No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پرون له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې پکتيکا ته د لېږلي مرستندويه هيئت له غړو، له ترکيه مېشتي علمي شخصيت دکتور محراب الدين حميدي او ښاغلي دکتور سلطان محمود صلاح او همدا راز د جنگلک د معتادينو د روغتون له رئيس ښاغلي ډاکټر زلمي نورزي سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر يو لړ مهمو بشري او إجتماعي خدماتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

په پيل کې قدرمن مشر پکتيکا ته د لېږلي مرستندويه پلاوي کاري راپور واورېده چې په لاندې مرستندويه فعاليتونو مشتمل وو:

1: د ح‌ا د إجتماعي خدماتو رياست له لورې د پکتيکا زلزله‌ځپلو کورنيو ته ۷ميليونه افغانۍ نغدي مرسته توزيع شوې چې هرې متضرره کورنۍ ته ۲۰۰۰۰شل‌زره افغانۍ ورکړل شوي.

2: د ح‌ا له لورې د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو کې د صحي اوبو برابرولو په‌پار د اته‌څلوېښت حلقو څاه‌ګانو د کېندلو لړۍ پيل شوې چې له جملې به يې دېرش حلقې څاه‌ګانې په ګيان او اتلس نورې به د برمل په ولسوالۍ کې وکېندل شي.

3: همدا راز د ح‌ا د مرستندويه بهير په لړۍ کې د حاجي صیب اسلام‌الدين په مشرۍ د خوست په سپېره او د پکتيکا په ګيان کې هرې متضررې کورنۍ سره شل زره افغانۍ مرسته وشوه.

: ‏د اسلامی امارت استخباراتو لوی ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې کندوز کې د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو په خان اباد ولسوالۍ کې دوه تنه د اسلحو قاچاق کوونکي له یو شمېر نظامي توکو سره یو ځای نیولي دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

 په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سربېره په ایران کې د هغو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې چې د تېر یوه کال په ترڅ کې دغه هېواد ته ورغلي دي.

: ‏وسله‌والو کسانو تېره شپه د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې. سرچینې طلوع‌نیوز ته وايي، دا نښته تېره شپه ناوخته پیل شوې چې دوه ساعتونه یې دوام کړی. سرچینه زیاتوي، د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی او برید کوونکي له نښتې وروسته تښتېدلي دي.

‏د فرخار اوسېدونکي وايي، دواړو لوریو د یو بل پر وړاندې سپکې او درنې وسلې کارولي او څو راکټونه د دې ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ توغول شوي دي. د تخار ولایت امنیي قومندانۍ مسوولانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

: ‏قرار است تیم ملی کریکت افغانستان امروز ساعت ۷ شام به وقت کابل برای نخستین بازی رقابت‌های بیست‌آوره در مقابل آیرلند وارد میدان شود. افغانستان پنج بازی بیست‌آوره را به میزبانی این کشور انجام خواهد داد.

: ‏رویټرز خبري اژانس د پاکستان استخباراتو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د تحریک یو لوړپوړی غړی عبدالولي چې په عمر خالد خراساني هم مشهور دی، د یک‌شبنې په ورځ په پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

‏په راپور کې همداراز لیکل شوي، امریکا د عمر خالد خراساني پر سر درې مېلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، له څه مودې راهیسي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او پاکستان حکومت تر منځ څو دورې خبرې شوې دي.

‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډېو ته ویلي، د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

: ‏د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان سوداګرو ته د چين د ويزو ورکړه په نورمال ډول روانه ده.  د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست يونس مهمند وايي، هڅه کوي چې لا ډيرو افغان سوداګرو ته د چين ويزې واخلي، له همدې کبله د ټولو اسناد را ټول شوي او تر کار لاندې دي.

: ‏حامدکرزی در مصاحبه با ان‌پی‌آر: به من اجازه داده نشد که از کشور بیرون شوم. چندین بار میخواستم اما نشد. طالبان به من گفتند بسیار افتخار میکنند که من اینجا هستم و ترس شان این است که من  بروم و بر نگردم و چیزها به هم می بریزند. او میگوید، نگران امنیت جانش است. منابع تایید میکنند که ‏طالبان محافظان او و داکتر عبدالله را کاهش دادند و به همین دلیل آنها نگران جان شان هستند. اخیر داکتر عبدالله هم درخواست بیرون شدن از افغانستان را کرده بود اما طالبان به او اجازه ندادند.

: ‏د عامې روغتیا وزارت، کابل پوهنتون، کرنې وزارت او ښاروالیو استازو نن د کورنیو غټو څارویو د نوې جلدي ناروغۍ اړوند ناسته کړې.

وایي، د غټ مال دا ناروغي خطرناک حد ته رسېدلې.

: ‏روسیه: بیش از 300 موشک ساخت آمریکا را در اوکراین منهدم کردیم.

: ‏ایران د روسیې په ملاتړ د بایکونور بټۍ نه فضا ته د خیام راکیټ وتوغاوه.

: ‏متحده عربي امارات پاکستان کې د یو میلیارد ډالرو پانګونه کوي.

د پاکستان صدراعظم یې د دې اعلان هرکلی کړی.

: ‏د امریکا دفاع وزارت:

له دې وروسته کولی شو، میدان ته له کېوتو پرته هر چېرته او هر وخت له لرې واټن څخه د تروریستي ډلو غړي په نښه کړو.

: ‏د امريکا د دفاع وزارت چارواکو يو ځل بيا له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو د پرېکړې ننګه کړې او ويلي يې دي چې افغانستان کې پوځي حضور ته له دې کبله د پای ټکی کېښود چې د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي.

: ‏د بښنې نړیواله اداره وايي افغان حکومت دې د خلکو د امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي. د بښنې نړیوالې ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې په هېواد کې پر ځینو امنیتي پېښو اندېښنه ښوودلې او پر وړاندې یې د اقدام غوښتنه کړې ده.

: ‏د روغتیا نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ډول ډول ناروغیو پر خپرېدو اندېښنه ښوودلې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په افغانستان کې په وروستیو کې ګڼې ناروغۍ خپرې شوې دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

: ‏ایران او روسیې په ګډه یوه سپوږمکۍ په بریالۍ توګه فضا ته استولې ده. ایراني او روسي رسنۍ وایي چې د خیام په نامه سپوږمکۍ په قزاقستان کې د روسیې له فضايي سټېشن د سایوز روسي مزایل په مرسته فضا ته لېږل شوې ده.

: ‏پخواني امريکايي جنرال ډېوېډ پټريوس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دوحې هوکړه چې له مخې يې طالبان واک ته ورسېدل، د امريکا په تاريخ کې ترټولو بد سياسي تړون دی.

د پټريوس په وينا، د دوحې هوکړه او د ۵ زره طالب بنديانو خلاصون په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شو.

‏په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو دغه پخواني قومندان په خپلې تازه مقاله کې ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو په بېړه وتل د دوی د سیالانو د هغو ادعاوو تائيد دی، چې وايي امريکا د ډاډ وړ متحد نه دی.

‏پېټريوس د خپلې مقالې په دوام ليکلي، هېڅ بشپړ باور نشته چې د امريکا متحده ايالتونه به بيا ځلې افغانستان کې ښکېل نشي.

د دغه متقاعد امريکايي جنرال په وينا، له افغانستانه د امريکا په وتلو سره نه جګړه درېدلې او نه هم په دغه هېواد کې د امريکا ښکېلتيا.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک