مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې «واخان» د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري او په وینا یې تر څو چی دوی ژوندي وي؛ د دې سر حیثیت به خوندي وي.
د یعقوب مجاهد دا څرګندونې داسې مهال دي چې، څه موده وړاندې داسې راپورونه وو چې ګواکې د پاکستان پوځ واخان سیمه کې د افغانستان خاوره کې تاسیسات جوړ کړي دي.
✒: د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵ طالبان کابل ته تر داخلېدو وروسته ارګ ته ننوتل او د دوی تر ننونو یوازې څو ساعته وړاندې اشرف غني له افغانستان څخه په هلیکوپټرو کې ازبکستان ته تېښته کړې وه.
کابل ښار ته د طالبانو تر ننوتو وروسته طالبانو د ښار امنیتي وضعیت مسوولیت په خپله غاړه واخیست څو د ګډوډیو او غلاوو مخه ونیسي.
✒: د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند د یوه هوټل مخې ته په یوه لاسي ګاډۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله دوه تنه سطحي ټپیان شوي.
ځدران زیاتوي چې سیمه کې د یادې پېښې په اړه امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پیل کړي.
✒: د اگست ۱۵مه د ا.ا ځواکونه کابل ته داخل شول.
پدې ورځ په ښځو باندې له محدودیتونو ویره وه، رسنیو د تلویزیون پر پردې د ښځینه نطاقانو حضور منع کړی و خو د کابل نیوز د هغه مهال ویانده خاطره احمدی له ویرې پرته د تلویزیون په صفحه ظاهره شوه او افغانانو ته یې د هغې ورځې خبرونه وړاندې کړل.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال آرنوت پاویلز سره کتلي.
په دې کتنه کې د دې ترڅنګ چې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو بحث شوی، د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار او دې هېواد کې د بدو اقتصادي شرایطو په هکله مفصلې خبرې شوي.
حامد کرزي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له همکاریو په ځانګړي ډول د تعلیم او روغتیا برخه کې د دوی له مرستو مننه کړې او له دې هېواد سره يې د یادې اتحاديې د اړیکو پر ټینګښت او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
✒: باختر خبري اژانس د پروان ولایت ځايي چارواکو له قوله ویلي، د دغه ولایت په سیا ګرد او شینوارو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
✒: د فواید عامې وزارت وايي، په اروزګان، لغمان، کاپیسا او پروان ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله ځینې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د وزارت مسوولان زیاتوي، د یادو ولایتونو د فواید عامې ریاستونو پرسونل او ماشینري هڅه کوي، څو دغه تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
✒: د کابل ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو د دولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزان قیمت سیمه کې دوه انسان تښتوونکي نیولي.
د ا.ا استخباراتو ریاست وايي، له دغو انسان تښتوونکو يې د عبدالروف په نوم یو تن هم ازاد کړی، چې څه موده وړاندې يې تښتولی و او د خوشي کولو په بدل کې يې له کورنۍ د څلور زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله.
✒: د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ يې کابل کې د ترکمنستان هېواد سفیر او د ټاپي پروژې له رئیس سره د درې ګونو امنیتي ادارو ګډه ناسته کړې ده.
یاد وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې د ټاپي پروژې د امنیت خوندي ساتلو په هدف هر اړخیزه بحث او تبادله نظر شوی دی.
✒: د مقاومت شورا ننني مجلس په ۷۱ مادو کې یو منشور تایید کړ خو په آخر کې یې د یو یادداشت په بڼه د ځینو گډون کوونکو غیر موافق نظریات هم خپاره کړل.
✒: د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د ا.ا د بیا واکمنېدو په مناسبت یوې غونډه کې، تېرو کلونو کې له اخلاقي او اداري فساد، د ځمکو غصب او پر نشه يي توکو نیوکه وکړه.
هغه وايي د پراختیايي پروژو بودیجه به اختلاس کېده او د نشه يي توکو له اړخه افغانستان د نوملړ په سر کې و ښاغلی حنفي همدارنګه وايي چې اوس په هېواد کې دا ستونزې نشته. هغه د اسلامي امارت بیاواکمنېدل یوه لاسته راوړونه وګڼله.
نوموړي همدارنګه د اصلاحاتو د راوستو او د افغانستان د ځان بساینې لپاره د اسلامي امارت پر ژمنه ټینګار وکړ.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه در نشستی که به مناسبت برگشت دوباره امارت اسلامی برگزار شده است، میگوید که دسیسههای زیادی برای تضعیف نظام اقتصادی، نهادهای دولتی و ارگانهای دیگر به راه انداخته شده بود، که ناکام شدند.
آقای متقی همچنان میگوید که ثبات افغانستان به نفع تمام جهان است. امنیت در کشور تامین است و ما با هیچ یک از کشورهای همسایه و منطقه مشکل نداریم. سفارتهای ما در بسیاری از کشورها باز استند.
به باور آقای متقی، مشکلات اقتصادی در تمام جهان اوج گرفته است، اما ارزش پول افغانی در برابر دالر نسبت به کشورهای همسایه بهتر است.
✒: شماری از زنان امروز در یک گرهمایی در یک محل نامعلوم از جامعه جهانی خواسته اند تا برای "نجات زنان افغانستان" کاری بکند.
به باور آنان، تمامی ارزشهای حقوقی و بشری در کشور نادیده گرفته شدهاند، دختران از آموزش محروم شدهاند و زنان کارهای شان را از دست دادهاند.
✒: کابل: چینایانو د طالبانو د ګاللیو سختیو په اړه فلم جوړ کړی.
د چین مېډیا ګروپ لخوا د ټپي په نوم دا فلم کابل کې نندارې ته وړاندې شو.
✒: په جلال اباد ښار له چپرهاره راغلي سیلاب تر مسیر لاندې ټولې سیمې وهلي او د بیز اکمالاتي ساحه یې ټوله لاندې کړې.
همداراز د ښار نهر مقام خان ساحه کې شکېدلی او اوبه یې په ښار ورغلي.
یوازې المواسات خیریه بنسټ خپل امبولانسونه خوندي سیمو ته رسولي، که څوک وژغورلی شي.
✒: آذربایجان برای کنترل شهر لاچین آماده میشود.
لاچین و برخی از روستاهای واقع در مسیر جاده بین خانکندی در قره باغ و ارمنستان، طبق اعلامیه های امضا شده از سوی روسیه- آذربایجان- ارمنستان، تا پایان ماه جاری تحت کنترل دولت باکو قرار خواهند گرفت.
✒: سنډې ټایمز: امریکا حتی برېټانیا هم د دوحې تړون له پټو ضمیمو نه وه خبره کړې او له سقوط وروسته په جزیاتو پوه شوه.
✒: د ژغورنې نړیواله کمېټه آی آر سي:
افغانستان کې شاید اوسنی بشري بحران له تېرې شل کلنې جګړې زیات تلفات واړوي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر:
ماین پاکانو افغانستان کې د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې له جنګ نه پاتې ۱۵۰۰ ماینونه خنثی کړي دي.
✒: روسیې او شمالي کوریا د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د نړیوالو رسنیو د راپور پر بنسټ د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د شمالي کوریا واکمن ته په یوه لېږلي لیک ویلي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکې مهمې دي.
✒: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په کابل کې د الظواهري شتون امریکا او طالبانو تر منځ درز ایجاد کړی دی.
د هغه په خبره، که چېرې طالبان د الظواهري په اړه قانع کوونکي توضیحات ورنکړي، ښايي امریکا د روابطو بېرته ښه کېدو لپاره د دغې ډلې غوښتنې ونه مني.
✒: سفارت بریتانیا برای افغانستان که از دوحه کار میکند، در یک اعلامیه گفته است که بریتانیا برای حمایت از مردم افغانستان متعهد است و از ثبات و تامین حقوق بشر نیز در این کشور حمایت میکند.
این سفارت در این اعلامیه افزوده است که بریتانیا ۲۸۶ میلیون پوند در سال مالی گذشته به افغانستان کمک کرده است و بیش از ۲۰ هزار تن را از آغاز روند خروج تا کنون از افغانستان موفقانه به بیرون انتقال داده است.
✒: د اگست ۱۴ د پاکستان د جوړیدو ورځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې توره ورځ ونومول شوه. یو شمیر خلکو پدې مناسبت لاریونونه او غونډې وکړې او تور بیرغونه یې پورته کړل. په بلوچستان کې هم ورته غونډه وشوه چې د حکومتي ځواکونو په یرغل کې د ملي عوامي گوند یو غړی پکې ووژل شو.
✒: کابل کې د پاکستان سفارت د یو لړ مراسمو په جوړولو سره د اگست ۱۴ یعنی د پاکستان د استقلال ورځ ولمانځله. غونډې ته د پاکستان سفیر منصور احمد خان وینا واوروله او د ا.ا او پاکستان په ښو اړیکو یې خبرې وکړې.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په ټویټر پاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ژمنه ده.
نیکلاسن وايي، افغانستان کې داسې ټولشموله سیاسي بهیر ته متعهد دی، چې ښځینه او نارینه پکې ماناداره حضور ولري.
✒: ایالات متدهٔ امریکا تصمیم گرفته تا مذاکره بر سر دارایی های غصب شدهٔ دافغانستان بانک را متوقف نماید.
وال ستریت ژورنال با نقل قول از یک مقام ادارهٔ بایدن نوشته که امریکا هیچ بخش دارایی های منجمد شدهٔ د افغانستان بانک را آزاد نساخته و گفتگو ها درین مورد را متوقف میسازد.
