له يهودو سره مخ په نورمالېدو اړيکې
سراج الحق هاشم
يهود چاته خپل پور نه پرېږدي، بلکه په څو چنده يې عوض کوي، (المان په مثال کې درواخلۍ)، که وسعه يې ورسيږي د مسلمانانو سره به د بني قينقاع، بني النضير، او خيبر حسابونه وکړي.
د عربو او غير عربو مسلمانانو خپلمنځي اختلافونو، شخړو، بدبينيو، او ورپسې په سيمه کې ترکۍ او ايرانۍ پروژو د يهودو سره د هر اړخيزو اړيکو جوړولو ته لاره پرانيسته.
تر څنګ يې ځينې هيوادونه فکر کوي، چې مونږ له ترکانو له لوټ، تخلف، او خرافاتي افکارو پرته بل څه نه دي ليدلي، نو له اسرائيلو سره له اشتي اچولو وروسته به مونږ د پرمختګ پر لاره يون پيل کړو.
د دې امکان شته، چې په سياسي برخه کې په لنډمهاله توګه دغه هيوادونه د ترکي او ايراني پروژو په وړاندې مؤثر ملاتړ تر لاسه کړي، خو د پرمختګ په برخه کې محاسبه دقيقه نه ښکاري، اسرائيل په منځني ختيځ کې هغه مغذ دي چې د خپلو ګاونډيانو په پرتله يې په هر علم کې د پرمختګ بې ساري پړاوونه وهلي دي، په هر ډول پرمختللې ټکنالوجۍ سنبال دی، او د نړۍ په کوم کونج کې چې کله کومه نوې ټکنالوجي راووځي، د دوی لاسونه ورته رسېدلي وي، قوت يې له دې هم معلوم کړۍ چې د اسرائيل په نامه کوچنوټی هيواد په ساينس دومره مصرف کوي، چې ټول عربي هيوادونه په ګډه پرې هغومره مصرف نه کوي.
اسرائيل دا مهال د خپل ځان د هر اړخيز پراخولو لپاره د سياسي او اقتصادي اړيکو د جوړولو تر څنګ ارزانه کارګرو لاسونو ته اړتيا لري، او دغه ارزانه کارګر لاسونه به د هغو ګاونډي هيوادونو د ولسونو وي، چې له دوی سره دوستانه اړيکې جوړوي، اسرائيلی به د شرکتونو خاوند وي، د شرکت رئيس او مدير به وي، د بېنک مالک به وي، پانګوال به وي، د ټکنالوجۍ او... مالک به وي، او په خدمت کې به يې دغه ارزانه کارګر لاسونه وي، چې تل به په همدغه لېول کې د دوی د خدمت لپاره ساتل کيږي = د بادار او مريي اړيکه.
د اسلامي نړۍ د عقلاو دريځ تل دا و چې د اسلامي خلافت د بيا را ژوندي کولو په پلمه دې ټوټه ټوټه شوې اسلامي نړۍ د خپلو دښمنانو په وړاندې د نا ارزول شويو انقلابونو په مټ د مزيدې کمزورۍ په لور نه سوق کيږي، دا شعار اوسمهال غير عملي شعار دی، د مسلمانانو د يووالي لپاره کار په نورو لارو هم کېدی شو، مثلا د حسن نيت او دوستۍ په فضا کې د اسلامي هيوادونو تر منځ د مشترکاتو پلټل او ټاکل، او بيا يې پياوړي کول او پراختيا ورکول، هر اړخيزه اړيکې جوړول او ورته تطوير ورکول، تر څو توانيدلي وی؛ چې په يو شکل د اشکالو مو په سولييزه توګه يو ډول سياسي يووالی رامنځته کړی وی، او بيا مو د دغه يووالي ځواکمنولو او تطويرولو ته کار کړی وی، اروپايي اتحاد د يو کامياب مثال په توګه.
د اسراييلو سره د رسمي هر اړخيزو اړيکو باب لومړی ترکيې پرانيست چې تر ننه دوام لري، 17 کاله يې د اردوګان په حکومت کې دوام لاره.
ورپسی مصر ورسره د کمپ ډيويډ د تړون له مخې رسمي اړيکې پيل کړې.
ورپسې فلسطينيانو ورسره په اوسلو کې رسمي اړيکې جوړې کړې او د امنيتي همکاريو تړونونه يې ورسره امضا کړل.
ورپسې ورسره قطر په 1996 کې رسمي تجارتي او محدودې دپلوماسي اړيکې جوړې کړې.
د 2010 کال راهيسې په اسلامي نړۍ کې د ترکيې او ايران انقلابي مسلحانه پروژو څخه د وېرې له امله نورو خليجي هيوادونو اړتيا محسوس کړه چې دوی هم د اړيکو جوړولو درشل ته داخل شي.
مسلمانانو ته له بې اتفاقۍ او خپلمنځي شخړو جګړو او وېرو له امله ورپېښه ده.. مونږ د الله تعالی په دې آيت ايمان لرو:
ولن ترضی عنک اليهود ولا النصاری حتی تتبع ملتهم.
تفسير: او هيڅکله به درنه يهود او نصاری راضي نشي، تر څو دې د هغوی عقايد نه وي منلي.
بناء له دوی څخه هر وخت په وېرې او احتياط کې اوسېدل پکار دي.
