No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو معیین علي رضا بیګدلي او ورسره په کابل کې د ایران سفیر بهادر امنیان سره کتلي دي.

‏په دې لیدنه کې دواړو لورو په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرو او افغان کډوالو لپاره په قونسلي خدمتونو کې د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کړي.

‏علي رضا بیګدلي ویلي، وروسته له دې به افغانستان کې د ایران ټولې کونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته په عاجل ډول ویزې اجرا کوي،څو ایران ته د غیر قانوني تګ مخنیوی وشي.

: ‏د ا.ا د واکمنۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت سبا دوشنبه (د اسد ۲۴) ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې سبا دوشنبه د اسد میاشتې ۲۴ مه، د امریکا پر وړاندې د ا.ا د بریا لومړۍ کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د روسيې پلازمېنې مسکو ته تللی.

افغان پلاوی به د دې سفر په لړ کې روسي چارواکو سره پر اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا خبرې وکړي.

: ‏په پروان کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په سیاه ګرد او شینواري ولسوالیو کې د سېلابونو له راتلو خبر ورکوي.

دغه سرچینې زیاتوي چې دغه سېلابونه نن (یکشنبې د زمري په ۲۳مه) له غرمې وروسته راغلي دي چې د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وایي، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره ۸۵۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د چاپېریال ساتنې اداره دغه راز، په ولایتونو کې د وروستیو اورلګیدنو او سیلابونو لامل اقلیمي بدلونونه ګڼي.

د دغې ادارې سرپرست وایي، هغه پروژې چې په افغانستان کې د نړۍ د هېوادونو په ملاتړ د عملي کېدو په حال کې وې، د اسلامي امارت د رسمیت د نه پېژندو له امله بندې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس روح الله امین وايي:«د ۸۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلون د ۳۱ پروژو په هکله د ملګرو ملتونو د مالي مکانیزم له سکرټریټ او د ملګرو ملتونو د څو اړخیزو ادارې سره په اړیکه کې یوو

: ‏حامد کرزی، رییس جمهور پیشین افغانستان در گفت‌وگو با تلویزیون "اندیا تودی" گفته است که در یک سال گذشته خشونت‌ها در افغانستان کاهش یافته اند؛ اما چالش‌های شدید هنوز هم برجااستند.

‏کرزی دربارۀ بیرون شدن افغان‌ها از کشور، مشکلات اقتصادی به شمول منجمد ماندن ذخایر ارزی و سقوط نظام در افغانستان ابراز نگرانی کرده است.

: ‏په یوه اونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې زرګونه ټنه توکي هېواد ته وارد شوي دي. د وسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایي چې په تېره یوه اونۍ کې ۵۲۲۳۱ متریک ټنه توکي د تورغندۍ، حیرتان او آقینې بندرونو له لارې د وسپنې پټلۍ پر مټ هېواد ته وارد شوي دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، هغه ځوانان چې له هېواده بهر یې نظامي زده کړې کړې دي او بېرته هېواد ته راستانه شوي، نو ژر تر ژره دې ددغه وزارت د پېژنتون ریاست ته مراجعه وکړي او پر بستونو د ګومارل کېدو پروسه دې پيل کړي.

: ‏د انګلستان له سن هرسټ نظامي اکاډمۍ نه افغان نظامیان فارغ شول.

لندن کې مېشت افغان سفیر زلمی رسول یې مبارکۍ ته ورغلی.

: فرماندهی گارد ساحلی ژاپن با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که دو فروند شناور گارد ساحلی چین، مرز دریایی دو کشور در دریای چین شرقی را نقض کرده‌اند.

براین اساس، کشتی‌های جنگی چین وارد آب‌های ساحلی اطراف جزایر «سنکاکو» که توکیو و پکن بر سر حاکمیت آنها اختلاف دارند، شده‌اند.

کشتی‌های جنگی چین پس از ورود شناورهای گارد ساحلی ژاپن به منطقه و هشدارهای صادر شده، منطقه مذکور در ایالت اوکیناوا را ترک کرده‌اند.

از سوی دیگر رسانه رسمی ژاپن نیز اعلام کرده که کشتی‌های جنگی چین در طول سالجاری 17 بار مرزهای دریایی دو کشور را نقض کرده‌اند.

گفتنی است جزایر سنکاکو در دریای چین شرقی قرار دارد و هر یک از کشورهای چین و ژاپن حاکمیت آنها را متعلق به خود می‌دانند.

: ‏د قطر خارجه وزیر کوالالمپور کې خبریالانو ته:

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سختو اقداماتو مایوسه کړي یوو.

: ‏د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ:

امریکا د افغانانو د بشري بحران د حل لپاره هڅه کوي او له افغانانو سره مرستې به جاري وساتي.

: ‏د چین خارجه وزارت، یو وار بیا په امریکا غږ کړی چې د افغانانو ۷ میلیارده ډالر کنګل کړې شتمني ورخلاصه کړئ.

وایي، ایسارول یې توجیه نه لري.

: ‏د سعودي او امریکایي سمندري ځواکونو ترمنځ ۲۲ م ځل لپاره مشترک پوځي تمرینات پیل شول.

د ینبع سیمې دغو تمریناتو باندې د (ناپامۍ ګوزار) نوم ایښودل شوی.

: ‏بيت المقدس کې د ډزو له کبله لږ تر لږه اووه تنه ټپيان شوي دي. اسرائيلي چارواکو ويلي چې پېښه پرون شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د بيت المقدس لويديځ ديوال سيمه کې شوې ده. سرچينې ويلي چې بريدګر پر يوه بس ډزې کړې، د يوې مېرمنې په ګډون يې اووه تنه ټپيان کړي او وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

: ‏د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې روسي اتباعو ته د ويزو ورکړه بنده کړي. زلينسکي ويلي چې اروپا بايد د سوپرمارکيټ په څېر نه وي چې هر څوک د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ورشي او که يې څه خوښ نه شي نو بېرته ترې ووځي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن وايي، اروپايي ټولنه لا هم په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات ټينګښت ته ژمنه ده.

نوموړي په يو ټويټ کې ويلي، په افغانستان کې ثبات د سيمې په ګټه دی او د دې کار د عملي کېدو لپاره يوې ټولشموله سياسي پروسې ته اړتيا ده چې ټول پکې بشپړ، برابر او معنی داره ګډون ولري.

: ‏د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو لخوا ترسره شوی پرونی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

نوموړی وايي، کابل ښار کې طالبانو د ښځو د لاریون په مخنیوي سره د بیان له ازادۍ سرغړونه کړې.

: ‏په اسټرالیا کې د عامه څېړنو بنسټ سلطنتي کمېسیون موندنې ښيي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د دې هېواد دفاعي ځواک له ۱۲۰۰ ډېرو اوسنیو او پخوانیو غړو ځان وژنه کړې.

څېړنو ښودلې، له پوځي خدمت وروسته د دولتي ملاتړ ترلاسه کېدو کې ستونزې د دې لامل شوي، چې ځواکونه ځان وژنه کوي.

‏دغو ځینو اسټرالیايي ځواکونو په عراق او افغانستان کې دندې پر مخ وړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک