پکتيکا: د حزب اسلامی لخوا د د صحي اوبو 48 حلقو څاهګانو د کېندلو لړۍ پيل شوې
دوشنبه؛ د اسد ۱۷مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پکتيکا ته د لېږلي مرستندويه هيئت له غړو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو لړ مهمو بشري او إجتماعي خدماتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
په پيل کې قدرمن مشر پکتيکا ته د لېږلي مرستندويه پلاوي کاري راپور واورېده چې په لاندې مرستندويه فعاليتونو مشتمل وو:
1: د د إجتماعي خدماتو رياست له لورې د پکتيکا زلزلهځپلو کورنيو ته ۷ميليونه افغانۍ نغدي مرسته توزيع شوې چې هرې متضرره کورنۍ ته ۲۰۰۰۰شلزره افغانۍ ورکړل شوي.
2: د حزب اسلامی له لورې د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو کې د صحي اوبو برابرولو پهپار د اتهڅلوېښت حلقو څاهګانو د کېندلو لړۍ پيل شوې چې له جملې به يې دېرش حلقې څاهګانې په ګيان او اتلس نورې به د برمل په ولسوالۍ کې وکېندل شي.
3: همدا راز د حزب اسلامی د مرستندويه بهير په لړۍ کې د حاجي صیب اسلامالدين په مشرۍ د خوست په سپېره او د پکتيکا په ګيان کې هرې متضررې کورنۍ ته د ۷۵۰۰ افغانيو په ارزښت اړين خوراکي توکي توزیع شوي چې جمعاً يې ارزښت ميليونونو افغانيو ته رسېږي.
د ياد پلاوي پر وينا چې د سيمې اوسېدونکو د حزب اسلامی د مرستو وېش له لړۍ دروند استقبال وکړ او تر څنګ يې د حزب اسلامی له قدرمن مشرتابه په خاص ډول مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې يې هغوی هېر نهکړل او خپلې مخلصانه مرستې يې ترې ونهسپمولې.
قدرمن مشر د ياد پلاوي له راپور اورېدو وروسته وویل:
د حزب اسلامی له ادرسه بايد ټولې خورې ورې مرستې توحيد شي ځکه چې په بېلابېل ډول د مرستو په ویشلو کې د ضائعکېدو وېره زياته وي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
متضررينو او مرسته اخيستونکو ته بايد وويل شي چې دا مرستې دولتي نهدي، بلکې د حزب اسلامی د داخل مېشتو او خارج مېشتو متعهدينو مرستې دي چې د خپلې اسلامي همدردۍ او ولسپالنې په روحيه يې تر تاسې رالېږلي.
دغه راز قدرمن مشر په ټولو بشري مرستندويه ټولنو، مؤسساتو او همدا راز د هېواد په داخل او خارج کې په ټولو شتمنو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د حزب اسلامی پر متعهدينو غږ وکړ چې د امکان تر بريده خپل بېوزله او زلزلهځپلي هېوادوال هېر نهکړي.
د نوموړي پر وينا تر ټولو غوره او بهترين فعاليت خپلې بېوزلې ټولنې ته د مرستندويه خدماتو وړاندې کول دي.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
