شوې ډلې وروستي منشور ته په اشارې وايي، تر څو چې د ټولو افغانانو تر منځ یوه اجماع او یووالی موجود نه وي، افغان ولس ته د نسخو وړاندې کول ګټه نه لري.

د هغه په خبره، د سیاسیون بې اتفاقي د جمهوریت د سقوط په عواملو کې د پام وړ وه او اوس پکار ده، چې یووالي ته کار وشي.

: ‏د افغانستان بانک وايي، سبا د چهارشنبې ورځ شاوخوا ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک په اعلامیه کې له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي، چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏د غزني ولایتي چارواکي وايي، پرون ناوخته د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله یو مسافر وړونکی موټر اوښتی، چې په پایله کې يې ۵ کسان مړه شوي دي.

: ‏د خوست امنيې قومانداني وايي، دغه ولایت کې يې د کورنیو چارو وزارت اړوند منسوبینو ته نوی نظامي یونیفورم وېشلی دی.

‏قوماندان مولوي محبوب قانت د یونیفورم وېش مراسمو کې ټولو منسوبینو ته لارښوونه کړې، چې په جبري ډول مکلف دي، چې له دې وروسته هېڅ پولیس او نظامي نه شي کولای په چیک پاینټونو او کاري ساحو کې په غیر نظامي لباسونو کې دندې ترسره کړي.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پنجشیر کې هېڅ کومه نظامي پېښه نه ده شوې او امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو او یا ژوندي نیول کېدو ادعا حقیقت نه لري.

د مجاهد په خبره، دښمن په هغه موقف کې نه دی، چې داسې څه وکولای شي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د مقاومت جبهې پنجشیر ولایت کې د ا.ا ځواکونو ته د تلفاتو اړولو او د ځینو ژوندي نیول کېدو ادعا کړې وه.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکي اسیا جام سیاليو لپاره د لوبغاړو نوم‌لړ اعلان کړ. دا سیالۍ د روانې زېږديزې میاشتې په ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې تر سره کېږي. افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې نېټه د سریلانکا پر وړاندې وکړي.

: ‏اداره هواشناسی از بارنده‌‌گی‌های شدید و احتمال سرازیر شدن سیلاب‌ها در نزده ولایت کشور هشدار داده است.

بربنیاد خبرنامهٔ این نهاد این بارنده‌گی‌ها همراها با رعد و برق و سیلاب‌های آنی و بادهای شدید خواهد بود.

‏‌ولایت‌های نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردک، بامیان، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان، دایکندی و قندهار با آسیب رو به رو خواهند بود

و نیز در ولایت‌های هرات، فراه و نیمروز بادهای شدید همراه با گرد وخاک پیش بینی شده است.

: ‏اسلامي امارت وايي، نړۍ بايد له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي. د بهرنيو وزارت سرپرت امیرخان متقي د اسلامي امارت د واکمنۍ د لومړۍ کليزي د نمانځنې په مراسمو کې ويلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې هېڅ داسې نمونه نه‌شته چې د افغانستان خاوره دې د کوم هېواد پر ضد استعمال شوې وي.

: ‏د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخندزاده په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د نوي ښوونیز نصاب د چوکاټ لپاره یوه طرحه جوړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به د نصاب په جوړولو هم کار پیل شي.

‏د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخندزاده په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ښوونځیو لپاره ۳۷ مېلیونه ټوکه درسي کتابونه تر چاپ لاندې دي او په وینا یې اتلس مېلیونه ټوکه چاپ شوي چې ډېری برخه یې وېشل شوې او پاتې به هم ډېر ژر ووېشل شي.

: ‏د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان تعلیمي سکټور یوازې پرېنږدي او زیاته یې کړه چې په‌دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

: ‏طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت:

وروستیو سېلابونو ټول هېواد کې ۶۰ کسان وژلي او ۱۱۰ ژوبل دي.

وایي، ۵۰۰ کورونه یې له یو مخې وړي، ۲ زره نور یې زیانمن کړي دي.

: ‏چاووش‌اوغلو: مصالحه برای دستیابی به ثبات و صلح دائمی در سوریه ضروری است.

چاووش‌اوغلو: مخالفان در سوریه به ترکیه اعتماد دارند، ما هرگز آن‌ها را ناامید نکردیم، اما تاکید داریم که مصالحه برای دستیابی به ثبات و صلح دائمی در سوریه ضروری است.

: ‏د بخښنې نړیوال سازمان:

طالبانو کال وړاندې وعدې ورکولې بشري حقونه به خوندي کوو، خو تېر کال یې په سرساموونکي ډول شل کلنې لاسته راوړنې وپاشلې.

: ‏افغانو ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري:

نړۍ دې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، مخ دې ترې نه اړوي.

: ‏په وروستیو کې ترکیې سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي چې اندېښنې یې پارولې دي. افغان حکومت وایي د ترکیې له لوري چې له افغان کډوالو سره کوم چلند کېږي دوی ته د منلو نه دی نو له همدې امله هڅه کوي له ترکي لوري سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.

: زلمی خلیلزاد په داسې حال کې چې وايي د دوحې تړون په افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خلیلزاد کلکې نیوکې کړې او یاد تړون یې یو ناورین بللی دی. زملي خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي د دوحې تړون یو تاریخي تړون و چې د امریکا په سیاستونو کې بدلون او د افغانستان روان وضعیت په کتو سره ترسره شوی دی. خو نوموړي څرګنده کړې چې دغه تړون په بشپړه توګه اجرايي نشو او که په سمه توګه اجرا شوی وای له هغه وروسته پېښې به بل ډول مخکې تللې وای. خلیلزاد ویلي، د دوحې تړون پر بنسټ ولاړ ډېر کارونه لا هم نا بشپړ پاتې دي. په راپورونو کې راغلي چې خلیلزاد په دغو خبرو کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د افغانستان د هغه وخت حکومت او مهم شخصیتونه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له بهیره نا خبره ساتل شوي وو او زیاته کړې یې ده چې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني، د تېر حکومت د سولې عالي شورا رییس او نور ساسي شخصیتونه د دوحې مذاکراتو له ټولو پرمختګونو خبر وو.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ويلي، په ميليونونو افغانان په داسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې له يوې خوا ژمی په را رسېدو دی او له بلې خوا د بشري مرستو لپاره بودجه په ختمېدو ده.

: ‏د خوړو نړیوال سازمان:

۲۵ میلیونه افغانان عاجلو خوړو ته اړتیا لري چې ۶ میلیونه یې خاص وچکالۍ ځپلي.

وایي، موږ دوی سره د مرستې لپاره د کال تر اخره ۹۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.

: ‏پاکستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي چې بهاولپور ښار ته نږدې يوه مساپر وړونکي بس د تيلو له يوه ټانکر سره ټکر کړی چې له کبله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

: ‏نړیوال سره صلیب په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د نوي حکومت له یو کلن کېدو سره جوخت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت او مخ پر ځوړ روان حالت د جدي اندېښنې وړ دی.

: ‏یوناما د ا.ا تر حاکمیت یو کال وروسته له طالبانو غوښتي څو فکر وکړي ځکه لا هم فرصت شته چې افغانستان وژغوري او خلکو ته یې امید ورکړي.

یوناما وایي چې نړیواله ټولنه به له هغو کسانو سره په ارتباط کې وي چې ټولو بشري حقونو ته درناوی کوي او د ټولو افغانانو استازولي کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک